دوه لمنځونه په يوه وخت کي ادا کول
10.12.2012 19:39د اختلافي مسئلو په لړ کي يوه هم د جمع بین الصلاتین مسئله ده چي ځيني خلګ له يوې مخې ترې منکر دي ، ځيني نور بيا په سفر کي دوه لمنځونه په يوه وخت کي کوي البته په حضر کي يې نه کوي او د رسول الله په ښکاره حدیث کي خپل ناقص عقل جنګوي ، تاويل پکي کوي او هڅه کوي چي د دين مسئلې د خپل طبیعت موافقې کړي. يو شمېر نور يې بيا په سفر او حضر دواړو کي منونکي دي. راشئ په دې اړه له اصلی حقيقت څخه ځانونه خبر کړو او نور د خلګو په خبرو پسي ولاړ نه شو.
۱) حَدَّثَنَا يَحْيَى بْنُ يَحْيَى قَالَ قَرَأْتُ عَلَى مَالِكٍ عَنْ نَافِعٍ عَنِ ابْنِ عُمَرَ قَالَ كَانَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- إِذَا عَجِلَ بِهِ السَّيْرُ جَمَعَ بَيْنَ الْمَغْرِبِ وَالْعِشَاءِ. ابن عمر وايي کله چي به د رسول الله تلوار وو نو د ماښام او ماخوستن لمنځونه به يې يوځای کول .
تخريج: (مسلم کتاب صلاة المسافرین باب جوازالجمع بین الصلاتین فی السفر ، حديث نمبر ۱۶۵۵ )
په بل روايت کي دي:
۲) حَدَّثَنَا قُتَيْبَةُ بْنُ سَعِيدٍ حَدَّثَنَا الْمُفَضَّلُ - يَعْنِى ابْنَ فَضَالَةَ - عَنْ عُقَيْلٍ عَنِ ابْنِ شِهَابٍ عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ قَالَ كَانَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- إِذَا ارْتَحَلَ قَبْلَ أَنْ تَزِيغَ الشَّمْسُ أَخَّرَ الظُّهْرَ إِلَى وَقْتِ الْعَصْرِ ثُمَّ نَزَلَ فَجَمَعَ بَيْنَهُمَا فَإِنْ زَاغَتِ الشَّمْسُ قَبْلَ أَنْ يَرْتَحِلَ صَلَّى الظُّهْرَ ثُمَّ رَكِبَ. انس وايي رسول الله چي به کله د لمر تر زوال مخکي دتلو اراده وکړه نو د ماپښين لمونځ يې مازګر ته وروسته کاوی بيا به تم شو او دواړه يې به يې د مازګر په وخت کي ادا کړل خو که به لمر زوال کړی وو نو تر کوچ مخکي يې به يې د ماپښين لمونځ وکړ بيا به يې سفر پيل کړ.
تخريج: ( مسلم کتاب صلاة المسافرین باب جواز الجمع بین الصلاتین فی السفر ، حديث نمبر ۱۶۵۹ )
په يو بل حديث کي داسي الفاظ راغلي:
۳) حَدَّثَنِى أَبُو الطَّاهِرِ وَعَمْرُو بْنُ سَوَّادٍ قَالاَ أَخْبَرَنَا ابْنُ وَهْبٍ حَدَّثَنِى جَابِرُ بْنُ إِسْمَاعِيلَ عَنْ عُقَيْلٍ عَنِ ابْنِ شِهَابٍ عَنْ أَنَسٍ عَنِ النَّبِىِّ -صلى الله عليه وسلم- إِذَا عَجِلَ عَلَيْهِ السَّفَرُ يُؤَخِّرُ الظُّهْرَ إِلَى أَوَّلِ وَقْتِ الْعَصْرِ فَيَجْمَعُ بَيْنَهُمَا وَيُؤَخِّرُ الْمَغْرِبَ حَتَّى يَجْمَعَ بَيْنَهَا وَبَيْنَ الْعِشَاءِ حِينَ يَغِيبُ الشَّفَقُ. انس له رسول الله څخه روايت کوي چي کله به يې په سفر کي تلوار وو نو ماپښين به يې د مازګر اول وخت ته وروسته کاوی نو د مازګر په وخت کي يې دواړه ادا کول او ماښام يې تر هغو وروسته کاوی چي کله به شفق غایب شو نو ماښام او ماخستن دواړه لمنځونه به يې په يوه وخت کي کول .
تخريج: ( مسلم کتاب صلاة المسافرین باب جوازالجمع بین الصلاتین فی السفر ، حديث نمبر ۱۶۶۱ )
له دې رواياتو معلومه شوه چي په سفر کي دوه لمنځونه په يوه وخت کي ادا کېدای شي ، رسول الله همداسي کړي دي ، په دې کي هيڅ ګناه هم نه شته ، که څوک داسي فکر کوي چي الله وايي هر لمونځ پر يوه مقرر او ټاکل شوي وخت فرض شوی دئ نو په دې سره خو هغه حکم لغو شو؟. دا خبره يــې صحيـــح نــه ده ځکه د قران په حکم تر موږ رسول الله ښه پوهېدی ، په عمومي حالاتو کي همغه حکم دئ خو د عذر له امله او په ځينو وختو کي د سهولت لپاره دا هم روا شوې ده چي دوه لمنځونه پر يوه ځای ادا کړل شي.
په دې اړه په ابوداؤد کي روايت دئ:
۴) حَدَّثَنَا قُتَيْبَةُ بْنُ سَعِيدٍ أَخْبَرَنَا اللَّيْثُ عَنْ يَزِيدَ بْنِ أَبِى حَبِيبٍ عَنْ أَبِى الطُّفَيْلِ عَامِرِ بْنِ وَاثِلَةَ عَنْ مُعَاذِ بْنِ جَبَلٍ أَنَّ النَّبِىَّ -صلى الله عليه وسلم- كَانَ فِى غَزْوَةِ تَبُوكَ إِذَا ارْتَحَلَ قَبْلَ أَنْ تَزِيغَ الشَّمْسُ أَخَّرَ الظُّهْرَ حَتَّى يَجْمَعَهَا إِلَى الْعَصْرِ فَيُصَلِّيهِمَا جَمِيعًا وَإِذَا ارْتَحَلَ بَعْدَ زَيْغِ الشَّمْسِ صَلَّى الظُّهْرَ وَالْعَصْرَ جَمِيعًا ثُمَّ سَارَ وَكَانَ إِذَا ارْتَحَلَ قَبْلَ الْمَغْرِبِ أَخَّرَ الْمَغْرِبَ حَتَّى يُصَلِّيَهَا مَعَ الْعِشَاءِ وَإِذَا ارْتَحَلَ بَعْدَ الْمَغْرِبِ عَجَّلَ الْعِشَاءَ فَصَلاَّهَا مَعَ الْمَغْرِبِ. معاذ روايت کوي چي کله به رسول الله د لمر تر زوال مخکي کوچ وکړ نو د ماپښين لمونځ به يې مازګر ته وروسته کاوی او که به يې تر زوال وروسته کوچ کاوی نو ماپښين او مازګر به يې د ماپښين په وخت کي ادا کړل بيا به يې کوچ وکړ او که به يې تر لمر لوېدو مخکي کوچ کاوی نو ماښام يې ماخستن ته ځنډاوی او که به يې تر ماښام وروسته کوچ کاوی نو د ماخستن لمونځ يې رامخته کاوی او له ماښام سره يې يوځای ادا کاوی.
تخريج: ( ابوداؤد کتاب صلاة المسافر باب الجمع بین الصلاتين ، حديث نمبر ۱۲۲۲ صحيح )
په حضر کي هم دوه لمنځونه په يوه وخت کي ادا کېدای شي ، په حديث کي دي:
۴) حَدَّثَنَا أَبُو الرَّبِيعِ الزَّهْرَانِىُّ حَدَّثَنَا حَمَّادُ بْنُ زَيْدٍ عَنْ عَمْرِو بْنِ دِينَارٍ عَنْ جَابِرِ بْنِ زَيْدٍ عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- صَلَّى بِالْمَدِينَةِ سَبْعًا وَثَمَانِيًا الظُّهْرَ وَالْعَصْرَ وَالْمَغْرِبَ وَالْعِشَاءَ. ابن عباس روايت کوي چي رسول الله په مدينه کي ماپښين و مازګر او ماښام و ماخستن په يوه وخت کي ادا کړل .
تخريج: (مسلم کتاب صلاة المسافرین باب الجمع بین الصلاتین فی الحضر ، حديث نمبر ۱۶۶۹)
اوس دي هر باانصافه شخص فکر وکړي چي د دې دلائلو په شتون کي هم څوک کولای شي چي په سفر يا حضر کي له جمع بین الصلاتین څخه انکار وکړي؟. په صحيحو رواياتو کي له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه نقل شوي دي چي په مدينه کي يې دوه لمنځونه يعني د ماپښين او مازګر لمنځونه په يوه وخت کي ادا کړي دي او همدارنګه يې د ماښام او ماخستن لمنځونه په يوه وخت کي ادا کړي دي ، په دې سره يې موږ ته وښودله چي په دين کي سختي نه شته او لکه څرنګه چي الله تعالی ويلي الله د سهولت اراده لري د سختي اراده نه لري.
الهي وينا ده:
یُرِیۡدُ اللہُ بِكُمُ الْیُسْرَ وَلَا یُرِیۡدُ بِكُمُ الْعُسْرَ ۫
( البقرة : ۱۸۵ )
ژباړه: الله پر تاسو د اسانۍ اراده لري په سختي کي مو نه اچوي.
الله عزوجل دين محمد ته نازل کړی دئ ، هغه ته يې امر کړی چي په خپلو ويناؤ ، کړنو او تقرير يې خلګو ته ورسوي ، بيان يې کړي او هيڅ هم له امت څخه پټ نه کړي ، لکه چي الهي وينا ده:
وَ اَنۡزَلْنَاۤ اِلَیۡکَ الذِّكْرَ لِتُبَیِّنَ لِلنَّاسِ ( النحل : ۴۴ )
ژباړه: او موږ تاته قران نازل کړی څو يې ته خلګو ته بيان کړې.

