د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د کابل با انصافه غله!

سجادالله محمود 06.05.2014 16:07

فکر کوم چې افغانستان یواځنی هیواد دی چې د هیواد او نړی د سیاست سربیره داسی خبری داسی ناستی او داسی کیسی او پیښی پکی کیږی چې ورته حیران شو ، داسی حیران شو چې ورته ځواب هم نه لرو !!!
خپل نژدی ملګری ایمل سایر چې د داسی مثبت صفتونو خاوند دی چې په نړی کې ما د کمو انسانانو په وجود کې لیدلی دی ..... له ورځ ورسته می ولید، کله خفه شی او کله له خندا شین شی.... داسی راته ښکاری چې د ویلو لپاره ډیر څه لری ولی راته یه نه وایې؟ خو خیر د وخت په تیریدو راته په خندا وایی : د موتړ پلیټ چا رانه پټ کړی دی، ما ورته وویل نو د خندا خبره پکی څه ده؟؟؟؟؟
ایمل وایی : د کابل په قلعه فتح الله سیمه کې موتړ می د خپل دفتر مخی ته درولی وه او شپه تیریږی سهار چې غواړم چې ولاړ شم ګورم چې موتړ می پر ځای وه ولی د موتړ پلیټونه می نشته ، په کتلو یه حیران شوم! ما په زړه کې تیر شو چې ما خو موتړ په سم ځای کې ولاړ دی نو ولی ترافیکو می پلیټونه وړی دی ...خو خیر چې ترافیکو ته ورغلم هغوی راته ځواب راکړ چې له مونږ سره نشته، بیرته راغلم خپل موتړ خواته ګورم چې موتړ په ښیښه کې یو شمیره چا لیکلی ده او پکی لیکل شوی دی ( زنگ بزن) ما ویل چې دا لیونی څوک دی خو خیر ما ورته زنګ ووهلو ، پرتله له دمی سړی ټیلفون ته ځواب ورکړ او راته وایی وروره د موتړ ماډل دی وایه ما ورته وویل چې وروره ستا شمیره زما پر موتړ لیکل شوی ده خیرت خو به وی ... هغه وایی وخت نلرم د موتړ ماډل راته وایی او د موتړ پلیټ نمبر دی ؟ ما ورته معلومات ورکړل راته وویل چې وروره 1500 ډالره راکړه پلیټونه دی واخله ، عجیبه دا ګوره چې ماته د مثنی پلیټ اخیستل ټوله پروسه هم په بشپړ ډول تشریح کړه.... او ټولی هغه برخی چې په رشتیا هم ددغی پروسی لپاره تر سره کیږی. ما هم د نورو افغانانو په شان لږ د غم نه ډکې خبری وکړی راته وویل : چې د خبرو نه ښه سړی ښکاری خیر دی 1000 ډالره راکړه، ولی بیا هم خبری ته ونه رسیدلو ما ورته وویل : چې وروره لږ ګزاره وکړه راته وایی چې غرمی درته زنګ وهم .غرمه په ډیر سختیو راورسیده ، د ژمنی سره سم راته بیا زنګ ووهلو او راته وویل : چې ګرانه اخرنی خبره 800 ډالره او دا هم راته وایی چې اوس خوشحاله یه ، ما ورته ډیر په قهر وویل چې داسی راته وایی چې موتړ ستا وی؟؟؟ .... خو ما ورته وویل چې زه ډیری ستونزی لرم لږ ښه شه.... خو خیر خبره 300 ډالرو ته راټیټه شوه ، ولی ما ته دا هم ډیره زیاته وه ، خیر د کابل د غلو انصاف ته ګوره چې په 9 زره افغانیو مو خبره خلاصه کړه. له دی چې مخکی د پیسو خبره خلاصه کړم پولیسو او ترافیکو ته می ټوله قصه وکړه هغوی راته په ډیره آسانی وایی چې خیر دی ورروه پیسی کمی دی ور یه کړه ولی ځان ته دومره ستونزه ګوری!!!!!
د 9 زرو افغانیو د ورکړی سره سم هغه با انصافه غل راته وایی چې وروره زه یو نوم درکوم پیسی پاکستان ته حواله کړه او له هغه ورسته به زه ستا پیلټونه درکړم ما ورته وویل چې وروره پوه نشم پاکستان ته یه حواله کړم!!!!!!! هغه راته وویل چې بلی وروره ما ورته وویل چې سمه ده. پاکستان ته پیسی واستولی نو له هغه ورسته ما ته دغه با انصافه غل زنګ ووهلو چې پیسی ورسیدلی کار به دی وشی.... په سبا شپه راته زنګ ووهلو چې وروره د دفتر نه څو کوڅی وړاندی د یو کور مخکی ستا د موتړ پلیټ په توره خلته (پلاستیک ) کې پراته دی وایخله ..... کله چې سمیی ته نژدی شوم نو بیا یه زنګ ووهلو چې وروره خیال کوه د بل چا پلیټ له ځان سره یونیسی د بل چا د موتړ پلیټ هم هلته پورته دی؟ رشتیا ګورم چې د یو بل افغان وروره هم د موتړ پلیټ پورت دی هغه هم واخیست له هغه سره هم زما دغه کیسه شوی وه چې له ما سره شوی وه. دا با انصافه غل بیا هم غل دی او د یو جرم تر سره کولو چاری پر مخ وړی او انصاف بل څه ندی دادی چې دوی غلا په ړڼو سترګو کوی. حضرت محمد رسول الله وایی : چې الله پاک انسان ته په دنیا کې د دوه اعمالو جزا په دنیا کې ورکوی یو دا چې څوک خپل مور او پلار ودردوی او بل هغه څوک چې د غلا او رشوتونو او په ناسمو لارو مالداره شی. په درنښت