چی وطن کی یم
30.11.2016 11:35کله چی خپل ګران ښکلي وطن کی یم
داسی راته ښکاري چی ګلشن کی یم
نورزه «اوسلاندر» (۱) اومهاجرنه یم
دلتــه می د پـلارنیــکه مدفن کی یم
ټیټ راته دنیا کی څوګ کتئ نشي
زه د خپل خوږې مور په لمن کی یـم
ماته د خپل خاوری هــرسپیره کوڅه
هسی ښکلي ښکاري چی لندن کی یم
زه پـــه پردیسې کی ســرګــردانه یم
نه یمه آرام چی بــل وطــن کی یم
ګرزمــه هرخوا لکه مهاجرمرغه
دلته په خپل کورپه خپل چمن کی یم
***
خالد
کابل د نوامبر ۷ ـ۲۰۱۶
په المانی کی اوسلاندر بهرنیانو لپاره استعمالیږي (1)