پاکستاني الوتکو د خیبر ایجنسی قبایلي سيمه تیرا بمبار کړه
11.04.2010 12:35پاکستاني الوتکو د خیبر ایجنسۍ قبایلي سيمه تیرا بمبار کړې ده او له څلویښتو زیاتو وګړو ژوند یې اخیستی دی.
په بمبارۍ کې تر پنځه دیرش وګړي ټپيان شوي هم دي.
تر اوسه دا څرګنده نده چې وژل شوي خلک د دولت مخالفین دي او که عام وګړي دي. ویل کیږی چی الوتکو د لشکر طيبه مشکوک ځایونه په نښه کړي وو.
د تیرا یو اوسیدونکي ویلي چې په سيمه کې سړکونه د بمبار په وجه نړیدلي او ځایی خلکو ټپیان نږدی روغتونونو ته وړي دي.