د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دزکات په اړه لنډ معلومات

اجمل شریف 17.08.2011 23:55

سوال څومره دولت باید ولرم چی زکات ورکړم؟
جواب 96 ګرامه سره زر، یا 642 ګرامه سپین زر او یا 5526 ډالره ولری نو دزکات فرض باید پرځای کړی.
سوال: په سرو زرو یا سپینو زرو او یا هم پیسو کی څو فیصده زکات واجب دی؟
جواب: په پورتنی دری واړو ملکیتونو کی 2.5 فیصده زکات واجب دی.
سوال: زکات باید چاته ورکړل شي؟
زکات باید فقیر ( هغه څوک چی مرستی ته اړوي)، مسکین (بی وسه) عاملین ( هغه خلک حکومت دملت د صدقی راټولولو لپاره ګمارلی وي) مؤلفه القلوب (بی ضرره خلک) فی الرقاب (غاړه خلاصونکي) پوروړي او یا مسافر ته ورکړل شي او یا کومه بله نیکه لار کی ولږول شي.

نور لاندی:
زکات په لغت کی ډیرښت او نمو ته وایی او په اصطلاح کی یو ځانګړی حق دی چی دځانګړي مال څخه څانګړو خلکو ته په ځانګړي وخت کی ورکول کیږی. زکات چی یو رکن د پنځو ارکانو څخه دی فرضیت یی په قرآن او نبوي احادیثو ثابت شوی دی.
په قرآن کی آلله ج وایی: {وأقيموا الصلاة وآتوا الزكاة } [البقرة: 43]. او بل آیت کی الله ج وایی {وما أمروا إلا ليعبد الله مخلصين له الدين حنفاء ويقيموا الصلاة ويؤتوا الزكاة وذلك دين القيمة } [البينة: 5]. درسول الله صلی الله علیه وسلم حدیث دی چی وایی وعن أبي هريرة، رضي الله عنه: (أن أعرابيا أتى النبي صلى الله عليه وسلم فقال: يا رسول الله دلني على عمل إذا عملته، دخلت الجنة. قال "تعبد الله لا تشرك به شيئا، وتقيم الصلاة، وتؤتي الزكاة المفروضة، وتصوم رمضان" قال: والذي نفسي بيده، لا أزيد على هذا. فلما ولى، قال النبي صلى الله عليه وسلم: "من سره أن ينظر إلى رجل من أهل الجنة فلينظر إلى هذا ) متفق عليه.‏
دزکات د وجوب حکمتونه زیات دي خو ټول په یوه کلمه څرخیږي او هغه دالله تعالی رضا ده. که لږ نور عمیق فکر پکی وکړو نو په دی به پوه شو چی زکات یو مالي عبادت دی، زکات بنده دبخل او طمع څخه پاکوي، زکات د د غریبو سره مرسته ده، زکات دخلکو په منځ کی روحي مینه اچوي، زکات ګناهونه رجوي او مصیبتونه لری کوی ، زکات مال پاکوي او داسی بی شمیره نور...

دزکات دورکونکی شرطونه په لاندی ډول دي:
اسلام، آزادي، نیت، مکمل دپيسو ملکیت، مال نصاب ته رسیدل، پر مال دیو کال تیریدل او د اصلي حاجاتو څخه دمال اضافه کیدل.

دزکات نصاب
په حدیث شریف کی داسی ذکر شویدی چی …… مِن كُلِّ اَربَعِينَ دِرهَماً دِرهمُ ُ وَلَيسَ فِی تِسعَةٍ وَتِسعِينَ وَماءةٍ شَيی ُ ُ فَاِذاَ بَلَغَت مَاء تينِ فَفِيهَا خَمسَة ُ ُ دَرَاِهمَ (رواه الترمذی وابوداود).
ترجمه: په هرو څلویښتو درهمو کی یو درهم زکات ورکړی او په ۱۹۹ درهمو کی زکات نشته، هرکله چی دوه سوه درهمه شول نو بیا پکی دوه نیم درهمه زکات واجب دی.
يادونه: هغه سره زر یا سپین زر چی د ښځو په لیڅو کی وي یاهم په عادي توګه استعمالیږي په هغی کی زکات نشته.
نو اوس سوال دادی چی دحضرت محمد ص دوخت دوه سوه درهم په اوس وخت کی دڅو درهمو سره سمون خوري؟ ددی ځواب دمصري عالم ډاکټر وهبه الزحیلی د فتوی له مخی دادی چی دسرو زرو نصاب شل مثقاله یا اوه نیمی تولی دی چی ۹۶ ګرامه ترینه جوړیږي. او سپین زر چی کله ۶۴۲ ګرامو ته ورسیدل او کال پری واوخت نو زکات پکی دوه نیم فیصده فرض دی.
که څوک په امریکا کی اوسیږي نو زکات په کومه طریقه ورکړي؟
که څوک په امریکا کی اوسیږي نو که ۹۶ ګرامه سره زر ولري او یا هم ۶۴۲ ګرامه سپین زرولري نو محاسبه به داسی کوي.
دانټرنیټ د ګولډ ګرامبارز ویبپاڼی له مخی دیو ګرام قیمت 57.56 ‌ډالره کیږي نو د 96 ګرامو قیمت 5526 ډالره کیږي چی 2.5 فیصده یی138.15 کیږي.