په پښتنو کې د ښځې د پلورلو نرخ
23.07.2011 21:53په یوه ویبپاڼه کې د ولور په اړه د پکتیکا په ولایت کې د سپینږیرو او عالمانو د اصلاحي شورا د پریکړې په اړه د متونوال په نامه یو کس یو ډیر په زړه پورې رپوټ خپور کړی چې په پکتیکا کې ولور ته د معایر د ټاکلو په اړه دی. له دې نرخ ټاکنې څخه په ننۍ پښتني ټولنه کې د ښځې د حقوقو او ارزښت ريښتنې څیره ډیره ښه ښکاره کیږي. د دغه رپوټ له مخې چې که یو ځوان مخکې واده نه وي کړی باید درې لکه کلدارې، که ښځه یې مړه شوې وي او بل واده کوي څلور لکه کلدارې او چې یوه ښځه یې ژوندی وي او بله ښځه کول غواړي شپږ لکه کلدارې ولور ورکړي.
ښه راځئ داسې فکر اوکړئ چې په یو کلي کې یوه پیغله ژوند کوي. نوم یې زرغونه دی او د ژوند یوازې شپاړس کاله یې تیر کړي هغه هم د څلورو دیوالونو دننه د پلار په کور کې. زرغونې ته بیلابیل ریباران راځي. خرټی ۲۰ کلن ځوان دی، پلار یې په کلی کې خټګر دی او د ټول کور ورځنی عاید یې ۵۰۰ افغانۍ دی چې د میاشتي په اخیر کې یې په کور کې لس روپۍ هم نه پاتې کیږي. پلار یې غواړي چې زرغونه ورته وکړي ولې د درې لکو روپیو وس نه لري. بل خمنډک دی چې په دوبۍ کې ۱۵ کاله کیږي چې مزدوري کوي لومړۍ ښځه یې د سل (تبرکلوز) ناروغۍ له امله مړه شوې او شپږ تنه بچیان ترې پاتي شوي دي او مشر زوی یې ۱۳ کلن دی. خمنډک غواړي چې له زرغونې سره واده وکړي وایې چې ځه خو په دوبۍ کې به یو دوه کاله زیات تیر کړي او که بیا یې هم څلور لکه کلدارې پوره نه کړې نو یو څه به پور کړي ولې ژوند خو به یې جوړ شي. بل قوماندان غورځنګ دی، شل تنه وسله وال کسان لري او د ولسوالۍ په لار کې د پاټک مسؤلیت پرغاړه لري. غورځنګ ډیر عاید لري خو دوه ښځې او ۱۵ تنه بچیان لري او خپلو وسله والو کسانو ته له تنخا ورکولو وروسته ډیر څه نه ورته پاتیکیږي ولې له زرغونې سره د واده لپاره تیار دی چې په هر غټ موټر ۵۰ روپۍ اضافه مالیه ولګوي او په دې توګه ۶ لکه روپۍ برابرې کړي.
په دې ټولو سیناریوګانو کې چې د پښتني ټولنې د ژوند تریخ حقیقتونه منعکسوي د زرغونې د ژوند، ارزښت او حق په اړه تاسې قضاوت وکړئ. زرغونه ۳ لکه، ۴ لکه او ۶ لکه ارزښت لري ولې دا تر دې پورې اړه لري چې پیریدونکی یې څوک دی. خرټی خو ډیر کم چانس لري، که خمنډک وکړه نو زرغونه به د هغه شپږ اولادونه لویوي او د ده د رخصتیو په وخت کې به د ده خدمت کوي. که قوماندان صاحب وکړه نو د دوو زړو ښځو بن او د هغوی د پنځلسو بچیانو میره به وي.
زموږ په پښتني ټولنه کې که پر زرغونې نرخ ټاکل کیږي او د ولور په نامه د یو څو پیسو په مقابل کې پلور کیږي کوم بیغیرته کار نه بلل کیږي ولې که زرغونه ښوونځي ته ځي د دې د کورنۍ لپاره د شرم ځای دی او کلیوال یې پلار بې غیرته بولي. زموږ د غیرت او بې غیرتی تعریف هم عجیبه دی.
لنډه دا چې په میلونونو زرغونې د څلورو خړو او سپیرو دیوالونو دننه پیدا شي، پیغلي شي، میندي شي، بالاخره زړې او مړي شي او تر خړو خاورو لاندې شي. خدای خبر چې کله به دوی د خپل شرعي او انساني حق حقدارې شي ولې موږ پښتانه به خدای پاک د دوی په حق کې د ستر ظلم په جرم هرو مرو نیسي، د دوی به لاس او زموږ به ګریوان وي، که په دې دنیا کې نه وي بله خو شته.

