نن په كابل كې د امريکا او ايران ضد دوه بيلابيل لاريونونه وشول
25.10.2009 13:16يوه مظاهر دكابل پوهنتون كې ترسره شوه چې پكې په امريکايانواوبهرنيوځواكونو باندي دمرګ شعارونه ويل كيدل .
بل لاريون نن دكابل په جنوب لوديځ دارالمان كي ترسره شواو موخه يې د هيواد دهغواوبو دراګرځولو څخه وه چي ګاونډي هيواد ايران ته اوړي.
د لومړي لاريون کونکو تور لګاوه چې امريکايانو د قرانکريم سپکاوی کړی دی او په ډزو یې ويشتلی دی.
د ايران ضد لاريون كوونكو ادعا كوله چې زموږ خوږي اوبه ايران ته ورکوو خو هغوی موږ ته بمونه راليږي. لاريون کونکو غوښتنه کوله چې ايرانيان دي دبمو پرځان موږته نفت ، ګاز اونور مفيد شيان راواستوي .