د شعر په ښکلا کې د ادبي صنعتونو رول
03.06.2013 20:21له کله نه، چې شعر يا نظم پنځول شوی، ورسره يو ځای ادبي صنعتونه هم زېږېدلي دي. هغه وخت ادبي صنعتونو ته د چا پام نه و. شاعرانو به خپل اشعار ويل او په شعوري يا لاشعوري ډول به يې دغه صنعتونه په کې کارول. د عباسي خلافت په دور کې د يو شمېر پوهانو پام دې خوا ته واوښت، چې دغه صنعتونه له اشعارو څخه راوباسي. هغه تنظيم کړي او هر يوه ته بېلابېل نوم وټاکي. په دې برخه کې ډېرو ليکوالو او شاعرانو خپلې هڅې کړي. لکه بشار، مسلم بن وليد، عتابي او نورو؛ خو هغه چا، چې په علمي بڼه دغه چار تر سره کړه، هغه عبدالله بن معتز دی.
هر کله شاعرانو اشعار ويلي؛ خو صنعتونه په کې څېړونکو رابرسېره کړي دي. په دې معنی، چې هيڅ يو شاعر داسې نه ده انګېرلې، چې زه اوس په خپل شعر کې په شعوري ډول يو صنعت ايجادوم يا کاروم. خپل شعر يې ويلی او دوه يمه برخه يې څېړونکو ته پرې ييښې ده. کېدای شي د وخت او مهال په تېرېدو سره ډېر نور صنعتونه هم تخليق شي او دغه لړۍ به روانه وي. ځکه دې خواته د پوهانو، ليکوالو او څېړونکو توجه ډېره ده. خو هغه څه، چې زما په اند ډېر د ارزښت وړدي؛ هغه دا دي، چې دغو صنعتونو د شعر او نظم په ښکلا کې څومره رول لوبولی دی؟ په داسې حال کې، چې دغو صنعتونو ته موږ د لفظي او معنوي ښکلاوو نومونه هم ورکوو.
په پوهنتون کې مې په درسي بڼه دغه ښکلاوې ولوستې. له فراغت وروسته مې هم په يو شمېر کتابونو کې ولوستل... يواځې د تجنيس اقسام نهو ته رسي. ايهام يا توريه په څو ډوله شوه... د تشبه په وجه شبه کې نورې خبرې هم را ووتې... او لا د دغو ښکلاو شمېر نور هم ډېر شو. خو په دې اړه مې څه ونه موندل، چې دغې ښکلا يا صنعت په دغه ځای کې شعر ته څنګه او څومره ښکلا ور بښلې ده؟ د داسې يوې اوږدې موضوع رانغاړل په يوې مقالې کې ډېر ستونزمن کاردی؛ خو هڅه به وکړو، چې د يوشمېر بېلګو په راوړلو سره موضوع يو څه روښانه کړو.
په لومړي سر کې به پر لفظي ښکلاو بحث وکړو: لفظي ښکلاوې هغه صنعتونه دي، چې د شعر د فورم، سترکچړ، اډانې او چوکاټ په جوړښت کې اړين رول لري. يا په شعر کې ښکلي کليمات او ترکيبونه کارول له لفظي ښکلاو څخه عبارت دي. سر بېره پر دې، چې دغه صنعتونه د شعر پيکر يا وجود او فورم ته ښکلا وربښي، د معنی پر رسونې هم ستر اغېز ښندي. لکه په لاندې بيت کې.
په دنيا کې که فايده ترې نه وانخلې اخرت کې خو دنيا څه په کار نه ده
په بيت کې د (( دنيا )) په کليمه کې تجنيس ادبي صنعت دی. په لومړي نيم بيتي کې (( دنيا )) د دې فاني او ختمېدونکې نړۍ په معنی او په دوه يم نيم بيتي کې د مال، دولت، دارايي او شتو په معنی ده. اوس نو ښکلا يې په څه کې ده؟ که په لومړي نيم بيتي کې د دنيا مترادفې کلمې ( نړۍ يا جهان ) راوړو؛ نو د بيت رواني به له منځه لاړه شي. دارنګه به يو ډول سمعي کراهت هم رامنځته شي او د هنريت له معياره به راپرېوزي. هغه معنی او مفهوم، چې د دنيا کلمه يې رسولی شي، دغه نورې کلمې يې نه شي رسولی. په دوه يم نيم بيتي کې که د ( دنيا ) پر ځای دارايي، مال او دولت وکارول شي؛ نو قافيه به له منځه لاړه شي.کوم جامع مفهوم،چې دلته د دنيا کلمه افاده کوي، دا نورې کلمې يې نه شي افاده کولی. همدا د تجنيس صنعت دی، چې د بيت پر روانۍ او ښکلا سربېره د معنی په رسولو کې هم لوی لاس لري.
څو يې ځله هرساعت شي هومره ځله د خوشال سينه لګېږي له خنجره
بيا هم د تجنيس صنعت دی. لومړی ( ځله ) د شوق او دوه يم ( ځله ) د کرت په معنی دی. که د لومړي ځله پر ځای د شوق کلمه وکاروو؛ نو بيت به خپل وزن، رواني او هنريت له لاسه ورکړي. که د دوه يم ځله پر ځای د کرت کلمه وکاروو؛ نو قافيه به له منځه ولاړه شي او هم به شعر د عادي نثر تر کچې ورسي. په ټوليز ډول د تجنيس صنعت ښکلا په دې کې ده، چې د شعر پر جوړښت سربيره د دوه هم شکله کلماتو معنی موږ ته په بېلو بېلو ځايونو کې را ښيي.
يو وخت مې له يو ښاغلي اورېدلي و، چې ويل يې: ښه شعر هغه دی، چې څوک يې په معنی پوه نه شي. کېدای شي له دغې خبرې څخه د ويونکي مطلب دا وي، چې څوک يې ژر او له مخې په معنی پوه نه شي. په دې معنی، چې مطلب په کې په يو مخيز ډول لوڅ، ښکاره او بربنډ نه وي. د معنوي ښکلاو په استعمال سره د ښه والي معيار ته رسېدلی وي اوله لږ فکر او شننې وروسته يې معنی څرګنده شي. لکه په لاندې بيت کې.
که يو ځله تورې زلفې کړې پرېشانې خاکستر به په چمن کې کشمالو کړې
په پورته بيت کې د ايهام ادبي معنوي صنعت دی. دلته لوستونکي په وهم او ګومان کې اچول کېږي، ځکه، چې حقيقت ترې پټ شوی دی. کله چې څوک دا بيت ولولي؛ نو فکر کوي، چې د پرېشانې کلمه د خفګان په معنی ده. خو که دغه کلمه د خفګان په معنی واخيستل شي، بيت به هيڅ معنی او مفهوم افاده نه کړي. په دې ځای کې د پرېشانې کلمې بعيده معنی ( خورول ) مراد ده. کله چې د محبوبا يا معشوقې زلفې خورې شي؛ نو بيا ورسره کشمالي په هيڅ ډول سيالي نه شي کولی. وايي، چې د هنر پټول اصلي هنر دی. په بيت کې همدغې پټې خوا بيت ته لا ښکلا او ځلا وربښلې ده. که د پرېشانې کلمې پرځای خورول راشي؛ نو د خوند، ښکلا او هنر له کچې به راپرېوزي. لکه:
که يو ځله تورې زلفې راخورې کړې – خاکستر به به چمن کې کشمالو کړې
د دواړو بيتونو له پر تلنې څخه موږ د ښکلا او هنريت معيار ټاکلی شو.
په غرور د حسن لمر وخوت اسمان ته زر راپرېووت چې يې ستا ښه بشر وليد
پورتني بيت ته ښکلا د حسن تعليل معنوي صنعت وربښلې ده. ښکلا يې په خيالي دليل او باريکۍ کې ده. هغه دا، چې لمر د خپل حسن په غرور اسمان ته پورته شو؛ خو کله چې يې ستا ښکلی مخ او بشر وليد، له شرمه بېرته پرېووت. په حقيقت کې د لمر راختل او پرېوتل يوه طبيعي پديده ده، چې له ادمه تر دې دمه په همدې شکل دوام لري. په همدې ډول هر ادبي صنعت که هغه لفظي وي يا معنوي، شعر ته يوه ځانګړې ښکلا او رنګيني ورکوي. موږ بايد يواځې پر دې بسنه ونه کړو، چې دلته په دې بيت کې دغه ادبي صنعت دی او بس. بايد د هغه ښکلاييز اړخونه راوسپړو. په دې ځان پوه کړو، چې دغه صنعت څنګه او څومره ښکلا په دې بيت کې رامنځته کړې ده. موږ د بېلګې په توګه ځينې صنعتونه وڅېړل؛ خو د يوې مقالې په دومره لنډه او تنګه لمن کې د دومره لويې موضوع رانغاړل ناشونی کاردی. په دغه برخه کې د پوهانو او ليکوالو بې کچې هڅو ته اړ تيا ده، تر څو دغه تشه ډکه کړي؛ په تېره بيا دهغوښاغلو، چې د دغې برخې د تدريس چارې يې پر غاړه وي.

