د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په كابل كې د ایران سفارت مخې ته ستر لاريون وشو

محمدالدين -همدرد 02.05.2010 08:23

نن په كابل كې دايران پرضد يوپراخ لاريون ترسره شو .لاريون كوونكو چې پكي ميرمني هم شاملې وي دايران سفارت مخي ته داحمدي نژاد تصويراوجوړي شوي مجسيمي ته اور ورته كړ اودارنګه يې د مړ دوي احمدي نژاد اومرګ دوي په ايران شعارونه وركول . دا لاريون په داسي حال كې تر سره كيږي چې څه موده وړاندي ايراني چارواكو په ۳۰۰۰افغان بنديانو داعدام حكم كړې چي ۴۰ تنه ېې تراوسه اعدام كړي هم دي. دځينو راپورونو له مخي ويل كيږي چې ۵۰۰۰ افغانان په ايران كې بنديان دي . دايراني حكومت دنوموړي اقدام پروړاندي ولسي شورا هم كلك غبرګون ښودلي او په دي اړه يې له افغان حكومت دجدي پلټنو غوښتنه كړي
دالمړي ځل ده چې عام وګړي واټونوته راوځي او په ايران كې د افغان بنديانو دشكنجي پرضد خپل غږ پورته كوي په دغه لاريون كي لاريون كوونكو دشكنچه شويو افغانايو تصويرونه هم له ځانه سره لرل او دايران سفارت مخي ته يې په ډيرو قهرجنوالفاظو دمړدوي احمدي نژاد اومړګ دوي وي پرايران شعارونه وركول ،لاريون كوونكو غوښتنه كوله ترڅو دايران سفارت ته ننوځي او دايراني دپلوماتانو سره په دي اړه خبري وكړي .خوايراني دپلوماتان خبرو ته تيارنه شول چي دي كار نورهم د لاريون كوونكو غوسه را وپاره وله . يوي ميرمني چي په لايون كې يي برخه لرله داسي وويل( د خداى لپاره يو خو يې راوباسى، چي د يوې افغاني ښځي زور وويني چې څنګه تاسو وژني، نه مو پرېږدي او زموږ خپل شهزادګان يې دروازې ته راته درولې دي.) .

همداراز لاريون كوونكو له افغان حكومت څخه دسملاسي اوجدي څيړنو غوښتنه كوله اوګواښ يي وكړ چي كه چيري ايران دافغان بنديان شكنجه ونه دروي نو داځل به له زغم نه كاروانه خلي او نه يواځي په كابل بلكه په ټول هيواد كې حتي دايران ترسرحده پوري به لاريونه وكړي او دايران سفارت به هم وتړي . خو دبانديو چارو وزارت خبر وركړي چې دوي له ايراني چارو اكوسره په تماس كي ده او دافغان بنديانو داعدام لړي به ودروي .
مخکینی رپوټ:

همدا اوس په كابل كې دايران سفارت مخي ته يوقوي لاريون روان ده دغه لايون ديوشميركابل ښاريانو لخوا په لاره اچول شوي ده .لايون كوونكې په ايران كې دافغان مهاجرو اعدام په ټنګو الفاظو غندي.اوپه ايران دمرګ شعارونه وركوي .

څو شيبيې مخكې لاريون كوونكو يوپريكړه ليك دايران سفارت ته وسپاره او د يونا دفتر په لور يې مخه وكړه. امنيتي چار واكې هم د لاريون كوونكو سره خوا په خوا روان دي تر اوسه پكې چاته كوم زيان نه ده رسيدلې او په سوله يز ډول پرمخ ځي.

دكورنيو چارو دوزارت يوه مسول چې دنوم له اخستويې ډډه وكړه وويل چې په لاريون كې كوچيان هم برخه لري .مونږ هڅه وكړه چې دنوموړي لاريو ن پريكړه ليك هم ترلاسه كړوخو بريالې نه شو.
دلاريون په هكله به وروستي اوكره معلومات وروسته په ليكه شې.