د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

اوسنيو پښتو ډرامو ته يوه انتقادی کتنه

ګل احمد محبت 31.07.2013 14:24

دپښتو ادب په ګلبڼ کې د ډرامې بوټى د شلمې زېږديزې پېړۍ په لمړيو لسيزو کې راوټوکېد. دغه ادبي ژانر له انګليسي ادبياتو څه داردو ادب پر لار پښتو ادب ته سر رادننه کړ، چې د ډېرو ليکوالو له خوا وپالل شو. د پښتنو په دې وېړ ټاټوبي ( لره او بره ) پښتونخوا کې يې ډېر ليکوال پيداکړل او لا تر دې دمه يې هم يو شمېر ليکوال پر ليکلو بوخت دي. خو دغه بهير په بره پښتونخواکې دلرې پښتونخوا په پرتله ډېر سست او بېخي په ټپه ولاړدى. يواځې دګوتو په شمېر ليکوال په دغه لاره کې خپلې هڅې کوي؛ خو په يو ګل نه پسرلى کېږي. په ټوليز ډول ويلى شو، چې دغه ژانر په بره پښتونخواکې بېخي دليکوالو له پامه پرېوتى دى.
د برې پښتونخواپه پر تله په لرې پښتونخواکې دغه بهير يو څه ژوندى ښکاري ، چې وخت په وخت فلم شوې ډرامې نندارې ته وړاندې کوي؛ خو دغه بهير دلته په دومره افراطي ډول پرمخ درومي چې بېخي د ډرامې ارونه او معيارونه يې له پامه غورځولي دي . لکه څنګه چې ويل کېږي، چې ادب بايد په يو نه يو ډول د ټولنې لپاره ګټور وي؛ نو دارنګه ډرامه هم بايد پر خوش طبعۍ ، تفريح او ساعت تېرۍ سربېره دژوند په چارو ګټور اغيز وښندي . خو د دې په عکس يو شمېر ډرامې پرته دوخت له ضياع څخه کومه ګټه نه لري . موږ دلته دغه ډرامې د ( مضمون او محتوا ) او ( فن او تخنيک ) له مخې تر کره کتنې لاندې نيسو .

دمضمون او محتوا له مخې

دمضمون او محتوا له مخې اوسنۍ پښتو ډرامې يو شمېر نيمګړتياوې لري چې دلته يې يادونه کوو :
(١) : دټولو ډرامو کيسه يوه ده ، خو په يو او بل ډول اړول کېږي . دکيسې موضوع ډېره کليشه يي او دوديزه ده ، چې هغه ديوې جينۍ او هلک تر منځ مينه ده يا پر يوې ټوټې ځمکې جګړه ده . په داسې حال کې چې په دې ټولنه کې ډېرې داسې په زړه پورې موضوعګانې شته چې که کار پرې وشي نو ؛ په زړه پورې ډرامې پرې ليکل کېږي او اغيز به يې هم له دې موضوع څخه څو چنده زيات وي.
(٢) : په دغو ډرامو کې دنورو دکولتو او فرهنګ پيروي کېږي ، چې دهندي او انګليسي فلمونو اغيز پکې له ورايه ښکاري. يو شمېر ډرامې خو کټ مټ داردو فلمونو يا ډرامو ژباړې دي؛ خو په لږ توپير سره. دلته ليکوال داخبره له پامه غورځولې ده چې ډرامه د، دود او دستور هنداره ده . څرنګه چې هره ټولنه ځانته بېل دود ، دستور ، کولتور او فرهنګ لري نو دنورو کولتو او فرهنګ بايد پرې ونه تپل شي .
اوسنۍ زيات شمېر پښتو ډرامې د پښتنو له ژوند سره هيڅ اړخ نه لګوي. د بېلګې په توګه : ديوې جينۍ ګډېدل په يوه ازاده فضاکې له خپل يار، يا عاشق سره! په پښتون قوم کې تر دې دمه په لرې او برې پښتونخواکې دومره په خلاص مټ يارانه او ملګرتيا د هلک او جينۍ تر منځ نه تر سترګو کېږي؛ لکه څنګه چې يې په ډرامو کې ګورو.
په طبيعي ډول دپښتنې جينۍ او هلک تر منځ يارانه په ډېر پټ او مرموز ډول تر سره کېږي لکه : جينۍ ګودر ته ځي هلک لرې ورته چېرې ناست وي او په غلا، غلا د خپلې معشوقې ديدن کوي . يا جينۍ د يو څه په پلمه بام ته راوخېژي او د خپل يار، يا عاشق ديدن په پټه کوي. که له دې څخه نور څه بربنډ او زيات شي؛ نو بيا خو د پښتنوپه قانون کې ددوى سزا مرګ دی. يا د عاشق خبرې کول له خپلې معشوقې سره په عام محضرکې، چې خلک تېرېږي ، راتېرېږي! که دا وړ کړنه په خوب يا خيال کې صورت ونيسي؛ نو حقيقت ته به يو څه نږدې وي. که نه ؛ نو داخو دپښتني ټولنې نه بلکې دکومې بلې ټولنې د ژوند انځور دى.
(٣) : دغه ډرامې دعياشۍ او فحاشۍ سرچينه ګرځېدلې دي . تر دې چې ښځې پکې نيمې بربنډې ښودل کېږي او نندارچيان يې په کتو شرمېږي. د ښځو او نرو داسې لباس يا جامه په غاړه وي، چې هيڅ پښتون يې په عادي ژوند کې نه اغوندي. کله، کله خو بيا يوې جينۍ تنګه دروېشي هم ورسره اچولې وي. څرنګه چې ډرامه د فطرت او طبيعت پېښې کول دي نو؛ په طبيعي ډول موږ د پښتنو په غاړه د دغو ډرامو په څېر لباس نه دى ليدلى. په داسې حال کې چې دکوزې پښتونخوا د ښاري پښتنو ژوند به دغه پورتنۍ ځانګړنې لري؛ خو څرنګه چې ډرامه دټولو خلکو لپاره ده ، ديوې سيمې يا يوې ډلې لپاره نه ده؛ نو بايد ليکوال دغه ټکي له پامه ونه غورځوي .
په پاى کې ويلى شو چې اوسنۍ ګڼ شمېر پښتو ډرامې يواځې د مارکېټ او شخصي ګټو پر بنسټ ليکل کېږي. دا کار نه پښتو او نه ډرامې ته خدمت کول دي؛ بلکه پښتو او ډرامې ته سخت زيان اړوي. پر دومره بد ګڼو سر بېره؛ يو شمېر کومېډي ډرامې شته چې له ځينو فني نيمګړتياو سره سره هم ډېر نندارچيان لري. په دغه لړ کې داسماعيل شاهد ، سيدالرحمن شينو ، عمر ګل سواتي او ددوى نورو ملګرو نومونه د يادولو وړ دي، چې ددوى طنزيه استعداد او وړتيا د دوى د ډرامو فني ينمګړتياوې تر خپل سيوري لاندې راوستې دي.

دفن او تخنيک له مخې

اوسنۍ پښتو ډرامې دفن او تخنيک له مخې هم ډېرې نيمګړتياوې لري.
(١): د ډرامې کيسه په واضح او يو مخيز ډول پر مخ نه ځي. په دې معنا؛ چې کيسه په يو ډول له خپلې اصلي يا آرې لارې څخه اوړي. په دغه صورت کې نندارچيان نه پوهېږي، چې اصلي کيسه څه ده؟ کله کله ضمني کيسې د اصلي کيسې لورى داسې بدل کړي، چې د نندارچيانو پر ذهن د ابهام پرده راخوره کړي. په همدې ډول په کيسه کې د پېښو منطقي تسلسل نه وي موجو. پېښې په داسې بې ربطه ډول رامنځته کېږي، چې يوه له بلې جلا برېښي.
(٢): په اوسنيو پښتو ډرامو کې د وحدتونو خيال نه ساتل کېږي. د بېلګې په توګه: په يوې ډرامې کې يو اکټور د بل له خوا وويشتل شو اوځاى پر ځاى راپرېووت، خو کله چې دغه فاعل اکټور د تېښتې په حال کې و نو مفعول اکټور ورته له يوې کوڅې څخه په ناڅاپي ډول راووت او دايې وواژه. دا او دې ته ورته نورې پښې د ډرامې رنګ او خوند ته زيان اړوي او هغه له حقيقت او واقعيت څخه لرې کوي.
يا کله، کله په دغو ډرامو کې ډېرې خارق العاده يا له عادت نه خلاف کړنې کېږي لکه: يو نفر بې وسلې ډېر شمېر وسله والو ته ماتې ورکوي. زما په اند ماتې ورکوونکى، چې د ډرامې اصلي کرکټر دى بايد له ماتې وژغورل شي؛ خو دده د بري لپاره بايد داسې عوامل برابرشي؛ چې ډرامه د حقيقت خواته نژدې او له درواغو څخه وژغورل شي.
(٣): د واقعاتو او حالاتو بايد له کرکټر سره ژورې اړيکې موجودې وي. دغه اصل په اوسنيو پښتو ډرامو کې نيمګړى دى. د بېلګې په توګه: دکومېډي کردار لپاره داسې کرکټر ټاکل کېږي، چې د هغه په څېره کې دکومېډۍ نښې نښانې نه ښکاري. يا د تراژيدي لپاره داسې کرکټر ټاکل کېږي چې د هغه په څېره کې دغم او خفګان نښې نښانې نه ليدل کېږي.
(٤) : د ډرامې مکالمې بايد لنډې، په زړه پورې، ساده، هنري او عام فهمه وي. اوسنۍ پښتو ډرامې له دغه رنګ مکالمو څخه بې برخې دي. په اوسنيو پښتو ډرامو کې مکالمې ډېرې او ږدې او بې خونده دي، په تېره بيا په هغو ځايونو کې چې هلته د ډرامې اچول شوې غوټې خلاصېږي. څرنګه چې دلته د ليکوال د فني مهارت او وړتيا ازموينه اخستل کېږي؛ نو د مکالمو اوږدول نه دي پکار، ځکه چې دا په نندارچيانو منفي اغيز کوي او زړه يې ورته تنګېږي.
دارنګه په پښتو ډرامو کې د مکالمو ژبه ډېره کمزورې ده. تردې چې په ځينو ځايونو کې دافهام او تفهيم له چوکاټه وځي، ځکه داوسنيو پښتو ډرامو ژبه پښتو نه ؛ بلکې له انګرېزي او اردو څخه جوړه ده. د بېلګې په توګه: پلار ته ډېډ ويل، مورته مام ويل، معشوقې ته ډارلنګ ويل، ورندار ته بابي ويل او خور ته باجي ويل! يا د چوپ شه پر ځار شډآپ ويل، دارنګه نور ډېر داسې انګليسي او اردو لغات د پښتو پر ځاى پکې کارول کېږي.
مکالمې بايد دکرکټر له حال او شان سره برابرې وي. په اوسنيو پښتو ډرامو کې دغه اصل هم پوره نه دى. د بېلګې په توګه کله، کله د يو نالوستي کرکټر له خولې د لوستي کرکټر خبرې او رېدل کېږي. يا د يوه بزګر کرکټر له خولې دومره پخې او پر ځاى خبرې او رېدل، چې په عام ډول ترې دا وړ خبرې نه اورېدل کېږي. دا کار د ډرامې اصليت او اواقعيت ته سخت زيان اړوي.
(٤) : کله، کله په اوسنيو پښتو ډرامو کې ټکر يا تصادم په داسې شکل رامنځته کېږي، چې نندارچيان پرې بېخي نه پوهېږي او که، کله پرې پوه هم شي؛ خو اصلي لامل يې ترې ورک وي. دلته بايد ليکوال هڅه وکړي، چې تصادم يا ټکر په ښکاره ډول خلکو ته وښايي. دا په حقيقت کې د نندارچيانو په ذهن کې غوټې اچول دي، چې راتلونکې ډرامه نندارچيان د همدغو،غوټو د خلاصېدو په پار ګوري.
د اوسنيو پښتو ډرامو يوه بله نيمګړتيا داده، چې ډرامه په يو لنډ، تنګ او محدود ځاى کې پيل شي او ټول کردارونه په همدغه ځاى کې سرته رسېږي. په داسې حال کې چې دغه ځاى د ډېرو کرکټرونو لپاره مناسب او وړ نه وي. بله نيمګړتيا چې له فني او تخنيکي پلوه په دغو ډرامو کې شته؛ هغه داده چې ګډا او سندرې په دغو ډرامو کې اصلي او اساسي توکى شمېرل کېږي. په اوسنيو پښتو ډرامو کې سندرې او بدلې په دومره کچه دي، چې د نندارچيانو زړونه ورته تنګېږي او ورسره ستړي کېږي. په داسې حال کې چې دغه سندرې او ګډاګانې بايد د نندارچيانو د ستړيا لرې کولو لپاره وکارول شي.