د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ټاکنو د پایلو کیسه په شمیرو کې

عتیق 12.07.2014 11:58

د کابل د "سرچوک" اوازې تل نه یوازې د کابل بلکې د ټول افغانستان د اوسیدونکو خوب تښتوي. افغانان ځکه له دغه ډول اوازو څخه ډاریږي چې وای داسې نه "چې تر څو رښتیا رارسیږي دروغو به کلی وران کړي وي".
د کابل په چوکونو کې نن سبا د ټاکنو د ورستیو پایلو او په ځانګړې توګه پر وروستیو پایلو باندې د څه له پاسه ۸۰۰۰ رای اچونې ځایونو د بیاکتنې د اغیزي په اړه ډول ډول اوازې ګرمي دي. د دې لپاره چې د لوستونکو اندیښنې یو څه راکمې شي غواړم د ۳.۵ میلونه رایو د بیا کتنې اغیزه پر وروستیو پایلو په شمیرو یا ارقامو کې وښیم.

په دویم ځلي ټاکنو کې ټولې بااعتباره رایې ۷.۹ میلونه وې چې په دې کې اشرف غني په سلو کې ۵۶.۴ یا ۴.۴ میلونه رایې او عبدالله په سلو کې ۴۳.۶ یا ۳.۴ میلونه رایې ګټلې وي. د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دواړو خواوو د شکایتونو پر بنسټ ۱۹۳۰ د رایې اچونې ځایونو رایې له سره شمیرلې وې چې په دغو ځایونو کې ټول ټال ۱۰۹۰۲ رایې باطلې شوې وي چې په دې کې په سلو کې څه له پاسه ۵۹ د اشرف غني او څه کم ۴۱ د عبدالله وي.

راځم اوس د ملګرو ملتونو وروستۍ غوښتنې ته چې د اشرف غني ټیم منلې او حکومت او نړیوالې ټولنې یې هرکلی کړی. د دغې غوښتنې له مخې ۸۰۵۰ د رایې اچونې ځایونه باید بیا له سره وکتل شي چې په دې کې ۳.۴ میلونه رایې شاملې دي.

که د رایې اچونې په ۱۹۳۰ ځایونو کې ۱۰۹۰۲ رایې باطلیږي نو په ۸۰۵۰ ځایونو کې به شا او خوا ۴۵۴۷۲ رایې باطلې شي چې که په دې کې د همغې زړې فیصدي پر بنسټ د اشرف غني ۵۹ او عبدالله ۴۱ سلنه وي نو د اشرف غني به ۲۷۰۰۲ رایې او د عبدالله به ۱۸۴۶۹ رایې راکمې شي چې پر فیصدي هیڅ اغیزه نه کوي او همغه زړه په زړه خبره ده.

که بیخې د ځنګل قانون شي او په ۳.۴ میلونو رایو کې ۲.۵ میلونه رایې باطلې شي او په باطلو رایو کې د اشرف غني رایې په سلو کې ۵۹ او د عبدالله ۴۱ فیصده وي د اشرف غني ۳۰۰۱۲۹۸ رایې او د عبدالله ۲۴۴۶۲۲۹ رایې پاتې کیږي یانې د اشرف غني رایې ۵۵٪ او د عبدالله رایې ۴۵٪ کیږي او بیا هم اشرف غني ګټونکي ده.
که ټوله دنیا ورته واوړي او ۲.۵ میلونه رایې باطلې کړي او په دې که د غني ۷۰ فیصده او د عبدالله یوازې ۳۰ فیصده وي بیا هم د غني ۵۰.۳٪ رایې او د عبدالله ۴۹.۷ فیصده رایې کیږي او غني یې ګټي.

کله چې د رایو پایلې ته سړی پام وکړي له بده مرغه ډیره پر قومي لیکو ویشل شوې. اشرف غني د۹۰ فیصده پښتنو ۹۰ فیصده ازبکانو، شااوخوا ۲۳ فیصده هزاروو او ۱۰ فیصده تاجکانو رایه او عبدالله د ۱۰ فیصده پښتنو، ۱۰ فیصده ازبکو، ۷۳ فیصده هزاروو او ۹۰ فیصده تاجکانو رایه ترلاسه کړې ده. که په دې خاوره کې د قومونو فیصدي ته یې هم وغورځوې بې له دې چې سړی رایې وګوري بیایې وګوري او سل ځلې یې وګوري غني يې وړي.

په خوست، پکتیا، زابل او کندهار کې د ولسونو غبرګون دا وښودله چې ولسونه نور له قومندانانو او ټوپکمارنو تنګ راغلي او هیڅ ټیکدار یې پر هیچا نشي پلورلی. که رایو ته یې درناوی وشو نو په دویم ګام کې به ځان د ټالیب (نه طالب) له شره هم خلاص کړي او که نه نو بیا به ټالیب پر قوماندان ښه وګڼي او د خپل ناموس د خوندیتوب لپاره به هیڅ ډول مرسته ورڅخه دریغ نه کړي.

خدای دې هیڅکله دغه ورځ نه راولي او انشاالله هیڅکله به نه راځي. که هر چا هر چا ته رایه ورکړې، اشرف غنی به وتوانیږي چې داسې یو حکومت رامنځته کړي چې ټول ولسونه په کې خپله څیره وویني او دغه حکومت د اګسټ پر دویمه نیټه خپل کار پیلوي.