د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ذوالحجي د لسو ورځو فضائل او پدي ورځو کي مستحب عملونه

مفتي ابوخالدلائق احمدغزنوي 06.11.2010 23:27

الحمد لله وحده، والصلاة والسلام على من لا نبي بعده ، امابعد:
ګرانو لوستونکو د الله رب العلمين له طرفه په خپلو بندګانو باندي بي شماره احسنات او انعامات دي؛ د هغه په دغه احساناتو او انعاماتو کې يو انعام دادى چي د خپلو بندګانو لپاره يي د خپلي بندګې او ډيرو نيکيانو او ثوابونو لپاره ځيني خصوصي وختونه پيداکړي،لکه د جمعي ورځ شوه ، د رمضان مياشت شوه، د عرفي ورځ شوه، د ليلة القدر شپه او داسي نور.....
بختور انسان هغه څوک دى چي د الله تعالى ددي ورکړى شوو خصوصي وختونو نه فائده پورته کړي.
پدي غوره وختونو او موسمونو کې يو غوره موسم د ذوالحجي لس ورځي خصوصا نهمه ورځ ده.
په قران او حديث کې ددي ورځو ځانګړي فضائل بيان شوي، چي ځيني فضائل او مسائل يي په لاندي ډول دي:
پدي ورځو الله تعالى قسم کړى:
(١)الله تعالى د ذوالحجي په اولو لسو شپو قسم کړي ، الله تعالى چي په څه قسم وکړي نو هغه ډير لوي او د عزت شى وي لکه په سورة فجر کي راځي :( وَالْفَجْرِ (1) وَلَيَالٍ عَشْرٍ ) د قران کريم په دي ايتونو کي د جمهورو مفسرينو په نزد د (( وليال عشر)) څخه همدغه د ذوالحجي لس شپي مراد دي.
امام المفسرين علامه ابن کثير رحمه الله ويلي: (( وهو الصحيح )) د (( ليال عشر)) په مصداق کې د ذوالحجي لس شپي اخستل تر ټولو صحيح او غوره دى.
(٢) پدي ورځو کې په ذکر باندي ( خصوصي ) امر راغلى:
الله تعالى فرمايلي: : (ويذكروا اسم الله في أيام معلومات على ما رزقهم من بهيمة الأنعام) [الحج:28].
پدي ايت کې د (( ايام معلومات )) څخه د عامو معتبرو مفسرينو په نزد همدغه د ذوالحجي اولي لس ورځي مراد دي.
په احاديثو کې هم ددي ورځو ځانګړي فضائل بيان شوي:
(١) عن جابر رضي الله عنه عن النبي صلى الله عليه وسلم قال :(فضل أيام الدنيا أيام العشر ـ يعني عشر ذي الحجة ـ قيل: ولا مثلهن في سبيل الله؟ قال : ولا مثلهن في سبيل الله إلا رجل عفر وجهه بالتراب( [ رواه البزار وابن حبان وصححه الألباني].
د جناب جابر بن عبدالله رضي الله عنه نه روايت دى چي رسول الله عليه وسلم فرمايلي: ددنيا بهتريني او غوره ورځي ( همدغه) لس يعني د ذوالحجي ورځي دي، چا ورڅخه پوښتنه وکړه ددي پشان غوره ورځي د الله د لاري د جهاد ورځي هم ندي؟ رسول الله صلي الله عليه وسلم ورته وفرمايل د الله د لاري د جهاد ورځي هم ددي څخه غوره ندي!! مګر که څوک خپل مخ په خاور خړ کړي ( يعني ځان شهيد کړي).
(٢)عن ابن عباس رضي الله عنهما قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: (ما من أيام العمل الصالح فيها أحب إلى الله من هذه الأيام ـ يعني أيام العشر ـ قالوا: يا رسول الله، ولا الجهاد في سبيل الله؟ قال: ولا الجهاد في سبيل الله، إلا رجل خرج بنفسه وماله ثم لم يرجع من ذلك بشيء) [رواه البخاري].
په دنيا کې ددي ورځو ( د ذوالحجي د اولو لسو ورځو) په شان نوري ورځي نشته چې الله تعالى ته پکې نيک عمل ډير خوښ وي، صحابه کرامو ورڅخه پوښتنه وکړه يارسول الله ! د جهاد في سبيل الله نه هم ( پدي ورځو کي عمل کول ) غوره دى ، هغه ورته وفرمايل: جهاد في سبيل الله هم ددي ( ورځو نيک عمل ته )) نشي رسيدلى ، مګر هغه مجاهد چي جهاد ته له خپل ځان او مال سره لاړ شي او يو هم بيرته را نه وړي ( يعني ځان او مال قربان کړي).
(٣)عَنْ عَبْدِ اللهِ بْنِ عَمْرٍو رَضِيَ اللهُ عَنْهُمَا قَالَ: كُنْتُ عِنْدَ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَذَكَرْتُ الْأَعْمَالَ , فَقَالَ: " مَا مِنْ أَيَّامٍ أَفْضَلَ فِيهِنَّ الْعَمَلُ مِنْ هَذِهِ الْعَشْرِ " قَالُوا: يَا رَسُولَ اللهِ , وَلَا الْجِهَادُ ؟ فَأَكْبَرَهُ , وَقَالَ: " وَلَا الْجِهَادُ إِلَّا أَنْ يَخْرُجَ الرَّجُلُ بِنَفْسِهِ وَمَالِهِ فِي سَبِيلِ اللهِ , ثُمَّ تَكُونُ مُهْجَةُ نَفْسِهِ فِيهِ " [أخرجه الطبرانى كما فى مجمع الزوائد (4/16والطيالسى (1/301 ، رقم 2283) ، وأحمد (2/167 ، رقم 6559) ، وابن أبى عاصم فى الجهاد (2/441 ، رقم 157) .
[وحسن إسناده الألباني والشعيب الارناووط].
ابن عمر رضي الله عنه وايي زه د رسول الله صلي الله عليه وسلم سره وم چې د هغه په حضور کې ځيني عملونه ياد کړى شو، نو رسول ا لله صلي الله عليه وسلم وفرمايل ددي يعني د ذوالحجي د اولو لسو په شان بل هيڅ داسي غوره او بهترين وخت نشته چې په هغه کې دي نيک عمل دومره ډير ثواب لري!! صحابه کرامو ورته وويل اي د الله رسوله! جهاد هم ددي په شان ثواب نه لري؟ نو رسول الله ددي غوره والى ډير زيات کړه؛ وې فرمايل د جهاد کولو نه هم پدي ورځو کې ( هسي نيک ) اعمال غوره دي،مګر که څوک جهاد ته له خپل مال او ځان سره لاړ شي او خپله ساه (ژوند)هلته ورکړي( يعني شهيد شي).
ددي ورځو د فضيلت بله وجه دا ده چي پدي ورځو کي يوه ډيره غوره ورځ راځي چي هغي ته (( يوم النحر )) يعني د غټ اختر وايي ، د يوم النحر ورځ هم د کال تر ټولو ورځو زياته غوره ورځ ده حديث کې راځي: (أعظم الأيام عند الله يوم النحر، ثم يوم القر)دالله په نزد ډيري غوره ورځي د ذوالحجي لسمه ورځ ده بيا د ذوالحجي يوولسمه ورځ ده [رواه أبو داود والنسائي وصححه الألباني)).
ددي ورځو د فضيلت بله وجه داده چي پدي ورځو کې د عرفي ورځ راځي د عرفي د ورځي بي شماره فضائل دي، حديث کې راځي ((صوم يوم عرفة يكفر سنتين ماضية و مستقبلة )).د عرفي د ورځي روژه د دوو کلو ګناهونه رژوي يو د تير شوي کال او يو د راتلونکي کال( دا حديث مسنداحمد او داسي نورو په صحيح سند سره روايت کړى).
دارنګه پدي ورځو کې نورمهم او ډير ډير غټ غټ نيک عملونه کيږي؛ نو پدي وجه غوره ورځي دي .
حافظ ابن حجر په فتح الباري کې ددي متعلق داسي ليکي: (والذي يظهر أن السبب في امتياز عشر ذي الحجة لمكان اجتماع أمهات العبادة فيه، وهي الصلاة والصيام والصدقة والحج، ولا يتأتى ذلك في غيره).
د ذوالحجي ددي لسو اولنو ورځو د فضليت وجه دا کيدى شي چي پدي کې مرکزي او اصولي عبادتونه راجمعه شوي؛ لکه لمونځ ، روژه، صدقه،حج او داسي نور شو، چې دا ټول په يوځل نورو ورځو کې نشي راتلى.
په قران او حديث کې ددي ورځو د فضائلو ذکر کيدلو غرض موږ تاسي ټولو انسانانيت ته ددي دعوت او ترغيب راکول دي چې پدي ورځو کې ځانګړي نيک اعمال وکړو او ددي ورځو د فضيلت څخه فائده پورته کړو.
په دي ورځو کې کوم کوم عملونه کول پکار دي ؟
مخکي په دي خبره ډير دلائل ذکر شوو چي په دي ورځو کې (هر) نيک عمل الله ته ډيرخوښ او محبوب دى، البته په دي ورځو کې ځيني لاندينيو ځانګړوعملونو ته ډيره توجه پکارده:
حج او عمره:
چاته چي الله تعالى وسع او قدرت ورکړى وي نو هغه ته پکار دي چي په دي لسو ورځو کې حج ته ځان حاضر کړي ، ددي لسو ورځو يو ځانکړى عمل همدغه حج او عمره کول دي، څوک چي دا دواړه په اخلاص سره وکړي نو الله به په بدله کې جنت ورکړي.
حديث کي راځي: ( العمرة إلى العمرة كفارة لما بينهما، والحج المبرور ليس له جزاء إلا الجنة) [متفق عليه].
حج مبرو ديته وايي چي په سنت طريقه وکړل شي ؛ هيڅ ريا،شهرت او ګناه پکي ونشي. ورسره ورسره نيک اعمال پکښي وکړي.
( ٢) روژه نيول:
ددي ورځو يو ځانګړى عمل روژه نيول دي، روژه هسي هم زيات ثواب لري ؛ د روژي فضيلت په حديث القدسي کې واورئ ، حديث کې راځي چي الله تعالى فرمايي : (كل عمل ابن آدم له إلا الصوم فإنه لي وأنا أجزي به) [متفق عليه].
په خاصه توګه پدي ورځو کې خو د عرفي د ورځي روژه نيول سنت عمل دي، په دي ورځ د روژي ډير فضيلت راغلي: حديث کې راځي چي ددي ورځي روژه د دوو کلونو ګناهونه رژوي (معاف کوي)
(صيام يوم عرفة احتسب على الله أن يكفر السنة التي قبله والتي بعده) زه د الله نه اميد لرم چې د عرفي په زوژي باندي د مخکيني کال او ورستني کال ګناهونه معاف شي [رواه مسلم].
وعليه فيسن للمسلم أن يصوم تسع ذي الحجة، لأن النبي صلى الله عليه وسلم حث على العمل الصالح فيها.
(٣) لمونځ کول:
لمونځ خو هغه عبادت دى چي انسان الله ته ورباندي ډيرزيات نزدي کيږي، نو پدي خاطر پدي ورځو کې د فرض لمانځه تر څنګ نور نوافل ډير کول پکار دي.
حديث قدسي کي راځي: ( وما يزال عبدي يتقرب إلى بالنوافل حتى أحبه) يو بنده ماته هميشه په نوافلو کولو سره ( د ځان را نزدي کولو) کوشش کوي؛ تر دي چي زه ورسره محبت وکړم ( يعني ور څخه راضي شم). [رواه البخاري].
تکبيرونه،حمدونه ،لااله الاالله او نور ذکر اذکار کول:
د ابن عمر رضي الله عنهما نه روايت دي چي نبي کريم صلى الله عليه وسلم فرمايلي: (ما من أيام أعظم عند الله ولا أحب إليه العمل فيهن من هذه الأيام العشر، فأكثروا فيهن من التهليل والتكبير والتحميد) [رواه أحمد].
په دنيا کې داسي تر دي لسو ورځو نه سيوا نور هيڅ داسي ورځي نشته چې په هغو کې الله تعالى ته نيک عمل ډير غوره او خوښ وي ، نو تاسي پدي ورځو کې (( لااله الاالله )) (( الله اکبر)) سبحان الله الحمدلله)) ډير ډير وايئ.
امام بخاري رحمه الله په خپل صحيح کې ليکي: كان ابن عمر وأبو هريرة رضي الله عنهما يخرجان إلى السوق في أيام العشر يكبران ويكبر الناس بتكبيرها.
ابن عمر او ابوهريره به پدي لسو ورځو کې بازار ته وتل په زوره به يي تکبيرونه ويل او خلکو به هم ورسره تکبيرات بدرګه .
صدقة کول :
صدقه هغه عمل ده چي په احاديثو کې ويل شوي چي پدي سره د الله تعالى غوسه سړيږي، پدي سره مصيبتونه دفعه کيږي، پدي سره د مرضونوعلاج کيږي.
الله تعالى هم په صدقه ورکولو ډير ترغيب راکړى: (يا أيها الذين آمنوا أنفقوا مما رزقناكم من قبل أن يأتي يوم لا بيع فيه ولا خلة ولا شفاعة والكافرون هم الظالمون) [البقرة:254