په کړکیچ کې د فرصتونو لټون
10.12.2011 12:57د ناټو پر توکو د پاکستان له لږیدلي بندیز څخه افغانستان ښه ګټه پورته کولای شي، که مشران یې با تدبیره وي او ملي ګټې تر هرڅه زیات لومړیتوب ولري.
افغانستان تر بل هر هیواده ډیر له پاکستان څخه راواریدیدونکو توکو او له پاکستانه تیرې شوې ترانزیټي لارې باندي متکي دی او دغه تکیه تل د دې لامل شوې چې افغانستان له پاکستان سره په دوه اړخیزو اړیکو کې کمزوری موقف ولري. که څه هم له پاکستان څخه ځینې راوریدیدونکې توکي تر بل هر ځایه ارزانه تمامیږي، ولې ناممکنه نه ده چې بدیلې لارې یې وموندل شي او پر پاکستان تکیه کمه شي.
امریکا، که څه هم ورته ګرانه تمامیږي، کولای شي خپل د اړتیا وړ شیان له نورو لارو راوړي او دې ته یې زړه ښه کړی چې د افغانستان د شمالي ګاونډیانو له لارې راغلیو ترانزیټي لارو ته وده ورکړي. افغانستان باید له دوی سره د داسې پروژو په پلي کولو کار وکړي چې له دغو ترانزیټي لارو سره د هیواد د ټولو برخو په نښلولو کې اغیزمنې ثابتې شي.
تر ټولو مهمه دا ده چې افغانستان باید په خپل کور کې د هغو کرنیزو توکو ودې ته پراختیا ورکړي چې له پاکستان څخه راواریدیږي او خپلو هغو کرنیزو توکو ته د بدیلو مارکیټونو په لټه کې شي چې پاکستان ته یې صادروي. دا اسانه کار نه دی، ولې ناممکن نه دی.
وړاندې له دې چې د بهرنیو مرستو ویالې وچې شي، افغانستان باید له دغو مرستو څخه د کرنې سیکتور په وده کې کار واخلي او ترانسپورټي سیکتور له اوسني عصر سره برابر کړي. که نه نو افغانستان ته به ډیره سخته وي چې له یو لوري پرې بهرنۍ مرستې وچې شي او له بل لوري د خپل ناولي ګاونډي پر مرستو متکي وي.
پر پاکستان د تکیې له راکمولو سره له بده مرغه له پولې پورې پښتانه، چې ډیری یې په ترانسپورټ کې مصروف دي، اغیزمن کیږي. ولې افغانستان له داسې پاکستان سره چې په حقیقت کې د ای ایس ای له خوا اداره کیږي نشي کولای چې په یوه لار لاړ شي او دومره وس نه لري چې د پولې اخوا پاکستاني پښتنو غم هم وخوري. نو د همدې له پاره اړ دی چې د خپل ولس د خوندیتوب لپاره هر هغه څه وکړي چې په وس یې پوره وي.
د پاکستان او امریکې تر منځ روان کړکیچ کې افغانستان باید دا ګټه پورته کړي چې امریکا پر پاکستان د تکیې راکمولو لپاره څه کوي له هغو نه وغواړي چې دغه کار په داسې ډول ترسره کړي چې افغانستان ته یې اوږدمهاله ګټې پاتې شي که هغه د نویوو لارو جوړولو یا د ریل ګاډي د پټلي غځول وي. په دې سره په اوږدمهال کې پر پاکستان د افغانستان تکیه راکمه شي او په دواړخیزو تعاملاتو کې به یې موقف قوي شي.

