د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په سرينا هوټل هم توغندي لګيدلي

محمدالدين -همدرد 28.10.2009 06:53

نن سها ر اته بجي اوشل دقيقي وې چې دكابل په زړه كي پرسرينا هوټل باندي له نامعلوم لوري د توغنديو بريد وشو .

توغندي دهوټل پرودانۍ باندي لګيدلي دي خو امنيتي چارواكي سيمي ته رسيدلي اوڅوك دپيښي ځاي ته نږدي نه و رپريږدي ځكه يې دمرګ اوژوبلي په اړه تراوسه معلومات نشته دی.

تردي پيښې دمخه ديوناما د دفتر په خوړن ځاي باندي هم نن سهار ولسوال بريد شوی چې پكې دچارواكوپه وينا ۶ تنه بهرنيان مړه شوي دي خو دقيق راپور په دي ارړه هم تراوسه په لاس كي نشته .

ټول افغان هڅه وكړه دكورنيو چارو ويايند زمري بشري څخه د نن ورځي بريدونو په اړه پوښتنه وكړي خو تلفون يې پورته نه كړ .