ولسمشر ورک شو او که ورکه لار یې ومونده
02.10.2011 11:42کله نا کله د ولسمشر کرزي پر حال د سړي زړه وسوځي ځکه داسې ښکاري چې د یو زړه سوانده انسان په توګه یې پر اوږو دروند ایښودل شوي بار ذهنی انډول له منځه وړی. په وړه خبره ډیر په غوسه کیږي او یا په وړه خبره ډیر خوشحالیږي، که چا د زور خبره ورته وکړه په زړه یې د ډار یو عجیبه څپه راځي او که کوم چا بیا ډاډ ورکړ بیایې زړه ته په ټینګه غورځیږي چې له افغانستان څخه قدرتمن هیواد په سیمه کې نشته او هر چا ته غاښ ماتونکی ځواب ورکولی شي.
د رباني مرګ په دې وروستیو کې د کرزي پر زړه د ویرې څپه خپره کړې او په دې ویره کې یې هر ګام پورته کول تر خطره ډک دی ځکه چې د یو ۳۰ میلونو وګړو هیواد ولسمشر نه شي کولای چې ټولې پریکړي د احساساتو او ویرې پر بنسټ تر سره کړي. د ربانې پر مړینه د درې ورځي ملي ماتم اعلانول یې تر ټولو ستره تیروتنه وه او یو له اعتباره او واکه غورځیدلي سپینږیري ته یې له مړینې وروسته نامشروع مشروعیت ورکړ. ستاسې دې په یاد وې چې که همدا حالت وي تاسې به سبا د دوستم په مړینه هم لږ تر لږه یوه ورځ د ماتم په ګدۍ کینوي، د خلیلي په مړینه به هم ملي ماتم وي او داسې نور. په دې خاوره کې هره ورځ په لسګونو کسان مري، نه یې پر سر څوک ماتم کوي او نه یې څوک د مړینې پوښتنه کوي. دلته د یو افغان قیمت سل زره افغانۍ ټاکل شوی چې هغه هم اکثراً د دې پر ځای چې د وژل شوي کورنۍ ته ورکړل شي په کابل کې د ناستو رشتو خورو خیټې ته غورځيږي.
د ربانې له مړینې تر نن ورځې پورې کرزی داسې کارونه کوي چې ګواکې جمعیتیانو ته د ځان صفایي کوي چې د ربانې په وژنه کې د ده لاس نشته. که ولسمشر ته چا سپینه خبر ونه کړه او سر یې ور خلاص نه کړي ډیر ژر به د پاکستان پر وړاندې د رباني د انتقام اخیستلو لپاره جګړه اعلان کړي.
د افغانستان له چپړاسي تر موچي او د شپږم ټولګي زده کوونکي څخه د پوهنتون تر استاده ټول پر دې پوه دي چې افغانستان له کوم وضعیته تیریږي په هغه کې د پاکستان ستر لاس دی. خو ولسمشر یې کله ورور، کله دوست او کله بیا سرسخته دښمن ګني. د ربانې تر مړینې وروسته ولسمشر پرون اعلان وکړ چې نور له طالبانو سره خبرې نه کوي او مخامخ له پاکستان سره خبرې کوي.
ولسمشر دا نه ده روښانه کړې چې له پاکستان سره په کوم شرایطو غږیږي. د پاکستان شرطونه او موقف خو ډیر روښانه دی او خپل موقف یې په ټینګه ساتلی دی. پاکستان غواړي چې افغانستان باید هیڅکله داسې اردو او پوځ ونه لري چې پاکستان ته ګواښ شي، ځینې د کابینې غړي او پولې ته څیرمه ولایتونو والیان باید له راولپینډۍ نه لارښونه واخلي، د افغانستان بهرنۍ تګلاره باید د دوی تر خوښې او تایید وروسته د تطبیق وړ وي او بالاخره افغانستان باید د پاکستاني بې کیفیته موادو د خرڅلاو مارکیټ وي. که کرزی غواړي چې دغه شرایط ومني، خبرو ته هیڅ اړتیا نه شته، لاړ دې شي اسلام اباد کې دې د سعودي د چارواکو او د مکې د امام په موجودیت کې دغه شرطنامه لاسلیک کړي او بیا دې راسې خپلې خانۍ ته دې ادامه ورکړي. د دې شرطنامې له لاسلیک کولو وروسته به طالب څوک په دوربین کې هم پیدا نه کړي، پاکستان او سعودیان به موږ د یو اسلامي هیواد په توګه وپیژني او موږ به د غلام تر غلامۍ لاندې د تش په نامه اسلام په زولنو کې بند په نسبي سوله کې د اخرت ګټلو لپاره ژوند وکړو.
خو که کرزی رښتیا غواړي چې افغانستان خپلواک وي، نو بیا اول باید پخواني جنګسالاران دومره کمزوري کړي چې څوک یې تیز ته هم ونه خاندی او په مړینه یې د ماتم پر ځای د ملي خوښي فضا خوره وي او بیا د طالب په نامه وحشي لوپران داسې وڅپي چې بیا هیڅ پلار دې ته زړه ښه نه کړي چې خپل زوی پاکستان ته مدرسې ته ولیږي. که نه نو خپلواکۍ او پرمختګ به یوازې یو خوب وي او بس. دا دواړه ډیر مشکل دي ولې هیڅکله ناممکن دي.

