د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دافغانستان ملي لوبډله دپاکستان دملي لوبډلی سره مخامخ کیږي

اجمل شریف 17.12.2011 00:50

دکرک اینفو مطابق دافغانستان دکرکټ ملی لوبډله به د پاکستان د ملي لوبډلی سره یوه ورڅنۍ لوبه کوي. دا به دافغانستان او پا کستان دکرکټ دملي لوبډلو ترمنځ اولنۍ لوبه وي کومه به چی په شارجه کی د ۲۰۱۲م کال دفرورۍ په ۱۰مه نیټه ترسره شي. بیا وروسته به پاکستان او برطانیه خپلی لوبی کوي. دیادونی وړده چی دپاکستان او افغانستان دکرکټ دلوبو ملګرتیا او همکاري له هغه ورځی پیاوړی شوه کله چی دافغانستان ملي لوبډله پروسکال پاکستان ته د الف لوبډلی سره د مسابقو لپاره لاړه سره لدی چی وروسته له هغی چی په ۲۰۰۹م کال کی دسریلانکا په ملی لوبډلی په پاکستان کی حمله وشوه نو ددنیا ټولو هیوادونو پاکستان ته دخپلو ملي لوبډلو لیږل پاکستان ته ودرول. همدارنګه باید په یاد وي چی دافغانستان د کرکټ ټیم د آي سي سي نړیوال کرکټ ټولنی ددرجه بندی په جدول کی نهم مقام لري.