لور او زوی:
27.07.2016 11:50لور او زوی
ګوره لور تر زوی هیڅ په کمه نه ده
داخـبـره پـــه کـــلام کـــي بــله نــه ده
لـور او زوی واړه مـخلوق دي د الله
زوکـړه ئې تـریوبـل کښته پورته نه ده
دواړه دي اولاد څه تـوپـیـرئې نستـه
که تـوپـیـر کـړې؛ دالله دا خـوښـه نه ده
انسان مخلوق سوی في احسن تقـویـم
نوفرق نسته لور اوزوی بله حیه نه ده