دديني عالمانو احترام او عزت
06.12.2012 12:15ګرانووروڼو: تر ټولو وړاندي بايد ووايو ،دملا اوعالم ترمنځ هيڅوک توپير نکوي،دډاکټر اودوافروش ،د امي اوکاتب، دډک (ملا) اوتش (غيرملا) ،د دين اوبي ديني، دانسان اوحيوان، دښه اوبد ،د کافر اومسلمان ،دعقل اوبي عقلي ،د مجاهد اوغله، دتقوا او شرک ،دفقر اوچندي ،د زکات اوججي، دسود اودسودا، د نکاح اودزنا، دغيرت اوبيغيرتي ،دفساداود صلحي ،اودارنګه درشتيا او دروغ هيڅوک نه څيړنه کوي اونه هم دبل چاخبره اوري، خپل نظر اورايه, دالله ترويناښه بولي او بيا جنت فردوس هم غواړي؟ دالله درضالپاره يوځل داخبري ولولې او بيا فيصله تاسو وکړي چي موږڅه وايواوڅه کوواو دچا لپاره وايواوولي وايو؟
داوسني ملايانو ددرواغولړي: ۱ـ اوسني ملايان وايي( چي ستاسو ملايان هرڅه درته وايي هغه ټول مني) ،خو دا خبري يي دروغ دي، ځکه چي دعقل له نظره دا خبره نه سره لګيږي۰ ولي چي دهر نظريي ملايان شته۰ دطالبانو ملايان دحکومت ملايان کافران بولي اوبرعکس دوي بيا د امارت ملايان کافران بولي،سلفيان اوحنفيان ملايان همداسي يواوبل ته کافران وايي، همداسي شيعه اوسني ملايان يواوبل ته کافران سره وايي. صوفيان او پنجپيري ملايان، دڅلورو مذهبو ملايان اود يوي مدرسي څخه فارغ شوي ملايان يو اوبل ته کافران وايي؟
الله پدي اړه څه فيصله کوي؟؟؟
[اتَّخَذُواْ أَحْبَارَهُمْ وَرُهْبَانَهُمْ أَرْبَابًا مِّن دُونِ اللّهِ-توبه ۳۱] دوي خپل غټ ملايان او غټ پيران درب په څير نيولي دي،بغيردالله څخه.
او دداسي بي دينه ملايانو په اړه فرمايي (كَمَثَلِ الْحِمَارِ يَحْمِلُ أَسْفَارًا ---الجمعه ۵) په مثا ل دخره دي چي سيپاري وړي۰ (وَلَوْ شِئْنَا لَرَفَعْنَاهُ بِهَا وَلَـكِنَّهُ أَخْلَدَ إِلَى الأَرْضِ وَاتَّبَعَ هَوَاهُ فَمَثَلُهُ كَمَثَلِ الْكَلْبِ إِن تَحْمِلْ عَلَيْهِ يَلْهَثْ أَوْ تَتْرُكْهُ يَلْهَث ذَّلِكَ مَثَلُ الْقَوْمِ الَّذِينَ كَذَّبُواْ بِآيَاتِنَا فَاقْصُصِ الْقَصَصَ لَعَلَّهُمْ يَتَفَكَّرُونَ ﴿١٧٦﴾ سَاء مَثَلاً الْقَوْمُ الَّذِينَ كَذَّبُواْ بِآيَاتِنَا وَأَنفُسَهُمْ كَانُواْ يَظْلِمُونَ ﴿١٧٧﴾اعراف)اوپه مثال دسپي دي۰ (الَّذِي يُوَسْوِسُ فِي صُدُورِ النَّاسِ ﴿٥﴾ مِنَ الْجِنَّةِ وَ النَّاسِ ﴿٦﴾ سورت ا لناس)هغه چي وسوسي اچوي دخلګو په زړو کي۰۰۰دبيلګي په توګه ملايان وايي قران ا وحديث مه واياست چي ګمراه کيږي ولي چي تاسي اميان ياست۰
۲-ملايان وايي چي داسلام دين پر څلورو مذهبونو ويشل حق دي ،چي پر يومذهب عمل وشي اودري نور مذهبونه پريښودل سي،خو دا خبره يي دروغ ده ځکه چي الله فرمايي ( اي مومنانوپه اسلام کي پوره داخل سي ۲۰۸البقره ) که د يو مذهب څخه پرته په نورو مذهبونو کي اسلام وي نو بيا يي ولي نه عملي کوي ؟ اوکه په نورومذهبونو کي اسلام نه وي ،بيايي ولي حق بولي ؟وروڼو خبراوسي چي ملايان ددين غله دي ځکه چي دري نور مذهبونه يي پټ کړيدي۰
۳-ملايان وايي چي ملا ته په هر وخت کي د زکات اخيستل روا دي،که څه هم( د اس زين يي د سرو زروزوي)۰ خوداټول ددوي دروغ دي ځکه چي دزکات ورکول پرهر دولت مند فرض دي،هغه که ملا وي اوکه نور۰الله وايي(وَقُولُواْ لِلنَّاسِ حُسْناً وَأَقِيمُواْ الصَّلاَةَ وَآتُواْ الزَّكَاةَ ثُمَّ تَوَلَّيْتُمْ إِلاَّ قَلِيلاً مِّنكُمْ وَأَنتُم مِّعْرِضُونَ ﴿٨٣﴾البقره) اوخلګو ته ښي خبري کوي او لمونځ سيده کوي او زکات ورکوي.... اوزكات اخيستل دفقير، مسکين،مسافر،قرضدار اوداسي نورو لپاره دي چي ملانه دي ذکر شوي؟............... (إِنَّمَا الصَّدَقَاتُ لِلْفُقَرَاء وَالْمَسَاكِينِ وَالْعَامِلِينَ عَلَيْهَا وَالْمُؤَلَّفَةِ قُلُوبُهُمْ وَفِي الرِّقَابِ وَالْغَارِمِينَ وَفِي سَبِيلِ اللّهِ وَابْنِ السَّبِيلِ فَرِيضَةً مِّنَ اللّهِ وَاللّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ ﴿٦٠﴾التوبه)
۳-ملايان وايي (چي مونږ هرڅه درته وايو داټول داسلام ټکي دي، بيا په خپلو بيانونو کي وايي: په کتاب کي راغلي دي،کتاب داسي وايي ،کتاب راوړي،په کتاب کي راځي) ،د ملايانو داخبري دروغ دي،ځکه دکتاب نوم او صفحه نه ذکر کوي اوددوي کتابونه هم مجهول خلګو جوړ کړيدي لکه د شروط صلاة کتاب چي تراوسه يي تاليف کونکي نه دي معلوم؟ او په هر کتاب کي مخالفتونه لري (يجوز عند فلان ولا يجوز عند فلان = فلاني وايي داشي روا دي اوفلاني وايي حرام دي) ځکه داملايان د قران او نبوي احاديثوڅخه نه فتوا ورکوي او نه عقيده ځيني زده کوي اونه يي داصولو لپاره کاروي او الحمد لله چي په قران او حديثو کي معلومات هم نه لري ۰ځکه دوي هر وخت خلګو ته وايي پام کوي چي د قران ترجمي ته ورنږدي نسي ،چي بيا به ګمراه سي۰ او الله فرمايي (وَمَن يُطِعِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَيَخْشَ اللَّهَ وَيَتَّقْهِ فَأُوْلَئِكَ هُمُ الْفَائِزُونَ ﴿٥٢﴾ النور)او څوک چي دالله او رسول اطاعت وکي او د الله څخه وبيريږي اوتقوا وکي،نو همدغه کسان کامياب دي ۰

