د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د پښتو ادب ښکلا ته ځلا

محمد اسحق امانزی 04.01.2012 21:00

د پښتـــو ادب ښکــلا ته ځــلا
د ځوا ن وتلي شاعراولیکوال ښاغلي اجمل اټک یوسفزي ليکنه (غــروب که دعبدالحي مطمئن سباوون ) تر سرخط لاندي چي د بینوا تاند اودعوت په انتر نیټي پاڼو کي خپره شوې ده نه یوازي داچي دمطمئن صاحب ښکلی شعر یې په خپل اصلي ماهیت او هیلو سره سپړلی بلکه په څو کرښو کښي یې د قلم څوکه دومره روښانه ځلولې ده چي په هري کرښي کښي یې دلوړ ادب ملغلري داسی روښانه بریښولي دي چي په رڼا سره یې دپښتو ادب او ادبي لیکنولوړمقام ته داسي خوند وربخښلی چي هرپر لالهاند او ارمانجن زړه د ملهم داسي پټی ایښودلای شي چي په واقعیت سره د زړه تنده په ماتیږي دی ليکي۰۰۰
تېره ورځ مې په بېنوا کې پر (غروب ) سترګې ولګېدې د مبتذلياتو له وېرې مې زړه نا زړه ټس ورکړ ګورم چې د طبيعت له رنګينيو او د ادبي فنونو د هنري نوښتونو او د ڼ ورځې د حالاتو او ټولو ادبي او سياسي نزاکتونو يوه ډکه او پوره ماموره ښکلې زړه راښکونکې تابلو ده ، زما جلوهلې تنده او د غروب په لمن کې دا سړه او رڼه چينه ، غروب نه و د حميد بابا خبر د مړي له خولې دستي وتلی دم وو٠
د غروب د ژور فکر خوږلن دومره راښکلم چې د هر توري او بيت په لوستو کلونه کلونه مخکنيو وختونو ته ولاړم او بيرته راغلم ٠ غروب خپل پاک سپېڅلی کليوال ژوند را ته نيغ سترګو ته ودرولو٠ د غروب هر بيت لکه خنجر او ملهم ، لکه د جانان درد او غم چې درد يې تر غم او غم يې تر درد خوږ وي۰
په پورته څو کرښو کي دښاغلي اجمل جان هغه په پښتني دود سره دهنر او ادب ژور احساسات چي دزړه
له تلي راوتلي اوقلم په څوکه بیان شوي دي دمطمئن صاحب شعر ته نور هم داسي خوند ور بخښلئ
لکه د لوی اختر په سهار چي د وروجو پر ډک غوري بوره وپا شې او بیا یې د يوه ستړي بزګر ومخته
کښيږدې چي خوند پرواخلي زما په اند د پښتو ادب به د ده ټولي روښانه نیکي هیلي هیڅکله هیري نه کړي منـنه۰
محمداسحق امانزی ناروي ۰۴جنوري ۲۰۱۲