د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ســـــرطـــــــا ن

محمد اسحق امانزی 05.03.2012 20:14

وحشي رنځ د سرطان کورتـه ظـا لم شو
کـــړید لـــوافـــغا نا نو تــه پرابــــلم شـو
یـــــورنځورد سرطــــان راتــــه ویــــله
په رڼو اوښکو یې خپل کـیسه کـــولـــــه
ناچــاري وه دعـلاج پــــرلار روان شوم
خواربې ژبي پــه پروازدهندوستان شوم
دډهلي تخت کي چي کوز شوم له جهازنه
مسخره شوم دهنـــدو دتاخت او تـــاز نه
سرګردانـــه چي هـــرچاته نـژدې کېږم
په اردو او په انګلش یې نــه پـــوهېږم
زماګمان چي هندوستان سره دوسـتي ده
نــاخـــــبره په پـــــرده کې دښــــمني ده
شرمـــوښان ترجمانان ګــرځي په ډ لــه
باټي ډیـــري چي افغان دی په کــــا مله
ناخــــبره خپل له عـــقله وم پڅ شـــوی
پر ډاکټراو روغتونونو یـم خـرڅ شوی
په چنګال دښرموښانو کي را ګيـر شوم
سرګردانه بې علاجـه ډیــر زهـیر شوم
ډیر افسوس پر هر بیمار دامانـــزي شو
لوڅ لپړ افغان په ښار کي د ډهـــلي شـو
امانزی ناروي ۰۷ فبروري ۲۰۱۲