د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دفکرټال:

وکیلي 30.05.2016 12:29

ای زما د فکرټاله په کومـوڅانـګوکـي زنګـېـږې
ځای دبلبلونیولی دی زاغانومه راته ویـېـږې
په ډېروهیلوکي ناهیلی ځکه ګومل مي رانه تـللی
نه پوهېږم په دې چاره نصیـبه ته په دې پوهېـږې
دروزګارکښتوپورتوکـړمه بېـل لـه ټاټـوبي خپـل
زړګی یه شتـون مي پـه پـردوکي تـه لا هـوسـېـږې
ظالم مي وران راته وطن کی دسـولي پـه بهانـو
اوس یم ورک له خپله ځایه لا ته راته پخسېږې
پـه هـرویاله چي اوبه تـللي هیله بیا بـه وبهیــږي
الهي تاته مي مخ کړی ته ومـاته ورسېـږې