تازه خبر:په کونړ کې طالبانو او امريکايي سرتيرو ته مرګ ژوبله واوخته!
15.07.2009 11:12په هغه خبر پاڼه کې چې ټول افغان ته دجلال اباد په هوايي ډګر کې دميشتو امريکايي ځواکونو دقوماندانۍ له لورې را استول شوې راغلي چې تيره شپه افغان او ايتلافي ځواکونو دکونړ ولايت دپيچ په دره کې دمخالفينو پر يو پټن ځاې عمليات تر سره کړل چې پخ نتيجه کې دوه وسله وال طالبان ووژل شو او څلور تنه ژوندي ونيول شو خبر پاڼې ويلي چې په دې عملياتو کې درې تنه بهرني سرتيري هم ټپيان شويدي دټپي شويو سرتيرو دهويت په اړه څه نه دي ويل شوي خو په کونړ ټول ميشت سرتيري امريکايي دي طالبانو او ولايتي ادارې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي

