الفت ښه شاعر، که ښه ليکوال؟
27.05.2013 20:30سره له دې چې ځينې خلک له شاعر او ليکوال څخه يومفهوم اخلي او په عام شکل د يوې معنا او مفهوم له پاره کارول کېږي . خو که خبره په علمي او کاډيميک ډول وشنل شي ، نو بيا دغه کليمې يوه له بلې جلا او بېلې معناوې لري . په دې معنا چې شاعري د يوې او ليکوالي د بلې معنا له پاره کارول کېږي . د استاد الفت پر شاعرۍ او ليکوالۍ څه ليکل زما په څېر نوي ليکوال ته طبعا ستونزمن کار دی ، خو غواړم پر دغې موضوع له خپل فکر سره د پوهانو او ليکوالو د نظرياتو په ملتيا يو څه رڼا واچوم .
که د اروا ښاد استاد الفت د شاعرۍ ګلبڼ ته سر ورښکاره کړو ، نو په راز راز ګلونو ښکلی دی . ويل کېږي چې شاعر انځور ګر دی . هغه د انساني ژوند او ټولنې انځور په الفاظو کې وړاندې کوي . ارواښاد له هغو شاعرانو څخه دی چې د خپل وخت او ټولنې ترجماني او انځورګري يې تر هر چا ښه کړې ده . هغه په په خپلو اشعارو کې ټولنيز دردونه ، حقايق او ناخوالې په ګوته کړي . هغه ټولنيز عيبونه غندلي او دهغو د حل پر لارو چارو غږېدلی. د محتوی له مخې يې په شاعرۍ کې مختلف مضامين لکه عشق ، مينه ، سياست ، تصوف ، وطن پالنه ، ازادي ، دطبعيت او ښکلا ستاينه ،د مليت او قوميت جذبې ، د اخلاقو پلوشې او د ژوند خوندونه له ورايه ځلېږي .
که د اروا ښاد د ژوند زمانه مطالعه کړو ، نو دده جرآت ، اخلاقي شهامت او فکري ثبات د ستايلو وړ دی . هغه په هېواد کې د شاهي پخوانۍ دورې ډېرې نيمګړتياوې په ګوته کړي او دهغو ناوړه کړنې يې غندلي دي . لکه د بد حاکم تر سر ليک لاندې داسې وايي :
هر څه کولی شي حاکم د چا پروا نه لـــــــــري بې له رشوته بل مقصد او مدعا نه لـــــــــــري
خدای ورته صبر کوي خلک څه کولی نه شي ځکه له خدايه خوف له خلکو څه حيا نه لري
يا د نوموړي زما ګناه تر سر ليک لاندې يو نظم
نه مې د چا مال خوړلی نه مې څوک وژلي دي نه مې چاته ورک شه يا ګم شو کله ويلــــــې دي
نوره ګنـاه نه لرم په دې ګناه مې مه نيـــــــــسه زړه کې مې چې پټ ظالم ته بد غوندې کتلي دي
دارنګه ( زما خوب ) د نظم يوه برخه يې:
وربل يې ما په خوب کې پرېشان ليدلی دی ستا بخت خو مې رقيبه دغه شان ليدلی دی
دګلو هار په غاړه محبوبا شوه راڅرګنده بــلبله دا وطـــن مــې ګلستـــان ليـــدلــی دی
او داسې نور ډېر نظمونه....
د ادب پوهان تر منځ له ډېره پخوا حتی له يوناني ادبياتو څخه د ادب په اړه دوه نظريې راپاتې دي. يوه يې د هنر تيوري د ژوند له پاره يا اب د ژوند له پاره او بله يې د هنر تيوري د هنر له پاره ده. اروا ښاد پوهاند ډاکتر زېور الدين زېور په خپل اثر (( د پښتوادبياتوتاريخ اوسنۍ دوره )) کې د الفت په اړه ليکي: ( الفت د هنر تيوري د ژوند له پاره غواړي او د هنر د هنر له پاره تيورۍ سخت مخالف دی. ) کله چې د هنر تيوري د ژوند له پاره استخدام شي ، يا ادب د ژوند له پاره تيوري ومنل شي ، نو بيا د ادب د ملکې تقدس نه ساتل کېږي . رښتيا هم که د ارواښاد نظمونه او شاعري په دغه تله وتلل شي ، نو جوته ده چې الفت ادب د تولنې له پاره استخدام کړی او د اد ب دملکې تقدس يې له پامه غورځولی دی . اروا ښاد څېړندوی محمد صديق روهي په خپل اثر (( ادبي څېړنې )) کې د ده د نظمونو په اړه داسې ليکي: (( د الفت اثار اجتماعي او سياسي مسايلو ته وقف شوي دي او ډېر ځله جمال د غايې تر سيوري لاندې واقع شوی دی. )) هو!!! هغه له ټولنيزو ربړو، نه په شکايت کې دومره ژور تللی، چې هنري برخه يې يو څه نه ده مراعات کړې . مو ږ د بېلګې په توګه دلته د ده د نظمونو يوه برخه را اخلو:
د کوټوال تر سر ليک لاندې يې دا نظم:
هر څه کوي پخپله خوښه د چا کله مني زلميه ستا که نه مني د بوډا کله مني
د نوي عصر که هيڅ نه مني او هيڅ نه کوي د دين احکام او مسلې د ملا کله مني
يا د ( ګرانه وطنه !) تر سر ليک لاندې د ده يو نظم:
ګرانـــه وطنـــه !څومره زېبــا يې جنت دځـــــمکې زړه د دنيـــا يې
ښــاغــلی تــاج تــه د ايشيا يې وړ دستـــــايــــلو تــه پــه رښتيا يې
لعل وګوهر شته ستابدخشان کې تـــمدن خور شــو ستا په جهان کې
دا رنګه دهقان ته په خطاب کې داسې وايي :
ای دهقانه وخت دکار او ستا د زيار دی ستا د لاس ګټې ته هر څوک اميدوار دی
خپــل وطــن په هر راز بوټو ښايسته کړه ستــا پــه سعيــه دا وطــن ګل و ګلــزار دی
له ورايه ښکاري چې د الفت صيب په شعر کې پيغام لوڅ او بربنډ دی . پيغام که هر څومره ښکلی شي؛ خو د هغه د ارايې او وړاندې کولو له پاره هنري انداز او هنري جامه په کار ده . که پيغام هر څومره په هنري او مرموز انداز کې وړاندې شي ؛ نو خوند او معيار به يې څو چنده زيات او لوړ وي .
هغه څه چې د يو لوړ او ښه شعر معيار کڼل کېدای شي عبارت دي له لوړ خيال او ژورفکر ، ښه انځور ( حقيقي وي يا خيالي ) تشبه ، استعاره ، کنايه ، مجاز د افادې طرز او نورو لفظي او معنوي ښکلاو څخه . کاظم شيدا په دې اړه وايي :
مضمون د شعرلکه پيکر دی رنګين الفاظ يې رخت او زېور دی
ورته په کار دي دا دواړه څيزه پيــــکر کــه هــر څـــو دلـــربــا تـر دی
دلته هم کاظم شيدا ديو ښه شعر له پاره معيار د هغه د محتوی او فورم دواړو ښکلا اړ يا شرط ګڼي . په دې معنا که مضمون هر څومره ښکلی وي خو د هغه د وړاندې کولو له پار ه هنري انداز او هنري ګاڼه په کار ده . کله چې پيغام د هنر په ګاڼه وپسولل شي؛ نو د معيار تر کچې رسي.د پښتو ژبې لوی نقاد خوشال خټک هم د ښه شعر له پاره معيار ټاکلی. نوموړی وايي:
لــــکـــه غــشي لــره بويــه تيـــر انـــداز هســــې شعر لــــره بـــويــه سحـرساز
پـه تـور اس د حقيقت د ناوې سپر کا پـه سپيــن مــــخ پلـو نيـولی د مجاز
سل جلوې، سل کرشمې، سل مکېزونه په نظر کې يې ښکاره د سترګو ناز
سربېره پر دې چې د اروا ښاد استاد د اشعاروفکري خوا درنه ده؛ خوبياهم د هنر تومنه يې کمه ده .
د ارواښاد الفت د ادبي هڅو دوه يمه برخه د هغه خوږ هنري نثر دی ، چې نوموړی يې د شهرت پر هسک ځلولی. که د نوموړي د نثر برخه د فورم او محتوی له مخې وڅېړل شي ؛ نو دواړه خواوې يې په ادبي کچ مېچ برابرې دي. د فورم له مخې يې ليکنې روانې، عام فهمه، له کليشې، سکتې، ناماسو کليمو، شډلو الفاظو او پېچلتيا څخه خالي دي. ښاغلی استاد محمد اسماعيل يون د (( الفت نثري کليات )) په سريزه کې ليکي: ( الفت د روان او ساده نثر غوښتونکی دی، چې د تکلف نښې نښانې په کې نه وي. دا ساده ګي له ساده ګۍ نه ساده ګي نه ده، بلکه د ليکوال له زيات قوت نه ساده ګي ده.) هوهمداسې ده! الفت کولای شي په ډېر ساده او هنري انداز خپل پيغام مخاطب ته ورسوي. د يو شمېر ليکوالو په څېر نه، چې په الفاظو کې دومره مد او جذر وکړي ، چې اصلي پيغام ترې ورک يا پاتې شي، چې دا کار د استاد الفت په قوت او حاکميت دلالت کوي.
استاد اسدالله غضنفر په خپل اثر (( د نثر ليکلو هنر)) کې وايي: ( ښه نثر د ښې ښيښې غوندې دی. ښه نثر د رڼو اوبو غوندې دی، چې د سيند د تل کاڼي په کې داسې ښکاري لکه زموږ او کاڼو تر منځ چې بل شی نه وي.) د الفت صيب نثر له همدغو ځانګړنو څخه پوره برخمن دی. کله چې د ارواښاد نثر لولو زموږ او د مطلب يا پيغام تر منځ هيڅ حايل نه ليدل کېږي. د نثر جملې يې لنډې؛ خو له معنا ډکې دي. د ليکنې اسلوب يې ډېر په زړه پورې دی، ځکه چې د ده په ليکنه کې تر ډېره پيغام پټ ساتل کېږي.
يو ځل بيا د استاد اسدالله غضنفر يو بل قول اورو نوموړی د نثر ليکلو هنر کې داسې ليکي: ( مشهور قول دی چې د هنر پټول اصلي هنر دی.) دغه قول د استاد الفت له نثرونو سره ډېر ښه لګېږي، چې دا ډول پټول د نوموړي د عجز او نيمګړتيا په معنی نه؛ بلکه د ده د کمال قوت او استادۍ په معنی دي. ارواښاد خپله ليکنه ډېر ځله په کيسه ييز ډول پيلوي، تر څو لوستونکي له ځانه سره تر پايه بوځي. ليکنه يې لنډه خو د پوره پيغام لرونکې او نه ستړې کوونکې وي. هر څومره چې يې ولولې هماغومره سړی په ځان پسې راکاږي.
د فکر او محتوی له مخې د ارواښاد الفت په نثرونو کې بېلابېل موضوعات ليدل کېږي. د نوموړي په نثرونو کې ټولنيز حقايق، ناخوالې او دردونه له ورايه ځلېږي؛ خو ښاغلي استاد يواځې د دغو ناخوالو او ناسميوپه ښودلو بسنه نه ده کړې ، بلکه د هغو د حل لاره يې هم ښودلې ده. د استاد نثرونه د موضوع او محتوی له مخې د انسان د ژوندانه ټول اړخونه رانغاړي، چې د ټولنې له يو عادي وګړي څخه تر يو واکدار او حاکم پورې ټول د خپل ژوند انځورپه کې ګوري. د استاد هر يو نثر د معنا له مخې کلاسيک دی. په دې معنا، هر کله چې ولوستل شي؛ نو د هماغه وخت يو روڼ انځور په کې ليدل کېږي.
ښايي جېمز مېل د ارواښاد الفت له ليکنو څخه متاثره شوی وي، نو موړی وايي: ( که چېرې ليکوال په رښتيا دکارګرو هوسايي غواړي، بايد ډېر پام وکړي، چې د دوی په مغزو کې د بې ځايه غوښتنو هيلې راژوندۍ نه کړي.) خدای بښلی استاد د يو حقيقي ليکوال په توګه تل د ټولنې د کارګر او بزګر پاړکي په خواکې ودرېدلی دی. د حاکمانو ناوړه کړنې يې غندلي او د هغوله مخونوڅخه يې د جعل او تزوير پردې پورته کړي دي. په دې اړه څېړندوی محمدصديق روهي په خپل اثر (( ادبي څېړنې )) کې وايي: ( الفت يو انتقادي ريالست و، چې د حاکمې طبقې ارتجاعي څېره يې افشا کوله او د فساد، اختناق او ارتجاع پرضد يې کله علني او کله په رمزي توګه مبارزه کوله. لکه څنګه چې ليف تولستوی ته د روسي انقلاب هينداره ويل کېږي؛ هماغسې ګل پاچا الفت د خپل ماحول د ټولنيزو جريانونو او مسلطو کولتوري ارزښتونو په منعکسولو کې ستر نقش لوبولی دی.)
د بېلګې په توګه يې د ( وښيه څوک دی؟ ) تر سرليک لاندې نثر يوه برخه را اخلو:
اصلي نوم يې نه شم اخستلی؛ مګر رسمي نوم يې مامورصاحب دی. په کارنه پوهېږي؛ مګر په خوشامدو او چاپلوسۍ ډېر ښه پوهېږي... په درباري او ضاعو کې د ټولو استاد دی؛ مګر انسانيت او سړيتوب يې هيڅ نه زده. مکتوب نه شي ليکلی؛ مګر شطرنج کولی شي... تنخوا يې لږه ده او جايداد يې ډېر دی. مسافر او فقير ته يوه سوې مړۍ نه ورکوي؛ مګر مېلمنوته هره شپه چرګان حلالوي. غل نه دی؛ مګر له غلو سره سمه نيمه برخه لري. ساحر نه دی؛ مګر په يو څو خبرو يې لوی لوی خلک ړانده او کاڼه کړي. وښيه څوک دی؟
يا ( دکوم ځای دی ؟) تر سر ليک لاندې د نثر يوه برخه: يو کور يې دلته دی، بل په کابل کې، بل په يو بل ځای کې. څه ځمکه په کوهدامان کې لري، څه په بغلان کې، څه په يو بل ځای کې. نغدې روپۍ يې په رشوتونو دلته پيداکړي؛ مګر ګټه ورباندې نور بانکونه کوي، په يو بل ځای کې. ته ووايه، چې دا د کوم ځا دی!؟ ...
دا رنګه يې د ( خلک وپېژنئ ) تر سرليک لاندې نثر يوه برخه لولو: هغه څوک چې د مملکت کارونه يې په لاس کې دي او د واک او اختيار خاوندان بلل کېږي يا په وطن کې تاثير او نفوذ لري پوره وپېژنئ. هغه کسان چې زموږ له پاره خدمت کوي يا زموږ په سر تجارت کوي بايد وپېژنو او ښه يې و پېژنو. پېژندل دا نه دي، چې فلانکی رييس يا وزير دی ... زما مقصد انسان شناسي او د سړو پېژندل دي؛ نه د چوکيو او نومونوپېژندنه ... انسان په ډېروپردو او ډېرو رنګونو کې پټ دی او غير له دغو جامو نه ده نور کالي هم زښت ډېر اغوستي دي او ډېر لباسي مخلوق دی. دی په هر ځای کې بېله جلوه لري. د منبرپه سر يو راز او په خلوت کې بل راز وي. په بازار کې انګور نه خوري؛ په کور کې بوتلونه په سر اړوي او په دوايرو کې د خلکو وينې څښي... تاسي ښه ځير شئ! دغه لوی خلک او د رتبو او مقامونوخاوندان ټول په رښتيا لوی نه دي او نه ټول واړه خلک حقيقتا واړه او کوچني دي. اوس موږ پوهېدلی شو، چې په مشرانو کې کشران او په کشرانو کې مشران شته. له لرې او ورايه خلکو ته مه ګورئ او محض ماموريت او امريت په نظر کې مه نيسئ! د وطن او مملکت صادق خدمتګاران له دروغجنو او مظاهره کوونکو نه بېل کړئ او خلک وپېژنئ!
ارواښاد استاد الفت په خپلو نثرونو کې طبقاتي تضادونه غندلي، چې ښه بېلګه يې د ده د ( دوه جنازې ) تر سر ليک لاندې نثر کېدای شي. دلته يې يوه برخه را اخلو: په يوه ورځ په يوه ساعت کې له يوې شفاخانې نه دوه جنازې راووتلې. هغه يو دکم خونۍ په وجه او دا بل د فشار خون په سبب مړ شوی و. هغه جنازه څلورو تنو په اوږو راخيستې وه. د دې بل په جنازې پسې بې حسابه لوی او واړه موټرونه روان وو. هغه يوه وينه نه درلوده ځکه مړشو. د دغه بل وينه زياته شوې او تېزه شوې وه ځکه يې ژوند ونه شو کړای. دوی دواړه مړه شول؛ مګر مرګونه يې يو راز نه وو او مرضونه بېل وو. يو د نورو وينې هم څکلې وې او دېته محتاج و، چې ډاکټران يې له وجوده وينه وباسي. بل ته چا خپله وينه نه وه پرېيښې او بې وينې و...
استاد الفت په خپلو ليکنو کې په شعوري يا لاشعوري ډول پرتليز ادبيات کارولي لکه: دوه دهقانان، دوه جنازې، دوه ماموران او نو. ارواښاد الفت نوښتګر او مبتکر ليکوال و. هغه تل خپله ټولنه د پرمختګ لور ته سوق کړې ده، چې بېلګې يې موږ د هغه په ( نوی نسل )، ( نوی فکر) ، ( زوړ فکر ) تر سر ليکونو لاندې نثرونو کې ليدلی شو.که د استاد ليکنې په غور سره وکتل شي، هره يوه يې بېلابېل ديني او مذهبي مقام لري لکه د ده د (خيرات )، ( د زيارت ډيوې )، ( د مزار لوحه ) او ( ميلونر خيرات خور ) تر سرليکونو لاندې نثرونه.
ارواښاد ډاکټر پوهاند زېورالدين زېور په خپل اثر د پښتو ادبياتو تاريخ اوسنۍ دوره کې ليکي: ( الفت د افغانستان په ډېرو سختو ټولنيزو او اقتصادي شرايطو کې په کلکه سره خپله مبارزه پرمخ بيولې ده او د دغه وخت پېښې يې په هنري نثر سره روښانه انځور کړي دي.) دارنګه څېړندوی محمد صديق روهي په خپل اثر (( ادبي څېړنې )) کې داسې ليکي: ( په عمل کې الفت د انتقادي رياليزم له مخکښانو څخه دی.) کله چې حالات ناسم وي او په نامساعده شرايطو کې ارواښاد لاس تر زنې نه دی ناست او خپل پيغام يې په مستعارو نومونو لکه: ظريف افغان، کجوروال، علاقه مند، محتاج، ستمديده، نواموز، نادار، ارزومند، نکته رس، نکته دان، منتظر، مشاهد، حقايق او نورو د خلکو غوږونوته رسولی دی. په پای کې د پايلې په توګه ويلی شو؛ چې ارواښاد استاد الفت د يو ښه شاعر پر ځای ښه ليکوال و. په دې معنا، چې د هغه د نثر برخه د نظم په پرتله ډېره درنه ده. د خپلې دغې دعوې د زباد او لا کره والي په پار د يو شمېر پوهانو او ليکوالو نظرونو ته لږ تم کېږو.
1. څېړندوی محمد صديق روهي وايی: ( دالفت نثر په حقيقت کې شعر دی. يوځلي چې څوک دالفت دکوم اثر په لوستلو پيل وکړي؛ نو دهغه مقناطيسي خاصيت يې نه پرېږدي، چې په اسانۍ سره ځان ترې خلاص کړي.)
2. پوهاند حبيبي وايي: ( زما د الفت تر منظومې وينا د ده منثورې ټوټې خوښې دي.)
3. ښاغلی زرين انځور داسې نظر لري: ( الفت تر شعره په نثر کې مخکې دی. د الفت نثر دهغه له نظم او شعر نه په زياته پيمانه د پښتو ژبې د معاصر جريان له پاره اغېزمن جوت شوی او جوتېږي. ځکه نو يې بايد دمعاصر بشپړ انتقادي نثر مخکښ وبولو.)
اخځليکونه
• روهي ، څېړندوی محمد صديق ،ادبي څېړنې ، دانش خپرندويه ټولنه -۱۳۸۶
• يون ، محمد اسماعيل ، د الفت نثري کليات ، مومند خپرندويه ټولنه ، دوه يم چاپ -۱۳۸۳
• ننګيال شهرت ، د الفت مرغلرې ، دانش خپرندويه ټولنه پېښور ، څلورم چاپ – ۱۳۸۷
• زېور، پوهاند ډاکټر زېورالدين ، د پښتو ادبياتو تاريخ اوسنۍ دوره ، دساپي پښتو څېړنواو پراختيا مرکز پېښور، دوه يم چاپ -۱۳۸۷
• غضنفر، اسدالله ، دنثر ليکلو هنر ، مومند خپرندويه ټولنه ،کابل -۱۳۸۹
• لغمان ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست جريده ،۱۳۸۸ کال د مرغومي لومړۍ ګڼه
• لغمان ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست جريده ،۱۳۹۱ کال د مرغومى لومړۍ ګڼه

