د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

زمونږ ټولنه او خرافات

اجمل شریف 27.09.2011 23:01

زمونږ ټولنه او مجتمع دډیرو خرافاتو، بدبختیو، او بدعاتو په جال کی راګیره ده او همدا لامل دی چی په ټولنه کی مو فساد او ستونځی ورځ تر ورځ ډیریږي. زه غواړم چی یو څه پدی لیکنه کی راخلاصه کړم.
په اسلام کی د هلک او انجلۍ رضا شرط ده آیا مونږ دخپلو خویندو او لوڼو درضایت پوښتنه کوو
اسلام مهر مثل او کف شرط بولي یعنی دواړه باید سیالیان وي آیا مونږ پری عمل کوو.
اسلام ورور وژنه حرامه بولي فساد حرام بولي
اسلام وایی حقیقي مسلمان هغه دی چی بل مسلمان یی د خولی او لاس څڅه په امان وي، آیا مونږ حقیقي مسلمانان یو.
اسلام ښځو ته مکمله آزادي ورکړی خصوصا کونډو رنډو ته آیا مونږ دیو ورور کونډه بل ورور ته په زور او په غولولو نه کینوو.
اسلام زکات او خیرات لپاره اصول او قواعد لري نو آیا مونږ ددی اصولو مطابق زکات ورکوو
حقیقي مسلمان دپنځه لمونځ په کولو سره دهر فحشا او منکر څخه په امان دی آیا مونږ فحشا او یا هغه اوامر چی اسلام منعه کړیدی لکه غیبت او دروغ، آیا مونږ درورغ نه وایو او غیبت نه کوو.
اسلام مسلمان ته د دصلحی او د امان دین دی آیا مونږ په رښتیا صلحی په لور کوښښ کړیدی.
اسلام په دکاندارانو باندی ددرغلیو په هکله ویلي چی هر هغه څوک چی په تله کی درغلۍ کوی نو هغوی لپاره خاص عذاب دی آیا زمونږ دکانداران دغه عذاب څخه نه ویریږي.
په هر لمانځه کی مسلمان مرسته صرف دخدای نه غواړي نو بیا ولی زمونږ ښځی زیارتونو څخه مرستی غواړي.
اسلام دعلم زده کړه فرض ګڼلی نو بیا ولی مونږ دخپلو اولادو ښونځی سیزو. ولی مو خپلی انجونی په کورونو کی کینولی دی او دزده کړی څخه مو محرومه کړیدی. دبی سواده مویندو او پلرونو څخه به ګیله نه کوم ځکه چی هغوی دعلم په اهمیت نه پوهیږي، زه دعلماو او پوهو خلکو په حال دردیږم چی اولادونه یی مکتبونو ته نشی تلای ځکه چی دوی فکر کوي چ دی خلک به څه وایی. آیا زمونږ دااوسنی مشران او په اصطلاح د اوسنیو مخورو لوڼی د بی بی عایشی څخه ډیری پاکی دی چی هغی به صحابه و ته تدریس ورکولو او زمونږ خویندی دی په کور کینی.
په اسلام کی دانسان خرڅلاو ممنوع دی آیا مونږ خپل اولادونه دولور په مقابل کی نه خرڅو.
په اسلام کی بدل یعنی شغار منع دی آیا مونږ یی نه کوو.
په اسلام کی هر نشیی توکی حرام بلل شویدی زمونږ څومره افغانان په نشه یی توکو اخته دي بلکه څومره مولیان مو نسوار کوي.
په اسلام کی اذیت او تسخیر حرام دی مونږ څومره خلک په یوه نه یوه بهانه څوروو.
په اسلام کی دحیوان وهل ناروا دي زمونږ څومره ورونه دحیوانات دسوټي په زور په لاره بیایی.
په اسلام کی دقرآن زده کړه فرض ده څکه چی دا زمونږ دنیوي قانون دی. آیا زمونږ خویندی وروڼه په قرآن پوهیږی او کله چی دلمانڅه په واسطه دخپل خدای سره خبری کوي پوهیږي چی خپل خدای ته څه وایی.
همدا اوس زمونږ هغه غریب ورونه خویندی چی دمړي غم پری راشي نو خپل جایداد خرڅوي او ښځی خپلی ګاڼی خرڅوي ترڅو دمړي پسی خیراتونه وکړي. آیا مونږ دیو اسلامي وګړو په حیث نشو کولای چی مصارف کنټرول کړو. نبی کریم صلی الله علیه وسلم د مړی په کور کی تردریو ورځو د میلمستیا منع راوړی نو بیا ولی مونږ مسلمانان پکی تفریط کوو او دپیغمبر علیه السلام دژوند او احکامو پیروي نه کوو. همدارنګه میلمستیا ګانی چی خلکو ته یی په ښادی کی کوو هم وروسته بیا زمونږ داولادونو په خوراک تاثیر اچوی. مونږ مجبور یو چی ورورسته ښه خوراک ونه کړو څکه چی په نزدی وختو کی مونږ ډیر مصارف کړیدی.
دمولیانو خولی تړل شویدی د سخات په حکم کی ځکه چی د هغوی پکی ګټه ده. دنورو موضوعاتو په هکله یی ښه آیاتونه او نبوي احادیث حفظ دي خو دسخات او خیراتونو په اخستلو کی د صدقي ورکولو بیانونه ورکوي.
زمونږ رواجونه د خرافاتو او بدعاتو څخه ډک دي دمثال په توګه د ناوی او شاوو د قرآن لاندی دری ځله تیرول، سپیلنی، دپیغلتوب وینه کتل، بی زایه نذرونه نیول او داسی نور
که مونږ په اسلام باندی عمل ونه کړو او خپل څان اصلاح نه کړو نو څنګه حق لرو چی بل نه دخو طمع ولرو.