دپوهي په ګلبڼ کي:
13.07.2016 10:21ګل به وي تازه که غوړېدلی دپوهي په اوبو
شامـدامـه به وي پاته په چمن دګـلو شـنـو
مړبه نسي هغه کس که په پوهي وي سمبال
واورۍ دا خـبـره ښـه، چـي ویـلې اولــنــو
پـوهه، هــوښـیـاري د انسان آنـد سـمباله وي
لکه ګل چي په ګلبڼ کي تازه پاته په اوبو
مـړبـوله هـغه کام که وي پـوهـه پکښې کمه
خپل سري او تعصب به، وهي پکښې لامبو
وګـورۍ کامـونه! که وي پکښې دغه ستایني
بیا به ښه ترا څرګند سي توپیر د بد او ښو