د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ژوند ثمر

محمد اسحق امانزی 24.04.2012 09:45

د ژونـــد ثمــــــره
ثمـــــره د ژوند دي ولاړه لـه اختــــیــاره
ستــــانه ورکه خــــپله لاره له تــلـــــواره
سرګــــــردا نه د پردیــــو په چــــوپـړکي
وخت عبث درنه تیرشوی په روغــبړ کي
دروازې چي ټکــــوې دنـــورو خــــلـــګو
خورې به ته واري پرسردغــــټو ګــــرګو
شاوخوا مي اوریـــدل چي ته رهــــــبر یې
اوس څرګنده شوه چي ته چېرته نوکر یې
چي په لـــومه د پـــردیو کي اسیــــر شوې
ځان دي بایـله په ټـــولنه کي فـــــقیر شوې
سردي کښته کړه ګریوان کي څه دي کـړي
عام وژنه کي دي خــویندي کـــونډي کړي
چي خـــــــوشحال یې په عـــمل دمغرضینو
پـــــــــه ازاربه شي کـکــــړد معیــــوبیــــنو
نه دي دین نه دي د نیا شوه خــــوارکــــــیه
ستانه هرڅه ټـــــــول خـطا شـــوه لیــــونیه
یـــوه ورځ به پــه غضب دخـدای اخته شې
درنـــه ورک بـه نـــوم نښان اوبې پرده شې
امانــــزیـــه داسي خلـګ دزړه ســــوي دي
څو ژوند ي دي په چوپړ کي د پـــردي دي
امانزی ناروي ۲۷مارچ ۲۰۱۲