ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


په هرو شپږو افغان ماشومانو کې یې یو ته واکسین نه رسي

د عامې روغتیا وزارت وایي چې د روغتیایي خدمتونو د ډېرېدو سره اوس هم په هرو شپږ افغان ماشومانو کې یې یو ته واکسین نه رسي.

23.04.2017 امریکا غږ

چارواکو په زابل کې د القاعدې د یو قوماندان د وژلو ادعا وکړه

د زابل سیمه ییز مقامات وايي چې د نړیوالو ځواکونو په یوه هوايي برید کې د القاعدې شبکې د یوه قومندان په ګډون لس وسله وال وژل شوي دي.

23.04.2017 امریکا غږ

کرزی:‌ طالبانو ته نور ورور نه وایم؛ د افغانانو وژونکي ترهګر دي

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزي په شمالي ولایت بلخ کې د افغانستان د پوځ پر یوه مرکز د طالبانو تر برید وروسته ویلي، تردې وروسته نور طالبانو ته د ورور خطاب نه کوي. ښاغلي کرزي زیاته کړې، د طالبانو په ګډون هر څوک چې افغان وژني "ترهګر" دي.

23.04.2017 BBC

د سعودي عربستان پادشاه خپل زوی امریکا کې د خپل هېواد سفیر ټاکلی

د سعودي عربستان پادشاه ملک سلمان خپل زوی شهزاده خالد په امریکا کې د عربستان سفیر ټاکلی دی. هغه همداراز دولتي کارکوونکو ته د ځانګړو امتیازونو ورکولو بیا پیلول او د ملي امنیت یوه مرکز جوړولو فرمان هم ورکړی.

23.04.2017 BBC

بلخ کې د وژل شویو سرتېرو شمېر ۱۴۰ ته رسېدلی

په داسې حال کې چې بلخ ولایت کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو پر قومندانۍ له برید وروسته د یکشنبې په ورځ ملي ویر اعلان شوی، افغان چارواکي وايي، په برید کې د وژل شویو سرتېرو شمېر ۱۴۰ ته رسېدلی دی.

23.04.2017 BBC

د فرانسې د ولسمشرۍ د لومړي پړاو انتخابات نن پیل شول

په فرانسه کې نن د ولسمشرۍ د انتخاباتو لومړی پړاو د سختو امنیتي تدابیرو په ترڅ کې پیل شو. دغه انتخابات به د اروپایي‎ اتحادیې د راتلونکې او له روسیې سره د لویدیځ د اړیکو په ګډون د فرانسې په اوسني جیوپولټیک دریځ اغېز وکړي. په ټوله فرانسه کې نن د سهار له اتو بجو تر ۶۰ زرو زیات مرکزونه پرانېستل شوي دي. د کورنیو چارو وزارت وویل، د هغو کسانو شمېر ته په پام سره چې نن تر غرمې یې په انتخاباتو کې ګډون کړی ښیي چې د ولسمشرۍ په لومړي دور کې په سلو کې څه کم ۲۹ کسانو چې د رأیو ورکولو مستحق پیژندل شوي، ګډون کړی دی. دغه شمیره د ۲۰۱۲ کال د انتخاباتو په نسبت لږ څه زیاته ده. یوه رأیې ورکوونکي رویټرز ته وویل: "طبعا دا یوه ستره او مهمه ورځ ده. دغه انتخابات به په فرانسه او نوروځایونو کې د بدلونونو سبب شي. دا ډیره ښه خبره ده او موږبه یې نتیجو ته سترګې په لاره یو." دا په څو لسېزو کې د فرانسې د ولسمشرۍ لومړی ځل انتخابات دي چې وړاندوېنه یې ګرانه ده او څو ورځې وروسته له هغې ترسره کېږي چې په پاریس کې د پولیسو یو افسر ووژل شو چې مسؤلیت یې د اسلامي دولت ډلې یا داعش په غاړه واخېست. په دغو انتخاباتو کې ۱۱ کسانو ځانونه کاندید کړي چې د رأیې ورکونکو د امنیت د تأمین لپاره یې شاوخوا ۵۰ زره پوليسو او اووه زره سرتېري ځای پرځای شوي دي. نظر شمېرنې ښیي چې مرکزي یا منځ‎لاری ایمانوېل‎مکرون او ښي اړخې ماري‎لیپین به ډېرې رأیې وګټي او د ولسمشرۍ دوهم دورته به لاره پیدا کړي. د دې ترڅنګ محافظه کاره کاندید فرانسوا‎فیلون او چپ اړخي جین‎مالینکون هم د دې چانس لري چې د مۍ د اوومې د ولسمشرۍ دوهم ځل انتخاباتو ته را‎ووځي.

23.04.2017 ازادي راډیو

پر ساینس د "سیاستوالو د برید" ضد پراخ لاریونونه

د نړۍ په لروبر کې زرګونو پوهانو پر ساینسي حقیقتونو او ثبوتونو د سیاستوالو د برید پروړاندې لاریونونه کړي دي. تر ټولو لوی لاریون د امریکا واشنګټن کې شوی.

23.04.2017 BBC

بلخ کې د وژل شویو سرتیرو په درناوي نن د افغانستان بیرغ نیم ځوړند دی

د افغانستان حکومت په بلخ ولایت کې د شاهین پر ۲۰۹ قول اردو باندې د وسله‌والو طالبانو له خونړي برید ورسته نن د یکشنبې ورځ ملي ماتم اعلان کړی دی.

23.04.2017 امریکا غږ

د ښځو فعالیت ولې د هغوی خپل نه ګڼل کېږي؟

په انګریزي کې وايي د هر بریالي سړي تر شا یوه مېرمن وي. دا خبره په موږ کې ظاهراً خلک سرچپه بولي. دلته د هرې بریالۍ ښځې کمال ځینې د هغې خپل نه بولي. په همدې تړاو یو څه وایم خو لومړی خپله یوه کیسه کوم.

23.04.2017 BBC

فرانسه کې څو ساعتونو کې ولسمشریزې ټاکنې پیلېږي

پاریس او د فرانسې نورو ښارونو کې به تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې په څو ساعتونو کې په ولسمشریزو ټاکنو کې رایه ورکونه پیل شي. له اروپایي ټولنې د بریتانیا وتلو او د اروپا په بېلابېلو سیمو کې د ملتپالو پیاوړي کېدو ته په کتو اوس دې ټاکنو له فرانسې بهر هم ډېر اهمیت پیدا کړي.

23.04.2017 BBC

شپیګل: د طالبانو زرګونه پخواني جنګیالي جرمني ته رسېدلي

د جرمني مشهورې ورځپاڼې "دیر شپیګل" لیکلي، په تېرو دوو کلونو کې د طالبانو زرګونه پخواني جنګیالي د یو میلیوني کډوالو څپو په منځ کې جرمني ته رسېدلي دي.

23.04.2017 BBC

شپیگل: د کډوالو په نوم زرګونه طالب جنگیالي جرمني ته تللي

جرمنۍ مجلې شپيگل په خپل خپاره کړي يوۀ رپوټ کې ليکلي چې زرگونه پخواني طالب جنگيالي په تېرو دوو کلونو کې جرمني ته تللي دي.

23.04.2017 BBC

د اپرېل ۲۳مه، د انګلیسي ژبې نړیواله ورځ

د افغانستان په ګډون دا ژبه په ګرده نړۍ کې میلیونونه ویونکي لري. ډېر ورته د کار او روزګار ژبه وايي. دا ژبه اوسمهال افغانانو ته په ورځنیو چارو کې مهمه ده او خلک هڅه کوي دا ژبه زده کړي.

23.04.2017 BBC

خلیلزاد: درېیو اوونیو کې به د افغانستان په اړه د ټرمپ تګلاره بشپړه شي

په افغانستان کې د امريکا پخوانى سفير زلمى خليلزاد وايي د ولسمشر ټرمپ د ادارې نوې افغان تگلارې په تړاو سلا مشورې ښايي د راتلونکې مې مياشتې تر پنځلسمې نېټې پاى ومومي او تگلاره به څرگنده شي. 

23.04.2017 BBC

د امریکا دفاع وزیر د قطر له چارواکو سره د اړیکو په لا ښه کېدو وغږېده

د امریکا د دفاع وزیر جمیز ماتیس د شنبې په ورځ د قطر له چاروکو سره ولیدل.

22.04.2017 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more