توپیرونه
21.06.2016 10:22په بڼ کي دملیارپه لاس که ګل نه وي روزلی     
دښتي دی که وي پـه حرم باغ کي غوړېدلی 
ګلـپاڼه به ګل نه کې که وي دا ډېره ښکلې     
ګل لـیـري کـه لــه پـاڼـي دا پـاتـه لــکـه خــلی
هرموچۍ نه کا ګبین که څه الووزي پرګل    
غا لبوزه که موچې وي دائې رنګ دی ځلېدلی
خرو آس به نه سي یو په ظاهـره غـټـواله    
د آس بـڼـه رنګـیـنـه خـر نـه وي داسـي ښـکلی
 
    
