د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

درې ګامه شاته یومخ ته

محمد اسحق امانزی 15.01.2012 16:57

داهغه پخه اوکره وینا ده چي په کلونو کلونوتر استعمال لاندي نیول شوې او په وارو وارو ازمایل شوې ده د دې جملې داستعمال څخه هدف داسي ښکاري چي یو سړی په یوه کار ښه ځان پوه کړي او بیا مخ ته ولاړ شي په دې مفهوم چي سړی تل دژوند پر راتلونکي باید فکر وکړي چي مخته څه لري که چیري بریتوب دخوښیو سره ولري یاخنډونه اوستونزي ولري ضرور ده پر دواړو لارو لازم غور وکړي او مخته ولاړ شي په هرکار کي سړی ثابت پر یوه نقطه ونه دریږي هڅه وکړي چي دپرمختګ اومخ ته تګ ورځانته پرانیزي دا کا رممکن په عملي کارو کي ډیراغیز ولري خوپه ټولنیزو او سیاسي افکارو کي هم کار ځني اخیستل کیږی دبیلګې په توګه ځیني دسیاست مینه وال او سیاسي کار پوهان سیاست کوي اوډیرښه په پوهیږي مګرمیدان ته نه راوزي (محتاط دي) دوی د دغه پورتني متل څخه داسي ګټه اخلي چي درې ګامه شاته مګر مخ ته هیڅ نه ، نه ګام ،نه نیم ګام اونه لویشت۰
ځینو ډلوخپل ځانونه داسي روږد کړي چي عینکي یې سرچپه ایښي دي او یوازي پر ماضي باندي یې فکراوسترګي ښه کار کوي خود راتلونکي ا بتکاراوعملي کارجرئت نلري زماپه اند اوس دوي ته پکار ده چي لږڅه مخ ته هم وګوري ځکه لاري ډیري کنډي کپري لري خدای نا خواسته ناخبره به کومي کندي ته لوید لی وي دافغانستان سیاسي حالت د معاملو په بحران کي غرق او په خورا درد ونکي ويجا ړ اوترینګلي جا لونوکي پیچل کیږي ټول سیاسي کار پوهان چي لاس تر زنه ناست دي اویا همیشه ثابت فکر کوي باید دمنجمد حالت څخه ځان راوباسي او ځانونه دوطن په درد ښه خبر کړي دګران هیواد پر روان کړکيچ فکر وشي اوبحران ته د نجات لاره ولټول شي یعني دوطن پر راتلونکي فکر وکړي او په دې لاره کي یو ګام مخ ته واخلي نورد بې اتفاقي څخه څه نه جوړیږي په خپلو منځونو کي جنګیدل تهمت ویل او یوبل پړه اچول به اوس په ګټه نه وي ځکه دغه کارونه د دښمنانو تیره وسله ده چي موږ پر راټول یو یوازي هوښیار او د لوي زړه خاوندان کولي شي چي واقعیت دموضوع درک اوځانونه ورسره عیار کړي زما په اند سیاسي کارپوهان باید د مشورو او تفاهم عملي لاره خپله کړي او بیله شخصي ګټو څخه
دملي زعامت په انتخاب کي فعاله ونډه واخلي اود هم ږغي داسي اوازونه پورته کړي چي همدا اوس ولس نیازورته لري۰
څرنګه چي وینو پر ولس او خاوري دمعا ملې پلانونه چي د پیژند ل شوومشهورو معامله ګرو له خوا مخته وړل کیږي ورځ په ورځ برملا اودعاملونو دمخ څخه هغه نقاب پورته کیږي چي کلونه کلونه یې کار ورته کاوه مګر دوي په دې نه پوهیږي چي دتاریخ او ټولني دیوه ملي قضا وت سره به مخامخ شي ،ټول پلانونه به یې رسوا او یو داسي ملي مقاوت او غاښ ماتوونکي ولسي ځواب به وویني چي طمع یې هم نه ورته کیده
منـنه امانزی ۰۸جنوري ۲۰۱۲