په افغانستان کې شهادت !
26.02.2014 13:03باراني سهار وه چې له کوره ووتللم او د خپلې غریبې ورځې پای ته رسولو لپاره خپل کاري ځای ته روان شوم، یوه ګاډي کې کښېناستم، په ناستو کسانو کې یوه کس ته تلیفون راغی او سمدستي یې "انا الله و الیه راجعون" وویل؛ له څو دقیقې ځنډ ورسته ددې لپاره چې چا ترینه پوښتنه ونه کړه نو خپله یې وویل: زمونږ په سمیه کې سېلاب راغلی دی او زمونږ یو کلیوال یې مړ کړی دی . د ګاډي سپرلیو یو بل ته وکتل ، ګواګي چې هېڅ خبر ه نه وي. غږ مې وکړ چې تره خیر ده پدې کې به د الله رضا وي او الله دې هغه ته جنت ورکړي. ځواب ورکونکې حرکات چې دومره د عادي خلکو په شان نه وو، ویل یې "بلی بلی ځویه" "شهید شو"، له دې نه لویه خبره به چېرته وي". "هغه ښه شو پدې بدبخته دنیا کې به یې څه کړي وو، او بله دا چې واده یې هم نه وو، نور نو الله ښه پوهېږي او کار یې".... او زما د دې خبرو سره دغه تره له موتړ نه ښکته شو. رښتیا هم پدې ژوند کې هر سړی ځانته یوه دنیاګۍ لري او کوښښ کوي چې دغه هغې لپاره ډېرې هلې ځلې وکړي. کله هم یو څوک یو څه تر لاسه کولو لپاره له دغه ژوند لاس مینځي.
له ځنډ ورسته مې فکر وکړ چې یو سړی چې د علم کچه یې هم ډېره کمه ده، د خپل کلیوال په اړه څه نظر لري او هغه ته د شهید کلیمه په کاروي. ولې دلته می له خپلو رسنیو ګیله راغله چې دوی زمونږ د هغه 21 تنه د وطن زمریانو، چې د کونړ ولایت په غازي آباد ولسوالۍ کې د خپل هېواد د ساتنې لپاره ځانونه قربان کړل او شهیدان شول - چا ورته د شهید ټکې پر کار نکړ، او برعکس یې ورته وویل چې ووژل شول ، کشته شدند ....
زمونږ دغو اتلانو خو په رشتیا قرباني ورکړه، زمونږ رسنیو ته شرم دی چې د خپلو ګوندونو، قومونو لپاره یو چا ته شهید وایو چې د هغه په شهادت کې بېخي شک ډېر وی، مونږ په خپلو 30 کلنو جکړو کې خورا ډېر شهیدان لرو ولی ددې لپاره چې هغوی د خپلو ګټو لپاره جهاد کولو او کله به چې ومړ؛ نو اول به یه پرې زیارت جوړ کړ او بیا به یې د ملی شهید او اتل نوم ورکړ. هغه چې نن د خپل هېواد لپاره ځان قربان او نېغ په نېغه یې له پنجابي عسکر سره په جکړه کې خپلی وینې تویې کړې - هغه شهید نه دی. ستاسې په اند یواځې مسعود، ربانی، عبدالحق، عبدالقدیر، احمد ولی کرزی ... او نور شهیدان دي او بس؟
زمونږ رسنی په ډېره آسانی سره له نژدې هېوادنو څخه خپرونې، ادبیات، او حتی لباس کاپی کوي هغه چې زمونږ د هیواد لپاره په اوسني وخت کې هېڅ ګټه نه لري او له سره هغه څه ترې نشو اخیستلای چې ددې هیواد په ګټه وي. که مونږ د پاکستان جیو تلویزیون او یا هم نورو تلویزیونو ته وګورو، هغوی هیڅ وخت خپلو سرتیرو ته د وژل شوي کلیمه نه کاروي بلکې وایی چې شهید او ورسره پرې یو لوی راپور هم جوړوي. د شهید له کورنۍ سره مرکې کوي او رسنی د هغوی کورنۍ لپاره له مالدارو کسانو څخه د مرستې غوښتنه هم کوی. ولې راشه دلته رسنی چې د هېواد ژبه بلل کیږی، د هیواد نه بلکې د یو قوم ، د یوې ډلې لپاره کار کوي. نو باید ووایم چې په افغانستان کې ډېر داسې شهیدان شول چې چا ورته شهید ونه ویل او ډېر داسې دي چې د شهادت په لاره هم ندي تېر شوي - هغه ته د شهادت مېډالونه ورکول کېږی هغه رسنی وي او که دولت.... خو خیر د الله حضور کې به شهید او مردار سره معلوم شي !!! په درنښت