د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

سولېدلي عبارتونه

ګل احمد محبت 29.05.2013 19:35

   ليکوالي هغه فن او مسلک دی، چې د هغه په واسطه يو شخص د خپل فکر او اند محتوا په ليکلې بڼه ټولنې ته وړاندې کوي. ليکوال ته بويه، چې ليکنه يې روانه، ساده او د ټولو د پوهېدنې وړ وي. هر څومره، چې يوه ليکنه رڼه، له نامانوسو او شډلوکلماتو او له سولېدليو عبارتونو څخه خالي وي؛ هغومره د خلکو ډېره خوښېږي. زموږ يو شمېر ليکوال په قصدي ډول هڅه کوي، چې خپلې ليکنې د فهم له معياره راپرېباسي. ځينې ليکوال د کليشې او تکرار په دام  کې راګېر دي؛ خو يو شمېر بيا د نوښت او نيولوګېزم په نامه خپلې ليکنې د معيار له چوکاټه وباسي. ځينې بيا داسې هم شته، چې د يوې کلمې پر ځای پوره جمله کاروي. دغو ستونزو او نيمګړتياو ته په کتنې، ما يوشمېر کليشې، بې معنی کلمات او سولېدلي عبارتونه راټول کړي، چې بحث کول پرې بې ګټې نه دي.
    لکه څرنګه، چې ټولو ته معلومه ده... دا يو څرګند حقيقت دی... دا او دې ته ورته نورې کليشه يي جملې د يوشمېر ليکوالو د ليکنې پيلوونکې جملې دي. يوه خبره يا موضوع، چې ټولو ته معلومه وي يا يوه څرګند حقيقت وي؛ نو په بيا، بيا ويلو او تکرارولو يې وخت خرابول نه دي په کار. دلته ليکوال ناتوانه برېښي. دی نه پوهېږي، چې له کومې زاويې او څنګه خپلې ليکنې ته ورننوځي. ليکوال بايد له سوچ او فکر څخه کار واخلي. په لوی لاس د کليشې په لومه کې ځان ښکېلول د ليکوالۍ د ارونو خلاف دی.
    ستاسو په اند په راتلونکو جملو کې کومه يوه سمه ده؟  ( د کابل نه راغلم.) او ( له کابله راغلم.)  له لږ فکر وروسته به ستاسو ځواب دا وي، چې دوه يمه جمله سمه ده. نو بيا ولې د سربل پر ځای د اضافت ( د ) کاروو؟ د لويو، لويو ليکوالو ليکنې له دغو نيمګړتياو څخه خالي نه دي. دلته لږ فکر او دقت په کار دی. په ډېرو باريکو ځايونو کې مو بايد دغې تېروتنې ته پام وي.
    يو شمېر ليکوال د ( ځينې ) او ( ځنې ) تر منځ د کوم توپير قايل نه دي. په داسې حال کې، چې د ځينې او ځنې تر منځ د ځمکې اسمان توپير دی. ځينې د ( بعضې او يو شمېر ) په معنی او ځنې د ( له او څخه ) په معنی دی. د رحمان بابا يو بيت دی:
                                        ځينې، ځينې يې وليان پيغمبران کړل – نه چې هر سړی ولي او پيغمبر دی
په بيت کې د ( ځينې ) معنی واضحه او ښکاره ده، چې د يوشمېر په معنی راغلی دی. که زه ووايم: ( ځنې وامې خيست. ) په دې معنی، چې ( ترې وامې خيست.) له هغه يا هغې څخه مې واخيست.
    ځينې ليکوال بيا د ( سربېره ) او ( برسېره ) تر منځ د توپير په ګرداب کې راګېر دي. دوی په دې نه پوهېږي، چې سربېره د ( باوجوداو برسر ) په معنی او برسېره د ( له پاسه )  په معنی دی. که د دې کلمو تر منځ توپير ته ځير شو؛ نو بيا به هره کلمه پر خپل ځای کاروو. کله، کله ليکوال د ( سربېره پر دې، چې ... )  پرځای ( برسېره پر دې، چې ... ) ترکيب کاروي، چې دا دليکوال د فکر پر ضعف دلالت کوی.
    که زه داسې وليکم: ( په ډاکټر مې غاښ ووېست.) يا ( پر ډاکټر مې غاښ ووېست.) تاسو به وواياست، چې دا دواړه جملې يوه معنی لري. زه وايم نه ! لږ فکر وکړئ! دلته هره جمله بېله بېله معنی لري. په لومړۍ جمله کې ډاکټر فاعل دی او زما غاښ يې وېستی دی. په دوه يمه جمله کې ډاکټر مفعول دی او ما ترې غاښ وېستی دی. ( پر ) او ( په ) د کال يا نېټې له پاره هم په يو ځانګړي توپير سره کارول کېږي. کله،چې د کال له پاره ( په ) کاروو؛ نو بيا ورسره د ( کې ) اوستربل هم راځي. لکه : په  ۱۳۹۲ لمريز کال کې. خو کله، چې موږ دلته پر کاروو؛ نو بيا ورسره د ( کې ) اوستربل نه راځي. لکه : پر ۱۳۹۲ لمريز کال. په دې اړه د خوشال بابا يو بيت دی:
                          د دېوان مې که بيت، بيت سره حساب شي – تر څلوېښت زره به تېر شي پر دا کال
    د ژورناليزم په ډګر کې هم ډېر شمېر ژورنالستان د کليشې پر ناروغۍ اخته دي. له يو وياند څخه مې واورېدل، چې ويل يې: فلانی صيب هم په غونډه کې شتون لري. که دې ښاغلي داسې ويلي وای، چې فلانی صيب هم په غونډه کې شته يا غونډې ته راغلی. دا وروستۍ جملې به يې د لومړۍ هغو په پر تله لنډې، ساده او عام فهمه وې. وايي، چې ( دې ډول تورونو له پخوا په هغه شتون درلود.) ولې ساده نه وايو، چې ( دا ډول تورونه له پخوا پر هغه وو.) په ځينو ليکنو کې يې هم وينم، چې ... شتون درلود. خو که د دې پر ځای په لنډ ډول ووايو، چې شته دی، ښه به نه وي؟ دغه ترکيب د فارسي ژبې د ( وجود دارد) کټ مټ پښتو ژباړه ده، چې د ژباړې د ارونو له مخې دغه ژباړه ناسمه او کارول يې هم ناسم کار  دی.
    کله چې يو ژورنالست د يوې غونډې راپور ورکوي؛ نو په سر کې به خامخا دا جمله ليکي: ( غونډه د قرانکريم په تلاوت سره پيل شوه.) زموږ افغاني ټولنه يوه مذهبي ټولنه ده.له شک پرته، چې هره يوه غونډه به دقرانکريم په تلاوت سره پيلېږي؛ خو دوی به په کيسه ييز ډول له سره تر پايه په کليشه لګيا وي. دځيونو خبرونو ليډ بيا داسې ايښودل کېږي: ( ... له ... سره د هغه د کار په دفتر کې وکتل. )  تاسو دې جملې ته لږ سوچ وکړئ!  زه خو وايم، دا خبره حتمي ده، چې د هغه د کار په دفتر کې به سره ګوري. که هلته نه ګوري ؛ نو چېرې به سره ګوري؟ د سړک پر سر که په کوم بل ځای کې؟ دلته د ليدو په ځای کې کوم ارزښت نه شته. او نه دومره اړين دي، چې ځای دې حتمي ذکر شي. دلته د ليدو موخه او هدف ډېر هم دی، چې راتلونکې هيلې ورپورې تړلي دي.
    په ځينو خبرونو کې راغلي وي: (  ښاغلي ... له ... څخه ليدنه وکړه. ) ولې پخپله جملې اوږدوو؟ که د دې پر ځای ووايو، چې ( ښاغلي ...، ... وليد يا وکوت )  ښه به نه وي؟  د وخت او کاغذ پر سپما سربېره به مو په دې جملې کې د هغې په پر تله مفهوم ښه  او په اسانه ډول انتقال کړی وي. کله کله ژورنالستان داسې جملې هم کاروي: ( ښاغلي ...، ... له نژدې وليد. ) د داسې جملو په اورېدو سره ذهن ته دوه ډوله ليدل راځي. له نژدې وليد، په مقابل کې يې له لرې ليدل هم شته. نو اوس نه پوهېږو، چې له لرې ليدل به څنګه وي؟ بيا هم لنډه جمله هماغه ده، چې ووايو: ( ښاغلي ...، ... وليد يا وکوت. )  د يو ښه ليکوال او ژورنالست ليکنې او راپورونه له دا ډول کليشو او نيمګړتياو څخه خالي وي. که ليکوال او ژورنالستان  ځان په تکليف نه کړي او همداسې پرکليشو او سولېدليو عبارتونو اخته وي؛ نو د نوښت او ابتکار حس به له منځه ولاړ شي. که د دغو کليشو اوسولېدليو عبارتونو پر ځای نوي، په زړه پورې او خواږه ترکيبونه وکاروو؛ نو د ليکنو رنګ او خوندبه څو چنده زيات شي.