انګلستان: د پاکستان دښمن زمونږ دښمن دی!
03.07.2013 16:24د انګلستان لومړی وزیر ډیویډ کمیرون د چنګاښ میاشتې په اتمه نیټه د ناڅاپي سفر په ترڅ کې افغانستان ته راغلی. که څه هم په رسنیو کې د نوموړي د سفر په اړه خبرې روانې وې. کمیرون په هلمند ولایت کې د خپلو سرتیرو له لیدلو ورسته کابل ته ولاړ له ولسمشر حامد کرزي سره د یوې خبري غونډې په ترڅ کې ښکاره شو او په څو مهمو موضوعاتو لکه له پاکستان سره د افغانستان پر اړيکو ، د امریکا او افغانستان ترمنځ په امنیتی تړون، د افغانستان د سولې د پروسې او نورو مسایلو یې خبرې وکړې.
سربیره پردې د بریتانیا لومړي وزیر، له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د بریتانیا په رول، په افغانستان کې له طالبانو څخه د خلکو ملاتړ، ولسمشریزې ټاکنې، په راتلونکې کې په لندن کې د وزیرانو د غونډې پرجوړلو او نورو مسایلو هم وغږیده.
په غونډه کې ولسمشر حامد کرزي په هیواد کې د پاکستان او ځینو نورو هیوادونو له لوري د ملک الطوایفي حکومت جوړول ، د رڼو ټاکنو تر سره کیدل او په یو شمیر نورو مسایلو ته هم اشاره وکړه، خو ولسمشر د پخوا په پرتله داځل د شف شف پر ځای شفتالو وویل او پاکستان یې په مستقیم ډول په افغانستان کې په لاس وهنې تورن کړ.
ښاغلي حامد کرزي وویل چې، په افغانستان کې د ملک الطوايفي نظام د رامنځته کولو لپاره، له تیرو شپږو مياشتو راپدېخوا هڅې روانې دي ، اوله پاکستان څخه مو هم داسې اوازې اورېدلې، چې په دې برخه کې جدي هڅې کوي؛ نه پوهیږم، چې په دې برخه کې به د پاکستان ګټه څه وي؟ دغه هڅې مې اورېدلې، د ناستو په اړه يې هم معلومات لرم، خو بايد دا ووايم، چې دغه بې ځايه هڅې دي او کوم ځاى نه نيسي، او له بلې خوا ملک الطوایفي نظام د افغانستان په پرتله پاکستان ته ډېر زيانمن دی."
د انګلستان لومړی وزیر ډیویډ کمیرون له کابل نه بې هیلې پاکستان ته روان شو ، په داسی حال چې نوموړي غوښتل چې زمونږ د ګران هیواد او پاکستان تر مینځ ترینګلې اړیکې سمې کړي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې هغه مهال خړې پړې شوې چې پاکستان د ننګرهار ولایت د ګوشتې ولسوالۍ په اړونده سیمه کې، پوځي تاسیسات جوړکړل چې د دغو تاسیساتو پرسر د افغان سرحدي پولیسو او پاکستانیو ملیشو ترمنځ په نښتنه کې یو افغان سرحدي پولیس شهید شو، خو پاکستان نړۍ ته په پرله پسې ډول ددې برید د نه ترسره کولو خبره کوله.
په اسلام آباد کې د انګلستان لومړی وزیر ډیویډکامرون، د دغه هیواد له لومړي وزیر نواز شریف سره د یوې خبرې غونډې په ترڅ کې ښکاره شو چې د افغانستان په اړه یې خبرې کولې، او په افغانستان کې یې د باثباته حکومت په رامنځته کولو ټینګار کاوه.
د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف، کیمرون ته د ترهګرۍ په وړاندې د خپلو کړنو او همداراز زیانونو په اړه بشپړ راپور وړاندې کړ، خو دایې هم وویل چې پاکستان د دې قربانۍ سربیره ، بیاهم په افغانستان کې د سولې د پروسې ملاتړ کوي او په دې اړه هرډول مرستو ته چمتو دي.
د بریتانیا لومړي وزیر ډیویډکیمرون همداراز په خپلو خبرو کې، د پاکستان دښمن خپل دښمن وګڼلو، د نوموړي د خبرو په دوام داسې انګیرنه کیږي چې افغانستان ډیر کورني او بهرني دښمنان لري چې ټولو ته په ډاګه دي، او د کیمرون د خبرو هم داسې ښکاري، چې انګلستان هم د پاکستان په شان نه غواړي چې په افغانستان کې یو با ثباته حکومت رامنځته شي.
دغو دواړو هیوادونه په افغانستان کې د بې ثباتۍ او لاس وهنې ښې بیلګې لري، لکه د ډیورند جنجالي مسله، په افغانستان د شوروي اتحاد یرغل، د مجاهدینو واکمني ، د طالبانو ظهور او بیا له واکه لري کول،د نشه یي توکو کار او بار او نورې ناخوالې چې تراوسه افغان مظلوم ولس ورسره لاس او ګریوان دی چې د دغو ناخوالو له منځه وړل ، افغان حکومت ته یوه ستونزمنه مسله ده.
د یادونې وړده چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې، په دې وخت کې د انګلستان حکومت هڅې پیل کړې ترڅو دغه اړیکې ښې شي .
له بلې خوا ، د لندن کنفرانس ، د اسلام اباد کنفرانس ، او یوشمېر نورې ورته غونډې چې د انګلستان په مشرۍ جوړې شوې دي او په دغو غونډو کې د نورو مسایلو سربیره د افغانستان او پاکستان په اړیکو هم خبرې شوې دي خو د لږ ځنډ وروسته دغه اړیکې بیرته خرابې شوې دي، دلیل یې دادی چې انګلستان د تل په څیر د افغانستان سره د مور او میرې چلند کړی او د پاکستان ګټې یې په پام کې نیولي او لومړیتوب یې ورکړی دی ، او دلیل یې هم دادی چې، په منځنۍ اسیا کې پاکستان یواځنی ملک دی چې د انګلستان هر، ډول ته نڅا کوي او هر امر ته یې لاس په نامه ولاړ دی.
بناء افغان حکومت ته پکار ده چې، د بهرنیانو په تمه پاتې نه شي او د هیواد د سولې او پرمختګ لپاره هڅې ګړندۍ کړي او دا فکر هم ونکړي چې بهرنیان به کله هم دافغانستان دګټو لپاره کار وکړي. همداراز د ا فغان حکومت مخالف اپوزیسیون هم باید دا فکر وکړي چې دوی دی چې افغانستان په ابادۍ او ودانۍ کې رول لوبولی شي .