د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

بند ګلپي او دهغه فواید

اجمل شریف 07.03.2012 19:29

بند ګلپی ښه که بد؟!
زه پوهیږم چی دلوست ډیر مینه وال به زما د مقالی څخه صرف نظر ځکه شی چی عنوان یی ډیر بی خونده ښکاری. ته به فکر کوی چی وایی چی چا په واده کی نه پریښودو او هغه ویل ما دناوی سره کښینوی، یعنی زه ورته بد وایم او ته راته وایی چی ویی خوره ځکه چی اهمیت يی خورا دی. او ډیر لوستونکی خو به وایی چی زما په کلی کی نه خوښیږی تا راته د انټرنیټ په لیکه اچولی. زه لوستونکی نه ملامتوم ځکه چی زمونږ په کلی کی هم چی په نارینه د ګلپی بوی ورشی نو هڅی یی خپل میرمن ته په تندي دری بجی وي او حتی په دی فکر کی شی چی بیګا ته به په کومه کوټه کی ویده کیږي. خو زه بیا هم خپلی مقالی ته دوام ورکوم ځکه چی ما دګلپی ددوهم قسم په هکله چی بند ګلپی یا کباج نومیږی او زمونږ په ګران هیواد کی په ډيره پریمانه توګه تر لاسه کیدای شی دلیکلو تصمیم نیولی. خو هغه دچا خبره چی ډیر شی نو ګنډیر شي خو دا بند ګلپی ډیر دی او ډير مهم دی.. بند ګلپی زمونږ دسیمی دخلکو لپاره د خدای تعالی یو ښه نعمت دی او مونږ باید وخت په وخت د بند ګلپی استعمال ته ادامه ورکړو.

خبره به لنډه غوسه کړم او خپل اصلی هدف به ونیسم او هغه دا چی بند ګلپی دډیرو امراضو شفا ده. ته به وایی چی هغه متل دی چی وایی وره خو عمل پر مه کوه. خو زه وایم: ویی لوله او عمل پری وکړه ځکه چی زه چی څه لیکم د موثقو اقوالو له مخی یی لیکم او هڅی اوتی بوتی نه وایم. هڅی هم زه دومره اوزګار نه یم چی خپل وخت په بی ځایه اپلتو مصرف کړم.

نو بند ګلپی د قبض ورکولو، د معدی د ناسور یا اوښتی دانی،سردردی، بی حده چاغوالی، دپوستکی دامراضو، سابندۍ، روماتیزم یا د هډوکو دجوړنو ددرد، دزړه امراضو دچپو سترګو او دنورو ډیرو زیاتو امراضو شفا ده.
نور ډیر داسی مرضونه دا اریانونکی بند ګلپی یی د خپل بندو پاڼو په واسطه له منځه وړلی شی چی که دمقالی لوست ته دوام ورکړي نو شاید نور هم در څرګند شي.

که د یو انسان په بدن کی ویټامین سی کم وي نو په ډیره اسانه پری د وریو پړسوب او ښوییدل، د شونډو جاودل، عفونیت،تبه او عصبانیت او نور بی ساری امراض حمله کولای شي، نو ددی لپاره چی ددغه امراضو تر مخه مخنیوی وشي نو باید مونږ هغه مواد زیات وخورو چی ويټامین سي زیات ولري چی بند ګلپی پکی هسک رول لوبولی شي. په بله معنی بند ګلپی د نارنج نه هم زیات ويټامین سي لري. کباج یا بند ګلپي په بدن کی مدافعی قوي ته تقویت ورکوي، ناروغه حجري پیاوړی کوي او دانسان زخمونه زر رغوي. همدا رنګه بند ګلپی دتبی او ټوخي سره مجادله کوی او دهغوی جراسیم له منځه وړي.
همدارنګه دقبض په ماتولو کی، دکولمو په پاکولو کی، دهاضمی په فعالولو کی او نور په سلهاو مرضونو د مقاوم په توګه بند ګلپی فعاله ونډه اخیستلی شي.

په بند ګلپی کی د نشایستی پرته سلفر هم شته چی د ټکسین سره دمقابلی لپاره ډیر داهمیت وړ ګڼل کیږي. که څوک په سر ګنجی وي یا هم دایوډین له کمی سره لاس او ګریوان وي نو باید د بند ګلپی داستعمال ګړندی کړي ترڅو اړین ایوډین تر لاسه کړي.

برسیره په پورتنیو فوایدو بند ګلپی کلسیم، ویټامین سي، پوټاشیم او نور مواد هم لري چی د انسان دروغتیا لپاره مفید بلل کیږي.
په اخر کی باید ووایم چی که غواړی چی دډیرو امراضو څخه خلاصون ومومی نو دبند ګلپی خوراک مه هیروه. که بند ګلپی په سلاطه کی استعمال شي او یا په جوس کی او یا هم په دیګ کی، فایدی یی څرګندی دی. ستاسی د لا ښه ژوند په هیله