د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په كابل كې ملګروملتوپه ميلمستون اوسرينا هوتل باندي دبريدونو وروستى راپور

محمدالدين -همدرد 28.10.2009 11:51

په هغه وسلوال بريد كې چې نن سهار دكابل پروخت پر ۵بجو او۳۰ دقيقو دكابل ښار د شهرنو په سيمه كې دملګرو ملتو په ميلمستون باندي ترسره شو ۱۱تنه بهرني كاركوونكې مړه اوټپيان شول .

دنوموړي دفتردمسولينو په وينا په دغه پيښه كې ۴بهرني مړه او۷ تنه نورټپيان شوي دي .همداراز دكورنيو چارو وزارت وياند زمري بشري رسنيو ته وويل چې په پيښه كې ددوه افغان سرتيرو سربيره دري تنه افغان پوليس اويو ملكې وګړي هم ټپيان شوي.

بشري زياته كړه چې بريدكوونكې درتنه ځانمرګي وه چې سپكې اودرندې وسلي هم له له ځانه سره لرلې. چې له دري ساعته مقاومت وروسته ووژل . خودهويت په اړه يې تراوسه څه نه دي ويل شوي .

 دپيښي مسوليت وسلوالوطالبانو په غاړه اخستی او دمرګ ژوبلې په اړه يې څه ندي ويلي.

په دي اړه په كابل كې دملګرو ملتونو ددفتروياندي نيلاب مبارز هم خواشيني څرګنده كړه اوزيات يې كړه چې ملګري ملتونه به له افغانستان سره خپلومرستو ته دوام وكوي .

بل خو ا نن سهار له نوموړي بريد يواځې دري ساعته وروسته پرسريناهوتل باندي هم تو غندي و توغول شول .

دچارواكوپه وينا نوموړو توغنديو له ځان سره مرګ ژوبله نلرله او دهوټل انګړ كې لګيدلې دي . خو يو شمير راپورونه داهم وايې چې يو توغندي په ارګ باندي هم لګيدلی دی خو دولتي چارواكو ولي چې په دي اړه به پلټني وكړو .

په كابل ښار باندي په داسي حال كي بريدونه ترسره شول چې ددوهم ځل لپاره ولسمشريزو ټولټاكنو ته دګوتو په شمار ورځې پاتې دي.