د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

تازه خبر:دنورستان دبرګمټال ولسوالۍ سقوط وکړ!

بلال شينواري 09.07.2009 13:26

همدا څو شيبې وړاندې دنورستان والي جمال الدين بدر تول افغان ته له کابل نه په تليفون کې وويل چې دبرک مټال ولسوالۍوروسته له څوورځو مقاومت څخه څو شيبې وړاندې دمخالفينو لاسته ولويده او سلګونه طالبان ولسوالۍ ته ورننوتل،والي وويل مرکزي دولت ته يې ډيرې چغې وکړې خو په په وينا يې چې جا يې په خبره غوږ ونه ګراوه او بالاخره په يوه بجه ولسوالي دهغه طالبانولاسته ولويده چې دده په وينا دسوات نه راغلي دي ده وويل چې ددولت پرسونل دسيمې نه وتلي او په نامعلوم لوري تللي په دې اړه به نور جزيات وروسته په ډاګه شي،دا ولسوالي داسې مهال سقو کوي چې په هلمند کې دلاسه وتليو ولسواليو دنيولو لپاره خواوشاه اوه زره افغان او بهرني پوځونه په عملياتو بوخت دي خو دنورستان دبرګمټال دساتلو لپاره چا ګام پورتره نه کړ