دښوونځي زده کوونکي:١٣٨٩کال دناامنيو او نشه يي توکيو نه پاک کال غواړو!
30.03.2010 09:45تر همدې سرليک لاندې دجلال اباد ښار دننګرهار په عالي ليسه کې جوړه شوې غونډې ته دننګرهار دپوهنې سرپرست ريس اول ګل ابو ذاهد ودنشه يي توکيو سره دمبارزې ريس اټک عبدالوکيل او دولايتي شورا استازي ذبيح الله زمري ويناوې وکړې او دنشه يي توکيو دضررونو دبيانولو تر څنګ دهغه په مخنيوي کې دزده کوونکو پر روزل خبرې وکړې وروسته دننګرهار ليسې پنځوس تنو زده کوونکو هغه پوکڼۍ چې پرې دنشه يي توکيو دمخنيوي پيغام ليکل شوې هوا ته پورته او دهمدې ليسې په انګړ کې يي يو شمير نيالګي هم کينول ددې پروګرام مالي ملاتړ په افغانستان کې دبريتانيا دسفارت له لورې شوى و

