د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

مشرک او مسلمان يوله بل څخه توپير لري

عبدالله رحمت 22.12.2012 09:58

مومنان هغه بندګانوته ويل کيږي چي يواځي دالله عبادت کوي،داسلام دين(قران اونبوي حديثو) ته غاړه ږدي، خپل رب، مالک او عالم الغيب يوازي همدا يو الله ګڼي او يواځي دالله ټولي فيصلي حقي اوسيي بولي ،چي دبل چا په پريکړه نه کوم شي حلال اونه هم حرام بولي. د قران د اياتونوپه اوريدلويي ايمانونه زياتيږي، او لمنځونه يوازي د رسول الله پر طريقه کوي چي پر الله يي توکل وي.
الله داسي فرمايي(إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ الَّذِينَ إِذَا ذُكِرَ اللّهُ وَجِلَتْ قُلُوبُهُمْ وَإِذَا تُلِيَتْ عَلَيْهِمْ آيَاتُهُ زَادَتْهُمْ إِيمَانًا وَعَلَى رَبِّهِمْ يَتَوَكَّلُونَ ﴿٢﴾ الَّذِينَ يُقِيمُونَ الصَّلاَةَ وَمِمَّا رَزَقْنَاهُمْ يُنفِقُونَ ﴿٣﴾ أُوْلَـئِكَ هُمُ الْمُؤْمِنُونَ حَقًّا لَّهُمْ دَرَجَاتٌ عِندَ رَبِّهِمْ وَمَغْفِرَةٌ وَرِزْقٌ كَرِيمٌ ﴿٤﴾الانفال)
مګرمشرکان هغه کسان دي چي ځانونه دينداربولي خو دالله په عبادت کي نور مخلوقات هم ورسره شريکوي، دخالص اسلام سره نوري خبري،قياسونه،دسلف اقوال، خوبونه ،دمختلفو خلګورايي او اجماع ګاني شريکوي اوبيا يي مني، پيران،بزرګان ،بتان،نور مخلوقات او وليان دالله سره په ډيرو صفتونوکي شريک بولي لکه چي په پټو يي خبر بولي، دخير اوشرمالکان يي بولي،متصرفين اواختيارمن يي بولي.
الله داسي فرمايي(اتَّبِعْ مَا أُوحِيَ إِلَيْكَ مِن رَّبِّكَ لا إِلَـهَ إِلاَّ هُوَ وَأَعْرِضْ عَنِ الْمُشْرِكِينَ ﴿١٠٦﴾ الانعام) پيروي وکړه دهغه څه، چي تاته(اي محمد رسول الله) ستا درب له لوري وحيي کيږي،نشته د عبادت لايق مګر همدي دي او مخ واړوه د مشرکانوڅخه.
(يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ إِنَّمَا الْمُشْرِكُونَ نَجَسٌ ... ﴿٢٨﴾ التوبه)اي مومنانو بيشکه مشرکان نجس دي.
(هُوَ الَّذِي أَرْسَلَ رَسُولَهُ بِالْهُدَى وَدِينِ الْحَقِّ لِيُظْهِرَهُ عَلَى الدِّينِ كُلِّهِ وَلَوْ كَرِهَ الْمُشْرِكُونَ ﴿٣٣﴾ التوبه او۹ايت دسورت صف) دي(الله) هغه(ذات) دي چي خپل رسول يي د هدايت اوحق دين سره ليږلي دي،ددي لپاره چي پر ټولودينونو غالب شي که څه هم مشرکان يي بد ګڼي.

مشرکان هميشه دقران اونبوي حديثو سره کرکه لري اوپدي وحيي سره فيصله کول بده ګڼي، او کله چي يواځي الهي وحيي بيانيږي او دمذهبونو بيان ونشي نو هر مشرک ورسره کرکه لري. (إِنَّ الشِّرْكَ لَظُلْمٌ عَظِيمٌ ﴿١٣﴾لقمان)بيشکه شرک غټ ظلم دي

۱=مومن هميشه د يو الله عبادت کوي اومشرک دالله دعبادت سره دنورو مخلوقاتو عبادت هم کوي لکه چي مومن يواځي دالله څخه مدد غواړي مګر مشرک د هر پير اوبزرګ څخه مدد غواړي او وايي( يا دالله وليانو،ياپيرانو يا مرچ اغا،يا شاه غونډان،يا ود اوسواع،يا يعوق، يا علي،يا ملانوح، ياغيبانه،يا کټه سر،يا اسحاق زيانو خليفه ګانو،يا کڅي نيکه او داسي نور)
۲= مومن دالله په صفت کولوخوشحال کيږي او مشرک د نورو بزرګانو په صفتونو کي لګيدلي وي.
۳= مومن هميشه الهي وحيي دين بولي، مګر مشرک هري خبري ته دين وايي، لکه دملايانو نظرونه، اجماع ،قياس، دبزرګانو رايي،خوبونه، ددرواغو کيسي اود سلفو اقوال.
۴=مومن دايمان په هکله څيړنه کوي اوبيا نور اعمال دايمان په رڼا کي تر سره کوي، مګر مشرک نه دايمان په هکله څيړنه کوي اونه هم خپل شرکي اعمال اصلاح کوي بلکه د مختلفو اعمالودډيروالي په غم کي يي وي.
۵=مومن دخپل ايمان دساتني لپاره هروخت بيدار وي اودالله سره يي سخت محبت وي، مګر مشرک بيا دايمان حقيقت نه پيژني بلکه د نورو خلګوسره يي سخت محبت وي او خپل ځان، مال او اولاد تري قربانوي.
اوداسي نور ډير توپيرونه لري؟.