جهــــا د (مثنــــــوي )
25.10.2012 11:53جهــــاد ښکــــلې پـــاکــه لاره
کـــیږي خاص دخــــدای لپاره
سر مي جارتـــرمجاهــــد شـم
ورواري یې تـــر مقــصد شـم
شهــیدان یـــــې دي سپیڅـــلي
ټــــول غازیان یې وي غښتلي
مجـــاهـــد مي د سرستـــرګي
غټ یې زړونه لکه ګـــــرګي
خــپــل ولس تــــه وي مـــنلي
دلاوره وي غــښـــــــتــــــــلي
نه قاتــــل د خپـــلو خلـــګـــــو
نه کشتـــار لـــري د خــلګـــــو
خپل وطن ورباندي ګــران وي
سره یې ویـــــنه د افــــغان وي
نه مزدور د بهــــــرنیـــانـــــــو
نه جــاسوس وي د پـــردیانــــو
خپــل عزت ورباندي ګران وي
نیت یې پاک سم یې وجدان وي
له ګنــــاه څخه پرهــیز ګــــړي
له فســـــادڅخه ګـــریز کـــړي
دبل مال یې نه خـــــوښیــــږي
له رشوت څخه تیـــــریـــــږي
مور اوپلارتـه احتـــــرام کړي
دهـــــر مشریې مـدام کـــــړي
پـاک انسان بــــه مجاهـــد شي
که خــــیرن زړه وي فاسد شي
جهاد صرف په ژبـــه نـــه وي
نه یې غـــلا لــــره پلــــمه وي
هـــرعـــــمل یې معـــــتبـردی
ســــم پـــر لاره د اکـــــــبردی
پرخـپل نفس باندي حاکـــم وي
نه پر چا بانـــدي ظالــــــم وي
خپل جهاد نه خـــرڅوي څوک
اعتماد به خـــپل ساتي څـــوک
رحم کـــړي پر مظـــلومانــــو
وي خــــیرخواه د یتـــیمانـــــو
نه په غــــم کي د پیــــسو وي
نه خـــوشحال په بنګــــلو وي
فکر کـــــړي د سبـــا ورځــي
هـــم د مــرګ د عـــقبا ورځي
په ظاهـــره جهـــاد نه کــــړي
په باطـــن کي فساد نه کــــړي
د میزان ورځي تــــه ګـــوري
شته انصاف له هـــــري لوري
قــــــضاوت یې انســــاني وي
تهمت نه کــــړي بشـــري وي
ټـــاپه نه لــــري پـــــه لاس کي
نه پریږدي څوک په وسواس کي
دالله بــــیــره پـــه زړه کـــــــي
څه په زړه هــغه په خــوله کي
ښه پــــوهیږي په خپـــــل ځان
چي یـــــو قـــــــبر تــــه روان
هـــرڅه ټـــول ځـني پاتـــیږي
خپـل عــــمل ورسره کـيـــږي
سپین کفن به وي درې مـــتره
نه یې زروي نه یې مځـــکــه
کاربه اخــــلي لـــه کـکـــري
نه په لاس کښي یې لکـــــړي
قــــناعت یې پرخپل حال وي
نه په غـم د بــل د مــــال وي
مجاهــــد چـي وي سپــیڅـلی
پــه ولـس کښي وي منــــــلی
چي قـــــبول یې خلک نکړي
هیڅ راضي به فــــلک نکړي
غـل هیڅ وخت مجاهـد نه دی
ترهـغه هـــم فاســــــد ښه دي
د جهــــــــاد مرتبــــه لـــوړه
افتخار یې تـــل تــــــر تـــــله
امانزی په ویاړليکــــل کړي
افتخار به یې بالکـل کـــــړي
امانزی ناروي ۳۰ سپتمبر ۲۰۱۱

