د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کرزی د کویټې نه ورسته ، د دوحې تر برید لاندی!

سجادالله محمود 29.06.2013 21:03

په رسنیو کی یو ځل بیا مو عاجل خبر تر سترګو شو اوپه زړه کې مو وګرځیدل چې ګواکې کوم ځان وژونکی برید شوی او یا هم پارلمان په ډاګه د خپلو شخصي غوښتونو لپاره د یو وزیر څخه د باور رایه اخلي. ولې دا ځل داسې کومه خبره نه وه ( د افغانستان اسلامې امارت په قطرکې رسمي دفتر پرانستلو) په ورته وخت کې په کابل کې ولسمشر حامد کرزي د امنیتي چارو د سپارلو د وروستي پړاو لپاره چمتوالی وښود او د پخوا په شان یې طالبانو ته د ورونو کلیمې له ویلو سره د هغوطالبانو له کورنیو سره هم زړه سواندی وښود کوم چې په یو ډول پیښو کې وژل شوي دي.
طالبان چې د کرزي د حکومت پروړاندې مهمه وسله واله ډله ده ، د امارت د رانسکوریدو پر مهال د داسې ځای په لټه کی وو، چې د دوی لپاره امن وي او وکړای شي چې خپلو موخه ته د رسیدولو لپاره سره کیني.
په دغه ځای کې اصلي بادار ته بیا شین چراغ ولید او دا ورته معلومه وه چی مونږ د جهاد پر مهال هم خپل ګران هیواد افغانستان ته د دوی لپاره ډیر خدمتونو او نه هیردونکی هلی ځلی وکړی ، نو بیا مونږ ته یو چانس پیدا شو چی بیا لکه چی نورو جهادیانو وکړ دا ځلی یه طالبان وکړی.
کویټه چې د پاکستان بلوچستان ایالات مرکز دی او اوسیدونکي یې ډیری پښتانه ، هزاره او بلوچیان دي ، نودا هغه لاره وه چې د جهادي ګروپونو د له منځلو وړلو لپاره طالبان ،د پاکستان له ډیرو ایالتونو څخه دلته راټول شوی وو او د سپین بودک او یو شمیر نورو لارو یې په ګټې اخیستنې سره خپله مبارزه پیل کړه او ځان واک ته ورساوه. د طالبانو واکمني په لږه موده کې د بهرنیو ځواکونو د پوځي بریدونو په ترڅ کې پای ته ورسیده .
طالبانو په لږه موده کې د کویټې شورا جوړه کړه او د افغان حکومت پروړاندې یې وسله وال فعالیتونه پیل کړل، او دا په داسې حال کې وه چې د حامد کرزي د موقتې ادارې پورې ، د کویټې شورا ته امر شوی وه چې یواځې په اړیکو کې ووسي او دا د دې لپاره چې پاکستان د نړیوالې ټولنې په مرسته په افغانستان کې خپلو ګټو ته ورسیږي.
دپاکستان خوبونو هغه وخت ناوړې پایلې رامنځته کړې چې چې د امریکا متحده ایالتونو پر بريتانیا فشار راوړ چې له پاکستان سره خپلې اړیکې پرې کړي او طالبان په پاکستان کې هم تربرید لاندې راوستل شي. له دې وروسته د بریتانیا حکومت دپاکستان پوځي واکمن جنرال پرویز مشرف ته ګواښ وکړ ه چې د ترهګرۍ سره په مبارزه کې رښتینی رول ولوبوي او له دوه مخې پالیسۍ تیرشي.
له دې وروسته د امریکا بې پلوټه الوتکو د پاکستان پر قبایلي سیمو خپلو بریدونوته زور ورکړ ، د پاکستان پوځ او استخباراتو ته بله لاره نه وه پاتې چې یوځل بیا د کویټې شورا ته امر وکړي چې اوس د خبرو وخت تیر شوی دی او با ید د افغان حکومت پروړاندې خپلو بریدونو ته زور ورکړي.
د بریدونو لومړۍ لاره داوه چې د خلکو په منځ کې د ډار فضا رامنځته کړي که خلک د حکومت په چوکاټ کې دنده ترسره کوي او یا هم عام خلک باید طالبان ورباندې خپل بریدونه زیات کړي.
بریدونه تردې کچې ورسیدل چې په وروستیو کې داسې کوم دولتي ارګان پاتې نه شو چې زیان ورته نه وي رسیدلی . ان تر چی په کابل کې د پینټاګون (بګرام) په شان ځای برید ترسره شو او یو شمیر بهرنیان په کې ووژل شول، چی دا هم نړیوالو ته یو له مهمو ګواښونو څخه وه . د دې بریدونو په ترڅ کې په جوماتونو کی هم ډیرو افغانانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او ډیر خلک یې په ویر کې کینول .
ولی دغه بریدونه ډیر اغیزمن نه وو او ستونزې نورې هم زیاتې کړې ، لومړی داچې یو شمیر طالبانو چی د امریکا پر خلاف یې جګړې ته ملا تړلې وه ، له جنګ څخه لاس واخیست او دوهم په ورستیو کې د خلکو پاڅونونو طالبان دې ته اړ کړل چی ډیرې سیمې پریږدي ،
د بریدونو د مالي لګښتونو څیړل هم مهم شمیرل کیدل چې ددغو بریدونو مالي لګښتونه به څوک ورکړي ، پاکستان په وروستیو کلونوکې طالبانو ته ګواښونه وکړل ه چې باید نور په خپله ددې جکړې مالي لګښتونه له خلکو څخه تر لاسه کړي دمثال په توګه لکه د خلکو تښتول ، عشرونه او یو شمیر نورو په نومونو او همداشان د نشه یي توکو د کښت لپاره د خلکو هڅونه او نور.
پاکستان چې اصلي لوبغاړی وه په دغو لوبه کې له ستونزو سره لاس او ګریوان وو، خپل اقتصادي ستونزې ، په افغانستان کې د طالبانو په خلاف د خلکو پاڅونونه، د نړیوالو فشار او همداشان په ډولو د طالبانو ویشل کیدو، دې ته اړ کړ چی طالبانو ته د سولې له لارې دخبرو وړاندیز وکړي. چې ورسره سم طالبانو هم یوې غوښتنې سره ورسیږي ، خو دغو خبرو چې پاکستان پکې مهم رول درلود کومه ګټه ونه کړه ددې لپاره چې امریکا يي استخباراتو په هر ځای کې لاس وهنه کوله او د امریکا له ویرې ډیرو هیودانو نشول کولای چې له طالبانو سره خبری وکړي په دغه وخت کې افغان حکومت هم نه شول کولای چې د دغه کار مشري په غاړه واخلي ددې لپاره چې امریکا هم پرپاکستان په څیر خپلو ګټوته رسیدل غوښتل .
پاکستان او امریکا یو له بل سره د موافقې ته ورسیدل چی باید طالبان خبرو ته کینوي او موافقه و شوه چی باید د قطر هیواد وټاکل شی هغه عربی هیواد چی پکی د امریکا تر ډولو ډیرسرتیری شتون لری. د پاکستان ، او طالبانو شرایط ومنل شول ، ولې افغان دولت ته پکی ونډه ورنکړل شوه یواځې افغان دولت ته د پرمختګونو په اړه خبر ورکول کیده او بس ان تر دی چی په کابل کی د سولی عالی شورای د طالبانو د دفتر د پرانستلو څخه معلومات نه درلود.
نو باید ووایو څرنګه چې د کویټې شورا د طالبانو د رانسکریدو ورسته یو امن ځای و چې طابانو په کې خپل فعالیتونه ګړندي کړل او دهیواد ډیرو برخو ته زیان ورسیده چې د جبران لپاره یې ډیر وخت ته اړتیاده . اوس دا بل غم هم تر سترګو شو او هغه د قطر (دوحی دفتر) دی چې په پرانستل کیدو سره یې ستونزې نورې هم زیاتې شوې او کومې بدې پایلې به ولري، که چیرې په رښتیا طالبان ځان افغانان بولي نو ښه لاره دا ن ده چې دوی په خپله له افغان دولت او افغانانو سره خبرې وکړي نه د بهرنیانو سره . ترڅو په ګران هیواد کې سوله او ثبات رامنځته شي .
د ښکلي او ودان افغانستان په هیله