د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دايران پرضد دنني لاريون وروستي راپور

محمدالدين -همدرد 02.05.2010 21:24

نن په كابل كې دايران پرضد يوپراخ لاريون ترسره شو .

لاريون كوونكو چې پكي ميرمني هم شاملې وي دايران سفارت مخي ته داحمدي نژاد تصويراوجوړي شوي مجسيمي ته اور ورته كړ اودارنګه يې د مړ دوي احمدي نژاد اومرګ دوي په ايران شعارونه وركول .

 دا لاريون په داسي حال كې تر سره كيږي چې څه موده وړاندي ايراني چارواكو په ۳۰۰۰افغان بنديانو داعدام حكم كړې چي ۴۰ تنه ېې تراوسه اعدام كړي هم دي. دځينو راپورونو له مخي ويل كيږي چې ۵۰۰۰ افغانان په ايران كې بيديان دي . دايراني حكومت دنوموړي اقدام پروړاندي ولسي شورا هم كلك غبرګون ښودلي او په دي اړه يې له افغان حكومت دجدي پلټنو غوښتنه كړي.

دالمړي ځل ده چې عام وګړي واټونوته راوځي او په ايران كې د افغان بنديانو دشكنجي پرضد خپل غږ پورته كوي په دغه لاريون كي لاريون كوونكو دشكنچه شويو افغانايو تصويرونه هم له ځانه سره لرل او دايران سفارت مخي ته يې په ډيرو قهرجنوالفاظو دمړدوي احمدي نژاد اومړګ دوي وي پرايران شعارونه وركول ،لاريون كوونكو غوښتنه كوله ترڅو دايران سفارت ته ننوځي او دايراني دپلوماتانو سره په دي اړه خبري وكړي .خوايراني دپلوماتان خبرو ته تيارنه شول چي دي كار نورهم د لايون كوونكو غوسه را وپاره وله .

يوي ميرمني چي په لايون كې يي برخه لرله داسي وويل( د خداى لپاره يو خو يې راوباسى، چي د يوې افغاني ښځي زور وويني چې څنګه تاسو وژني، نه مو پرېږدي او زموږ خپل شهزادګان يې دروازې ته راته درولې دي.)

 همداراز لاريون كوونكو له افغان حكومت څخه دسملاسي اوجدي څيړنو غوښتنه كوله اوګواښ يي وكړ چي كه چيري ايران دافغان بنديان شكنجه ونه دروي نو داځل به له زغم نه كاروانه خلي او نه يواځي په كابل بلكه په ټول هيواد كې حتي دايران ترسرحده پوري به لاريونه وكړي او دايران سفارت به هم وتړي . خو دبانديو چارو وزارت خبر وركړي چې دوي له ايراني چارو اكوسره په تماس كي ده او دافغان بنديانو داعدام لړي به ودروي .