پیران یې په مزو او مریدان یې په غمو کې
19.04.2013 14:22د پیر لور ویلې چې ٫زه په امریکا کې موټر چلووم ولې دلته کابل کې ډیره ګډوډي او بیروبار دی ځکه موتر نه چلووم.٬ شین ګل خاټول ته وویل چې ٫د پیر لور په امریکا کې په خپله موتر چلوي.٬ خاټول ورته وویل چې ٫دا څه چټیات وایې خوله به دې کږه شي ټکه به را باندې راوغورځیږي.٬
دا کومه افسانه نه بلکې زموږ د ټولنې د تضاداتو او ګډوډیو یوه ښه نمونه ده. طبعیت هم کله نا کله د انسانانو له برخلیک سره عجیبې لوبې کوي. ځینې وګړي د بشري تکامل په بهیر کې دومره وروسته پاتې کوي چې ۲۱مه پیړۍ کې هم په پټو سترګو د هر کس او نا کس لمن نیسي او پر قدم یې قدم ګدي.
یوه شپه د دې خاورې د یو مشهور پیر، جهادی رهبر او روحاني شخصیت لور د یو خصوصي تلویزیون میلمنه وه. د پروګرام کوربه ترې ډول ډول پوښتنې کولې یوه یې هم د موټر چلونې په اړه وه، د پیر لور پر ډیر ویاړ ورته وویلي چې د موټر چلولو جواز یې په امریکا کې اخیستی او هلته یې موټر چلولو ولې په کابل کې یې نه چلوي.
دا کومه ستره ګناه نه ده، ښځه هم حق لي چې موټر وچلوي او د ژوند په ټولو اړخونو کې مثبت نقش ولوبوي ولې سړی دا خبره ځوروي چې همدې کورنۍ له پیړیو پیړیو راهیسې د دې خاورې ډیر وګړي په داسې تیارو کې ساتلي چې د باور وړ نه ده. که د همدې پیر او رهبر مریدانو ته ووایې چې د پیر لوڼه هم ماشأالله ټولې تحصیل یافته دې، لوړې زده کړې یې کړي او په ټولنه کې خورا فعال نقش لوبوي؛ تاسو هم باید پر خپلو لوڼو سبق ووایی. سملاسي به مو ګریوان ته لاس در واچوي چې کافر شوی یې، خدای به دې خوله کږه کړي، ټکه به راباندې راوغورځیږي.
اخیر پیر ولې خپل مریدان په تیاره کې ساتي، خپله د ژوند له ټولو خوږو خوند اخلي او نور د خرتوب او غلامۍ پر ځنیځیرونو تړي. خپلې لوڼه او لمسیانې یې په امریکا او کاناډا کې زده کړې کوي او خپلو مریدانو ته دومره هم نه وایي چې پر خپلو لوڼو لږ تر لږه لومړنۍ زده کړې وکړي. خپله ۲۴ ساعته د شرابو په نشه کې غرق وي او پر خپلو مریدانو یې داسې جادو کړی چې د دوی ناولې میتیازې هم ورته مقدسې ښکاري. که نه یې منئ په واشنګټن او شهر نو کې پراته پیران او په زابل او پکتیکا کې استوګن مریدان سره پرتله کړئ.
د پیر خو ټوله ګټه په همدې کې نښتي ولي د ده د مریدانو د لیونتوب لامل څه دی؟ پیر یې یوه نمونه ده، د دې خاوري د هر رهبر او هر مشر لوڼه او زامن په اروپایي، امریکایي او عربي هیوادونو کې زده کړې کوي او د عیش او عشرت ژوند تیروي ولې له موږ نه یې پسونه جوړ کړي اود جهاد، د غیرت، د ژبې او یا د قوم په نامه مو د ښکرورو پسونو په څیر جنګوي.
دوه تابعیته ډیموکراتان مو په اروپا او امریکا او د اسلام ټیکداران مو په اسلام اباد او قطر کې عیش او عشرت کوي او زه او ته د مذهب، ژبې، حزب او قوم په نامه یو بل سره خورو. دوی ملامته دي او که زه او ته؟

