لغمان:١٤وسله وال مخالفين له دولت سره يو ځاې شول!
24.01.2011 12:34ددوشنبې په ورځ دلغمان ولايت په مرکز مهترلام کې پنځلس وسله وال طالبان له دولت سره يو ځاې شول دلغمان دوالي وياند کوچي ناصري ټول افغان ته وويل دغو وسله والو مخالفينو ددې ولايت داليشنګ په ولسوالۍ کې ددولت پرخلاف قعاليتونه تر سره کول چې دلغمان ولايت دملي امنيت ادارې دهڅو په پايله کې يې له مخالفت نه لاس واخيست او ددولت سره يو ځاې شول ،ناصري وويل له دولت سره دد ې ډلې په يو ځاې کيدو به په سسيمه امن او ټيکاو رامنځته شي دلغمان والي محمداقبال عزيزي له دولت سره ددغه يو ځاې ډلې نه مننه وکړه چې له جګړې يې لاس واخيست او تر دې وروسته به دخپل هيواد په جوړونه کې ونده واخلي ،ياده دى وي چې تر دې وړاندې هم پنځه تنه وسله وال مخالفين په دې ولايت کې له دولت سره يو ځاې شوي و

