د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د الفت نثر که د ټوماس مور اوتوپيا؟

ګل احمد محبت 11.06.2013 19:09

هغه څېره چې له انسانيت سره بې کچې مينې د دار پر تختې ودراوه. هغه څوک چې، د خپل وجود عالي برخې ( ضمير ) ژوندي ساتلو لپاره يې خپل ژوند پای ته ورسوه. هغه فيلسوف چې په ژوند کې له ډېرو سړو تودو ليدلو، د واکمنانو له ناوړه چلند او له حالاتو نه په تاثر يې اوتوپيا وليکله. اوتوپيا د ټوماس مور هغه اثر دی، چې د نوموړي ژوند ته يې د پای ټکی کېښود. د نوموړي فيلسوف ټول ژوند له واکمنانو او کشيشانو سره په کشمکش او لانجو کې تېر شو، ځکه يې خيالي جزيرې ته پنا يوړه. اوتوپيا يوه خيالي جزيره ده. ټوماس مور په  خپل دغه اثر کې يوه خيالي  جزيره انځور کړې ده. دلته د انسانانو ژوند په يو عجيب ډول تېرېږي.د ټولو خلکو کورونه په يو ډول دي. ټول له يو ډول مادي او معنوي امتيازاتو څخه برخمن دي. هر څه د عامو وګړو د هو ساينې لپاره کېږي. په اوتوپيا کې د انسانانو تر منځ کوم توپير نه شته. د خان غريب، مالدار، فقير او ظالم او مظلوم په نوم دلته څوک نه ليدل کېږي. سره زر او دارايي جمع کول او د نورو په ستوني پښه ايښودل د دې جزيرې د اوسېدونکو کار نه دی. دلته د ټولو خلکو حقوق مساوي دي. په دغې جزيره کې يو پر بل ظلم، تېری، چل، فرېب، دوکه او طبقاتي تضادونه، نه شته. ټول خلک يو ډول او مساوی حقوق لري. د دوی تر منځ هيڅ توپير نه ليدل کېږي. هيڅوک د شخصي ملکيت خاوند نه دی او هر څه د ټولو خلکو شتمني اوملي ملکيت ګڼل کېږي، ځکه د اوتوپيا اوسېدونکې هر کال وروسته  خپل کورونه له يو بل سره  بدلوي، تر څو له دوی سره د هغو د ملکيت او انحصار فکر پيدا نه شي. د حاکمانو ظلم،تېری او استثمار نه شته. ټول خلک په يوه اندازه کار کوي او د اړتيا په  اندازه اجوره اخلي. د کمونيزم فلسفې ريښې د مور په اوتوپيا کې نښتې دي او له همدې ځايه دغه فلسفه پيلېږي.

     د ګل پاچا الفت  نثرونه  د مور له اوتوپيا سره ډېر ورته والی لري. که د الفت نثرونه په دقيق ډول مطالعه شي؛ نو د ټوماس مور د اوتوپيا غوښتنې په کې له ورايه تر سترګو کېږي. د بېلګې په توګه يې د ( دوه جنازې )،  (  خيرات ) ،( جيګ برجونه ) ، ( د کوم ځای دی؟ )،( وښيه څوک دی؟ ) تر سر ليکونو لاندې نثرونه. نوموړي د ( دوه جنازې ) تر سر ليک لاندې نثر کې ليکي: ( په يوه ورځ په يو ساعت کې له يوې شفاخانې دوه جنازې راووتلې. هغه يود کم خونۍ په وجه او دا بل د فشار خون په سبب مړ شوی و. هغه جنازه څلورو تنو په اوږو را اخيستې وه. د دې بل په جنازې پسې بې حسابه لوی او واړه موټرونه روان وو. هغه يوه وينه نه درلوده ځکه مړشو، د دغه بل وينه زياته شوې او تېزه شوې وه، ځکه يې ژوند ونه شو کړای.)

     د خيرات تر سرليک لاندې نثر  يې: ( ډېر غټ سړی مړ و او په بدرګه يې ډېر پسونه، غوايان او چرګان حلال شول.... هغه چې په ګړنديو ګاډو کې راغلل، دننه قصرو ته ننوتل. د خانانو او ملکانو لپاره بېل ځای و. مامورين او مېرزايان ګوښې ناست وو. د سوداګرو او زميندارو لپاره بل ځای جوړ شوی و. هر چاته د هغه په اندازه برابره ډوډۍ راتله. د هرچا درجه او مرتبه معلومه وه. د عامو وګړو لپاره غټې وريجې  او له معتبرو نه بېل ناست و. ځينې خواران او فقيران که څه هم وږي پاتې شول او هلته چا پرې نه ښودل؛ مګر د آب او عزت خلک په  ډېر ښه شان عذر شول او د زورو قدر او عزت پوره وشو. د دې خيرات قيصې تر ډېره وخته کېدلې، هر چا به ويل چې ډېر زورور خيرات و.... هلته يو ړوند او شل ناست وو، هغوی وويل افسوس چې زموږ څه په کې نه وو او موږ هلته چا پرې نه ښودو.)

     په جيګ برجونه نثر کې داسې وايی: ( د کلا برجونه او دېوالونه ډېر جيګ وو. د کلا شاوخواته خندق  ډېر ژور و. له دغه جيګوالي سره دغه ټيټوالی تړلی و. او د لوړتيا راز په همدغه کنده کې پټ و.... تر څو چې يو ځای ډېر ژور نه شي، د چا برجونه، نه جګېږي. د يوه لوړېدل او  د بل ټيټېدل يو له بله سره تړلي دي.... د دنيا جاه وجلال، عزت او منزلت هماغه لوړ برجونه دي، چې سر ګذشت يې له ډېر ټيټ ځايه شروع کېږي.... که دا خبره تاسې منلې؛ نو راشئ! د خان نوکران وګورئ! هغه چې د خان په مخکې سر ډېر ټيټوي په نورو باندې تفوق لري او درجه يې لوړه ده.)  د کوم ځای دي!؟ ( يو کور يې دلته دی بل په کابل کې، بل په يو بل ځای کې . څه ځمکه په کوهدامان کې لري، څه په بغلان کې څه په يوبل ځای کې. نغدې روپۍ يې په رشوتونو دلته پيدا کړي؛ مګر ګټه ورباندې نور بانکونه کوي په يو بل ځای کې . ته ووايه چې دا د کوم ځای دی!؟

     يا وښيه څوک دی؟ نثر يې: (  اصلي نوم يې نه شم اخيستلای؛ مګر رسمي نوم يې مامور دی.... د لويو او معتبرينو په مخ کې د حاضر باش او خانه سامان کار کوي؛ مګر د خوارانو او غريبانو سلام  هم نه اخلي.... تنخوا يې لږه ده؛ مګر جايداد يې ډېر دی....  مساپر او فقير ته يوه سوې مړۍ وه ورکوي؛ مګر مېلمنو ته هر شپه چرګان حلالوي. غل نه دی؛ مګر له غلو سره سمه نيمه برخه لري.... وښيه څوک دی؟

      د مور له اوتوپيا او د الفت له نثرونو څخه معلومېږي، چې د دواړو دعوه يوه ده. مور هم د ټولنې د غريب، فقير او مظلوم پاړکي په خواکې ودرېدلی او الفت هم. مور د چارواکو د واک ته رسېدو په پار د خلکو په سرونو پښې ايښودل غندي او الفت يې هم غندي. رشوت اخيستل، طبقاتي تضادونه او د وګړو تر منځ لوړ او ټيټ نه منل د الفت د نثرونو او اوتوپيا محتوی تشکيلوي. هغه چې ټوماس مور غواړي؛ الفت يې هم غواړي.  پر دې ټولو سر بېره موبايد د دواړو دعوو تر منځ يوې باريکۍ ته پام وي. الفت ليکي: (  زه په ډېره نرۍ او باريکه لار لاړم. خدای دې وکړي، چې ډېر باريک بين خلک په دغه لار راشي او په ځير ځير وګوري.) که لږ ځير شو؛ ټوماس مور په مال او شتو کې مساوات غواړي؛ خو الفت بيا تعادل غواړي. مور د يو نوي فکر پنځونه کوي او په يو ډول په الهي وېش اعتراض کوي؛ خو الفت بيا خپل فکر د يوې سپېڅلې عقيدې په چوکاټ  او قالب کې وړاندې کوي، د اسلامي اساس او بنسټ ودرولو په معنی دي. مور د شخصي ملکيت درلودو قايل نه دی؛ خو الفت بيا دچا د شخصي ملکيت مخالفت نه کوي. مور وايي، چې د لسو روپو خاوند دې له قيد او شرط پرته پنځه روپۍ هغه چاته ورکړي، چې نه يې لري؛ خو الفت بيا وايي، چې د لسو روپو خاوند دې دوره روپۍ د زکات او صدقې په نوم يو فقير او غريب ته ورکړي او پاتې نورې يې خپل شخصي ملکيت دی. خو هغه څه چې د دواړو د فکر او نظر ګډ ټکي تشکيلوي؛ هغه دا دي چې څوک دې هم له خپلو حقوقو تېری نه کوی او يو دبل حق دې نه خوري. چارواکي او زورور دې ولس او کمزوري نه استثماروي او نه دې واک ته د رسېدو په پار د هغوی په سرونو پښې کېږدي.