د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ننګرهار:ولايتي شورا والي له خوږياڼيو نه دموسسو پر ويستلو تورن کړ!

بلال شينواري 09.05.2010 10:08

دننګرهاردولايتي شورا يو غړي پر ولايتي اداره تور پورې کړچې مرستندويه ادارو ته يې دخوږياڼيو له ولسوالۍ نه دوتلو امر کړى.ولايتي اداره دا تور نه مني خو وايي چې کيداې شي ځينې ادارې دامنيتي انديښنو له امله په سيمه کې دخپلو چارو ځنډولوته اړ شوې وي.
دننګرهار په ولايتي شورا کې دخوږياڼيو ولسوالۍ استازي جاويد زمان په يوه مطبوعاتي ناسته کې خبريالانو ته وويل دننګرهار والي دخوږياڼيو په ولسوالۍ کې ميشتو مرستندويه ادارو ته له دغې ولسوالۍ نه دوتلو امر کړى جاويد زمان وويل که ولايتي اداره مرستندويه ټولنو ته له سيمې نه دوتلو امر کوي نو خلک هم دولايتي ادارې له لورې ټاکل شوي ولسوالان او نور دولتي مامورين نه شي زغملاې او ډير ژر به هغوې له خپلو سمو نه وباسي، دننګرهار ولايتي اداره بيا دا تورنه مني او وايي چې  په سيمه کې متوازنه بيا رغاونه او دهغې دترسراوي په موخه داسانتياو برابرول دولايتي ادارې دنده ده دننګرهار مرستيال والي ډاکتر محمدعلم اسحق زى وايي دوې مرستندويه ټولنو ته دخوږياڼيو له ولسوالۍنه دوتلو امر نه دى کړى خو دده په وينا کيداې شي يو شمير مرسته کوونکې ټولنې دامنيتي انديښنو له امله سيمې پريښود ته اړ شوې وي ده ديو پوښتنې په ځواب کې ومنله چې دهيواد ديوشمير سيمو په څير په ياده شوې ولسوالۍ کې هم امنيتي ستونزې شته، دخوږياڼيو په ولسوالۍ  کې دولايتي شورا او ولايتي ادارې تر منځ شخړې وروسته له هغې زور واخيست چې په ياده شوې ولسوالۍ کې دکرل شويو کوکنارو دله منځه وړو پرمهال دپوليسو او ولسي خلکو تر منځ وسله وال اخ وډپ پيښ شو چې له امله يې پوليسو ته دسر او مال درانه زيانونه ورواوختل ولايتي اداره دسيمې قومي مشران پر دې ګرموي چې له دوې سره دکړې ژمنې پرخلاف يې پر خپلو زمکو کوکنار کرلي خو دسيمې قومي مشران وايي چې دولت او نړيواله ټولنه دکوکنارو دنه کرلو په بدل کې په ژمنه شويو مرستو کې پاتې راغلې.