د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ژوند راته ۲۰ کلدارو تباه کړ !

سجادالله محمود 21.08.2013 14:03

له ملګرو سره د ګران افغانستان د ښکلو سیمو څخه یوی سیمی ته تللي وم ،ددی لپاره چې د ‎ژوندانه د شوغلتیا لږ وخت ښه تیر شي ، دا سیمه ډیر ښکلي او په زړه پوری وه ښکلی اوبی ، تازه میوی چې زه یه د خپل کنجوسی له مخی په خپل راسته جیب کې ساتم او کله چې د نورو ملګری یه وخوری بیا یه زه پټ له جیب ته راوباسم او هغوی ته ښکاره کړم ولی ورکولو زړه نه کوم. داسی ښکلی خلک چې: « میلمه ستړې مه شی ، پخیر راغلی ، زمونږ میلمه شی! خامخا راشی که نور څه نه وی میوه خو درشو کولای .....» او ورته خبری چې افغانانو نه یه تمه کیږی. ماښام شو ډیره خوشحاله شو چې ځینی نور ملګری هم راغلل، له ډیرو کلونو ورسته می ولیدل، ډیره زیات په لیدو د ارمتیا احساس وکړ. وخت ډیر ښه روان وه ، ډوډی می وخوړله او کوربه ډیر له حده په زحمت شوی وه.
شپه لږ شاتنی نوره هم تیاره شوه زما او د زما د ملګرو او د ډیرو افغانان په څير چې پر وخت نه تیریږی نو د ساعت د تیرو لپاره سیاسی بحث کوي ، که څه هم دغه سیاسی بحث کومی پایلی ته نه رسیږی ، یو به د حکومت ملاتړی وی ، بل به د حزب اسلامی یو بل د طالب او بل به بیخی ځان د افغانستان نه بولی او پر ځان شرمیږی چې افغان دی. دا نه چې دغه بحثونه د لوستو خلکو تر منیځ ترسره کیږی نالوستی کسان چې په افغانستان د کافی تجربو خاوندان دی دوی هم بحث کوی او له خپلی هغه خبری نه تیږی کوم چې دوی ته ښه ښکاره شوﺉ وي، که هغه د طالب وی او که چیری د بل چا!!!! مونږ هم خبری پری دی تودی شوی چې کرزی د پښتونو لپاره کار ونه کړ او کرزی یو لامل وه چې پښتانه له منیځه ولاړ؟؟؟ ملګرو هم بیلا بیل اندونه ول یو پکی وویل چې : کرزی ملامته نه دی بدبخته مونږ یو چې د خپلی پایلی نه ګورو هغه وویل که طالب دی نو ګورو به چې پښتون وژنی ! طالب دی ته فکر نه کوی چې زه څوک وژنم ، دولت هم پښتون وژنی او هغه پښتون چې دغه پښتون وژنی هغه هم فکر نه کوی چې څوک وژنی ، د حزب اسلامی مشران چې خلکو ورته سترګې په لاره دی ، ددغه حزب په یوه مرکه کې وویلی دی: ( چې مونږ په راتلونکو ټاکنو کې د عبدالله عبدالله له مشری نه ملاتړ اعلان کولو ددی لپاره چې هغه ژمنه کړه چې په کابل کې د حزب اسلامی مشر ارغندیوال به د لومړی مرستیال( معاون) په توګه وټاکې دوی فکر نه کوی چې دوی له چا سره یو ځای کیږی هغه رشتیا خبره ده چې سیاست مور او پلار نه لری ولی یو یو موخه لری ولی په افغانستان دغه موخه د ځان ده او بس .... ملګری می ډیر احساستی شول او وویل چې اوس مونږ یواځای الله نه غوښتنه کوو چې پښتانو ته هدایت وکړی چې دوی سره یو ځای شی او د هغه کړیو ناسمو کارونه مخنیوی وکړی چې د دوی لپاره دام کیږدی.
شپه نوره تیاره شوه پام می شو چې د میلمونو له خونې نه بیرون یو غږ راغی : « زما ژوند دی واخیست ای ظالمه ، ولی دی داسی وکړ ، خندا هاهاهاهاهاهاهاهاها ، الله .....بیا په ژړا کې خندا! بیا ورته ټکې تکرار کول » حیران شوم سره له دی زمونږ بحث ښه ګرم وه، ما له کوربه نه پوښتنه وکړه چې څوک وه هغه کس ؟
هغه راته وویل چې څه یه کوی یو لیونی دی ؟ ما په ورته وویل چې لیونی خو داسی خبری نشی کولای هغه خو ډیری عجیبی خبری کوي !! «ځواب می تر لاسه کړ چې که چیری ډیر شوق دی وی نو سبا ته به یه ووینی»
ما هم نه غوښتل چې د ملګرو خبرو تر منیځ کې خنډ شم نو ورته وویل چې ګوره سبا ته به یه راباندی وینی؟ « سمه ده زړه ګیه»
شپه مو جوړوله هسی می پر زړ می تیر شو چې ولی زه دومره د هغه سړی لپاره فکر کوم چې خلک ورته لیونی وایی، سره له دی چې افغانستان له ورته کسانو نه ډک دی ..... شپه راباندی تیره شوه خو چې سهار شو.
کوربه راغی ما ورته وویل چې ما له هغه سړی سره مخ کړه ( یاره چای به وکړو بیا به ولاړ شو.......)
ملګریه ژمنه دی څنګه شوه ؟ « سمه ده، ملګرو زه دا لیونی سجاد هغه لیونی ته وړم چې داوړه سره مرکه وکړی او زړه یه یخ شی» د خونی له یوی خوا نه ملګری غږ راغی : سجاد لیونی خو نشوی دا کلیوال به څه وایی : ( هکله وار درباندی ونه کړی) بل ملګری راته په خندا وویل.
له لږ ځنډ ورسته هغه سړی ته ورسیدم ګورم دغه سړی حالت ډیر خراب دی ویښتان یه ګډوډ دی ، پښی یه لوڅې ، او جامی یه هم شکیدلی ، یو بوری ورسره دی چې یو اندازه شیان پکی او د یوی ونی لاندی ناست دی او هغه ټکې به بیا تکرار تکراول کوم چې ما د شپی اوریدل :« زما ژوند دی واخیست ای ظالمه ، ولی دی داسی وکړ ، خندا هاهاهاهاهاهاهاهاها ، الله بیا په ژړا کې خندا! بیا ورته ټکې تکرار کول » جالبه خبره دا وه چې نوموړی سره د یو ځوان انځور وه دا ځوان به داسی ۲۵ کلن ښکاره کیده.
مرکه مو پیل شوه :
سلام کاکا! (د هغه چپه خوله او ډیر عجیبه کتل زه اړ کړم چې له هغه سره نژدی کینم).
کاکا ددی کلی یه ؟ (بیا می هم کوم ځواب تر لاسه نه کړ).
.
.
.
.
.

له لنډی مرکې نه ناڅاپی می انځور ته لاس کړ کوم چې ددی سړی سره وه ، په خندا شو او یو نازکه غږ راته وویل چې دا زما زوی دی ، ډیر ښه هلک دی اوس می ورته ـــــ لور کوژده کړه او واده یه هم نژدی دی پخیر.
ما ورته وویل چې مونږ به واده ته یه غواړی ( بیا هم کوم ځواب می تر لاسه نه کړ داسی راته معلومه شوه چې د هغه سړی لولیتا له ما سره ونه شوه).
کاکا جانه کله یه واده دی؟
سړی غلی شوه ورته وخت کې زما سره ناست ملګری ته ټیلفون راغلی او هغه ما نه لری ولاړ. دغه سړی نور ژړا ته شروعه کړه او په دیر درد ناکه غږ یه وویل: ( صادق جان زما یواځنی زوی وه ، هغه سره ټول خوشحاله وه ، په امتحان کې(موخه یه کانکور وه ) بریالی شوی هم وه : د صادق جان حکایت یه وکړ : «پلاره که چیری زه په مساپری ولاړ شم تاسی به چاته پریږدم» اوس زما څوک دی ، اخر لاړی؟..... له لنډی مودی راته وویل« زما زوی کلی نه کابل ته ولاړ او بیرته د راسنیدو په وخت کې له موتړ نه یه کوز کړ او ورته یه ویل چې ته اربکی یه او هغه یه ووژلو» ما ته یه خبر راغلی ګورم چې کلی یه پولیس او نور کسان راغلی دی د هغه د جیب سامان ، او ورسره د پوهنتون ته د تللو اسنادونه راکړل ...........او پټی ستړګی زوی راته وسپارلو ......
ژړا وه او بس له دغه سړی نه روانه وه ، له دغه سره د مرکې نور وس می نه درلود هغه ملګری سره را روان شوم او ډیر خفه شوم او نور می د لاسه هم څه کیدل!!!
د کور په لور په لاره وه چې د صادق جان تره پر مخ راغی او هغه د خپل وروره په لټه کې وه نو زما له ملګری نه یه پوښتنه وکړه چی چیرته دی د صادق پلار ملګری ورته وویل: چې د توت ونی لاندی دی هغه وویل :چې سمه ده زه به ورشم ملګری د خولی می ووتل چی د صادق پلار نور هم خراب شوی دی ، هغه وویل چې د هغه ټوله دنیا صادق وه نو اوس چاته ژوند وکړی « خبرو می پری ودرولولی ما ته وویل چې څنګه » ؟
د صادق تره وویل: «چې زما وروره یو زوی درلود او هغه صادق وه ډیر ښه ژوند وه زما ورور زما په پرتله په خبرو کې تکړه او هوښیار سړی وه ولی کله نه چې زوی مړ شو نو هغه هم مړ دی د صادق مور چې د هغه ځوانیمرګ د څیری له لیدولو مخکی ستړکی د تل لپاره پتی کړی یواځی د خپل زوی د مرګ په خبر هغه فانی دنیا ته مخه ) زما ورور د صادق جان په لیدو داسی شو چې تاسی یه وینی»
بیرته مې زړه تنګ شو د صادق جان تره ته می وویل چې ته خپل ورور خواته ځی هغه وویل چې بلی !
زه ورسره روان شوم « ورور د خپلو د ورور د بیولو لپاره هغه ته ډاډ ورکولو ـــــ جانه! بیا صادق خفه کیږی چې پلار می چای نه څکې زه چې ځو» صادق پلار ناڅاپی ودرید سمه ده وروره یو خو تاسی !!!!!! ډیر په خندا شو او ما ته یه مخه کړه چې ته خو به د صادق میلمه نه یه ؟ ورور یه ځواب ورکړ چې شپه له مونږ سره وه او اوس روان دی دوی خپلی کلی ته »
ملیمونو پخیر ولاړ شی؟
د صادق تره وویل چې زما وراره د ۲۷ کالو وه او طالب راته د ۲۰ افغانیو په کارتوس(مرمی ) ووژلو او زما او د ورور ژوند یه تباه کړ.
نه پوهیږم چې دا کیسی به ما څنګه لیکلی وی او یا هم ولی به ما لیکی خلک به راته څه ووایی او پر دی هم پوهیږی چې په افغانستان کې د صادق په شان ډیری ورته پیښی شوی وی ، ولی دا درد هغه وخت سړی ته رسیږی چې سړی ورسره مخ شی.
هغه چا چې صادق د ۲۰ کلدارو په ارزښت ووژلو، هغه به خپلو بادرانو ته ښودلی وی چې دوی یو داسی کس ووژلو چې هغه زمونږ پر خلاف ټوپک پورته کړی وه او خپلی ۲۰ زره کلداری تر لاسه کړی هم وی ددی لپاره چې جهاد یه وکړ، ولی که چیری په کومه لار د صادق د پلار په مخ تیر شی نو ورته به معلومه شی چې څومره لویه تیروتنه کړی هغه تیروتنه چې د بښنی وړ هم نده........ او دغه سړی ته یواځی د افسوس نه پرته بل څه نه وی. ای ظالمه د چا وژلو نه مخکې ځان پردی پوه کړه چې ایا دغه کس د وژلو وړ دی او که نه د صادق په شان د هغه ټول ژوند خرابولو لامل ګرځي.
د داسی ورځې په هیله چې نور مونږ په خپل ګران افغانستان کې د صادق په شان ورته کیسی ونه لرو.