ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د نجونو پر لوړو زده کړو بندیز؛ هرات کې د ښځو له‌خوا پټ انفرادي اعتراضونه پیل شوي

د طالبانو له‌خوا د نجونو پر زده‌کړو او تحصیل تر بندیز او پر دې پرېکړې د معترضو ښځو له ځپلو وروسته په هرات کې د ښځو له‌خوا پټ انفرادي اعتراضونه پیل شوي. په دغو اعتراضونو کې معترضې ښځې د "زده‌کوونکو، زده کوونکو، خپل د تعلیم حق وغواړئ" شعارونه په دېوالونو لیکي او خلک د خپل حق غوښتنې ته رابولي. د هرات ولایت اوسېدونکې مهرناز هغه څوک چې د زده‌کړو د حق غوښتنې په بېلابېلو ډله‌ییزو او انفرادي اعتراضونو کې یې برخه اخیستې وایي، د لومړي ځل لپاره‌یې تېره شپه په هرات کې د هاتفي ښوونځي پر یوه دېوال 'زده‌کوونکو، زده‌کوونکو، خپل د تعلیم حق وغواړئ' شعار ولیکه او دې لړۍ ته دوام ورکوي. مهرناز وایي، تېره اوونۍ یې د طالبانو د دغه پرېکړې په وړاندې لاریونونه پیل کړل، خو د طالبانو له لوري اجازه ورنه‌کړل شوه، خو اوس دا ډول خپل غږ د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې پورته کوي. مهرناز زیاتوي: "بالاخره موږ وپتیېله چې خپل فعالیتونه د شپې ترسره کړو. موږ د الله اکبر، تعلیم حق ماست، یا ټول یا هېڅ څوک، د قران په احترام له ښځو حق مه‌اخلئ دا شعارونه مو په بریالي توګه خپل د کورونو له بامونو بدرګه کړل، خو له بده مرغه زموږ دا ټول فعالیتونه د شپې و، ځکه موږ ته اجازه نه‌راکول کېده، بیا مو دا کار د ښوونځیو له دېوالونو راپیل کړ، ځکه ښوونځي مو انتخاب کړل چې ښوونځی تر ټولو لومړنی ځای دی چې ماشوم هلته پل ږدي او د خلکو ډېر پام ورته اوړي." یوه بله اعترض کوونکې مرجان چې د تېرې اوونۍ په لاریون کې یې برخه اخیستې هم ورته خبره کوي او وايي، د اعتراض پر مهال ورسره د طالبانو له لوري ناوړه چلند وشو، خو په خبره‌یې د د زده‌کړو په برخه کې د طالبانو د بندیز د پرېکړې په وړاندې خپلو اعتراضونو ته دوام ورکوي. مرجان وايي: "زده‌کړې زموږ حق دی، موږ خپل حق غواړو، له خپل حقه نه‌تېرېږو، «اقرا 'ولوله' جنګ کوه او مبارزه کوه» دا شعارونه مو په بنرونو لیکل او د کورونو په دروازو مو لګول څو خلک‌یې وویني او موږ خپل حق واخیستلی شو. لوستل او لیکل په هرې ښځې او نارینه فرض دی. طالب چې ځان د اسلام پيرو بولي، نو ولې دوی د خدای او د رسول خبره نه‌مني؟" دا وایي، تر هغه وخته خپلې دې مبارزې ته دوام ورکوي چې طالبان له خپلو پرېکړو په شا شوي نه‌وي. که څه هم دوی په یاد اعتراض کې د ټولو شریکو معترضو نجونو او ښځو شمېر په ډاګه نه‌کړ، خو وايي چې ډېری هغه نجونې چې له زده‌کړو بې‌برخې شوي له دوی سره په دغه اعتراض کې ونډه لري. طالبانو پر افغانستان د دوهم ځل واکمنۍ له پیل راهیسې د نجونو په وړاندې له شپږم ټولګي پورته د ښوونځیو دروازې وتړلې، د دې ترڅنګ‌يې په وروستي اقدام کې نجونې پوهنتونونو ته له تګ هم منع کړې. طالبانو دغه‌شان مېرمنې تفرېحي پارکونو، ورزشي سټدیومونو، عمومي حمامونو ته له ورتګ منع کړي او له شرعي محرم پرته‌يې د مېرمنو په سفر هم کلک بندیز لګولی دی. پر طالبانو انتقادونه کېږي چې بېرته د وخت په تېرېدو سره د خپل لومړۍ دورې محدودیتونو ته‌یې مخه کړې ده چې هغه وخت هم نجونو د تعلیم او تحصیل، دغه‌راز ښځو د کار کولو اجازه نه‌درلوده.

01.01.2023 ازادي راډیو

بنو: پوځ وایي د ترهګرو پرضد عملیاتو کې یو پوځي اؤ څلور ترهګر وژل شوي

دپاکستان پوځ وایي دخېبر پښتونخوا په بنو سیمه کې امنیتي ځواکونو دترهګرو پرضد عملیات کړي چې پکې یو پوځي عسکر اؤ څلور ترهګر وژل شوي دي. دخالي یا شنبې په ورځ پوځ خپل یو بیان کې ویلي دا عملیات دبنو جاني خیل سیمه کې د پټو اطلاعاتو په اساس ترسره شوي چې پکې څلور هغه ترهګر وژل شوي چې په امنیتي قواؤ اؤ عامو وګړو بریدونو کې ککړ وؤ. پوځ دعوه کړې ده چې د عملیاتو په مهال یې د ترهګرو د ولکې نه وسلې اؤ چاویدونکي مواد هم ترلاسه کړي دي. دپوځ په وینا دعملیاتو پرمهال دترهګرو ډزو کې دمحمد وسیم په نوم یو پوځي هم وژل شوی چې تړاؤ یې دخېبر پورې سیمې سره ؤ. دا په داسې حال کې ده چې پرون دخالي په ورځ پاکستاني رسنیو د هیواد دکورنیو چارو د وزیر رانا ثناء الله له قوله دعوه کړې وه چې امنیتي ځواکونو بنو کې دترهګرو پرضد دعملیاتو کولو تابیا نیولې ده خو دبنو سره تړاؤ لرونکي دقامي اسمبلۍ مرستیال اسپیکر زاهد اکرم دراني ويلي، بنو کې هیڅ ډول پوځي اپرېشن يا عمليات نه کیږي. روانه میاشت د خېبرپښتونخوا په بنو، لکي مروت، جنوبي او شمالي وزیرستان ترڅنګ بلوچستان صوبه کې د پاکستان په امنیتي عسکرو یو شمېر بریدونه شوي چي پکې د پاکستان پوځ افسرانو په ګډون ګڼو عسکرو ته مرګ ژوبلې اوښتي دي. په 18 دسمبر په بنو کې وسله والو د سي ټي ډي اهلکار او مرکز يرغمال کړي او بيا په 20م دسمبر په دغه مرکز پوځ عمليات کړي وو. د پاکستان د پوځ وياند مېجر جنرل احمد شريف ويلي وو په بنو کې د سي ټي ډي په يرغمال شوي مرکز د عملياتو په مهال پوځ 25 ترهګر وژلي، اووه تسليم شوي او درې يې ګرفتار کړي وو. پوځي وياند ویلي وو، د وسله والو سره په جګړه کې د پاکستان د پوځ د یو صوبېدار په ګډون درې عسکر هم وژل شوي وو. تحريک طالبان پاکستان په 19 دسمبر د ګل په ورځ ميډيا سره په شريک کړي خبر کې دعوه کړې وه چې د سي ټي ډي په جېل کې بندي کسانو کې ځینې د دوی غړي هم شامل دي او دوی د امنيتي عسکرو نه وسله اخستې او يرغمال کړي يې وو. هم په 18م دسمبر د بنو سره جوختې پرتې لکي مروت ضلع کې په يوه پوليس تاڼه وسله وال بريد شوی چې پکې څلور پوليس اهلکار وژل شوي او څلور ژوبل کړی شوي وو. د جمعې په ورځ [30 دسمبر] د وزیراعظم شهباز شريف په مشرۍ د پاکستان نېشنل سيکیورټي کمېټي یا د قومي سلامتیا کمېټۍ غونډه شوې وه او پکې ويل شوي ټول قوم د ترهګرۍ او ترهګرو پرضد په يوه بيانيه متحد دی او د ملک امنيت چېلنج کوونکو ته به په کلکه ځواب ورکولی شي. د سرکاري خبري ادارې (اې پي پي)ترمخه په غونډه کې چې مرکزي وزیران، پوځي مشران او استخباراکي چارواکي موجود وو، په ملک کې د امنيت او قتصاد په اړوند احوال وړاندې کړی شوی دی. ويل شوي د بهرنیو چارو وزیر مملکت غونډې ته په افغانستان کې د واکمنو طالبانو سره د رابطو په اړوند احوال ويلی دی. په خبر کې ويل شوي د ملي امنیت غونډه به په دويمه جنورۍ روانه وي او د سپارښتنو په رڼا کې به نورې پرېکړې کولی شي.

01.01.2023 ډیوه

روس د نوي کال په شپه په اوکراین باندې د میزایلو باران کړی دی، اوکراین وایي پوټین "جنګي مجرم" دی

واشنګټن ـــــ د روس له خوا په ټول اوکراین باندې د نوي کال په ماښام د میزایلو باران شوی دی، چې له کبله یې د پایتخت کیف په ښار کې د اته لویې چاودنې شوې دي او د چارواکو په وینا لږ تر لږه یو کس پکې وژل شوی او 28 نور ټپیان شوي دي. د اوکراین صدر وایي په نوي کال کې به ضرور جګړه وګټي. د 2022م کال د فرورۍ پر 25مه چې روس په اوکراین باندې یرغل کړی او له هغه وروسته د دواړو هېوادونو تر منځ جګړه پیل شوې ده د لسو میاشتو په تېرېدو باوجود لا هم روانه ده او روس د نوي کال په شپه تازه بریدونه کړي دي. د اوکراین د پایتخت کیف مېر یا ښاروال ویټالي کلیچکو وایي په غربي ضلع سولومینسکي کې د روسي میزایلو د لګېدو په پېښه کې لږ تر لږه یو تن وژل شوی دی. وایي په کیف ښار کې په 11 ټپیانو کې یو جاپانی خبریال دی او د یو بل تن روغتیايي حالت مرګونی دی. کلیچکو د ښار اوسېدونکو ته خبرداری ورکړی چې په خپلو کورونو کې پاته شي. د خبري ایجنسیو د رپوټونو له مخې په کیف ښار کې میزایلو د استوګنې ودانۍ په نخښه کړې دي، چې وایي په هغوی کې یو هوټل، د اوکراین محل یا ماڼۍ او د ټنګ ټکور د پروګرامونو یو هال هم شامل دی. د اوکراین په ختیځ کې د جنګ ځپلې سیمې دونیڅک په ګډون په نورو سیمو کې هم د چاودنو خبرونه ورکړل شوي دي، د ختیځ کرماتورک ښار مېر یا ښاروال اولیکسنډر هونچارینکو ویلي، میزایل په صنعتي سیمه کې په هدفونو باندې لګېدلي، خو د چا د مرګ ژوبلې په اړه یې څه نه دي ویلي. د ميکولايو صوبې ګورنر ويټالي کيم وایي، په جنوبي ښار ميکولايو کې لږ تر لږه شپږ تنه ټپيان شوي دي، وایي په دوی کې درې په روغتون کې د علاج لپاره داخل شوي دي، چې پکې د یو تن حالت نازک ښودل شوی دی. د اوکراین د ولسمشر د دفتر مرستیال مشر کایریلو تایموشینکو وایي، په غربي ښار خمالنیڅکیي کې د میزایلو په برید کې دوه تنه ژوبل شوي دي. ښاغلی تایموشینکو وایي په جنوب ختیځ ښار زاپوریژیا کې بیا د عامو خلکو د استوګنې ودانۍ زیانمنې شوې دي، خو خلکو ته د مرګ ژوبلې اوښتو او د کورونو د ورانۍ په اړه معلومات لا مخې ته نه دي راغلي. د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دیمیترو کولیبا په یوه ټویټ کې صدر پوټین "جنګي مجرم" بللی ځکه چې وایي هغه نوی کال د خلکو په وژلو لمانځي. ښاغلی کولیبا وایي روس دا ځل د میزایلو په بریدونو کې د توانایي اډاڼې نه بلکې د خلکو د استوګنې سیمې په نخښه کوي. کولیبا لیکلي: "روس باید د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له څوکۍ وایستل شي چې تل یې په غیرقانوني توګه قبضه کړې ده". د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي د شنبې- خالي په ورځ د نوي کال په اړه پخپل پیغام کې پېشبیني کړې ده چې راتلونکی کال به په جګړه کې د روس خلاف کامیابي تر لاسه کوي، خو وایي دا کار د معجزې پر ځای سخت کار او د بهرنیو شریکانو مرستې ته اړتیا لري. خو د روس د دفاع وزیر سرګي شویګو هم د شنبې- خالي په ورځ وویل، په اوکراین کې یې کامیابي "حتمي" ده. د برتانیې د دفاع وزارت په یوه تازه استخباراتي رپوټ کې خبرداری ورکړی چې کېدای شي روس په اوکراین کې له اوږدې فاصلې نه د بریدونو "شدیدې لړۍ" ته دوام ورکړي، چې وایي "په بنیادي توګه به د بجلۍ د وېشلو شبکه په نخښه کوي." په دې رپوټ کې- چې د شنبې- خالي په ورځ پر ټویټر خپور شوی- ویل شوي چې روس دا طریقه ځکه غوره کوي چې د اوکراین د هوایي دفاع  مخه ونیسي. د روس ولسمشر ولادیمیر پوټین پرون د نوي کال په مناسبت پخپله دوې لسیزې واکمنۍ کې تر ټولو اوږده 29 منټه وینا وکړه او ویې ویل، روس به هیڅکله د لوېدیځ هغو هڅو ته تسلیم نه شي چې له اوکراین څخه د روس د ویجاړولو لپاره د یوې وسیلې په توګه کار واخلي. پوټین په دغه وېډیويي پیغام کې- چې د روس پر سرکاري ټیلیویژن خپره شوه- وویل، روس په اوکراین کې د خپلې "مورنۍ خاورې" د ساتنې او د خپلو خلکو د "ریښتینې خپلواکۍ" د ساتلو لپاره جنګېږي. هغه پر لوېديځو هېوادونو تور ولګاوه چې روس ته درواغ وايي او ماسکو دې ته هڅوي چې په اوکراين کې "ځانګړي پوځي عمليات" پيل کړي.

31.12.2022 ډیوه

په 2022م کې په افغانستان کې پر خبریالانو د تشدد 260 پېښې درج شوې دي

واشنګټن ـــــ په افغانستان کې د رسنیو د څارنې تنظیمونه وايي، 2022م په هېواد کې د مېډیا او خبریالانو لپاره یو بل د ستونځو نه ډک کال وو، وایي په دې کال کې د خبریالانو خلاف د تشدد 260 پېښې درج شوې دي، خو یوه بله اداره «نی» بیا دا شمېر 132 یادوي.  د افغانستان د خبریالانو د مرکز د معلوماتو له مخې په 2022م کې د 2021م کال په نسبت د رسنیو پر کارکوونکو باندې د تشدد پېښې 138 فیصده زیاتې شوې دي او په تېر ټول کار کې د تاوتریخوالي 260 پېښې درج شوې دي. د خبریالانو مرکز د خالي- شنبې په ورځ د رسنیو د ازادۍ په اړه په خپل کالني تفصیلي رپوټ کې ویلي، چې پر خبریالانو د تشدد له ځینو محدودو پېښو پرته په نورو ټولو کې طالبان یا له دوی سره تړلي امنیتي عسکر لاس لري. په رپوټ کې راغلي: "د مطبوعاتو ازادي کمه وه، چې په دې برخه کې د رسنیو د کارکوونکو د نیول کېدو، ګواښونو، بریدونو او د مېډیا پر ادارو او خبریالانو په ځانګړې توګه د ښځینه خبریالانو د محدودولو پېښې په نخښه شوې دي". ددې رپوټ له مخې 58 پېښې په کابل، 11 په کندهار، 11 په پکتیا، اووه په غزني، شپږ په فاریاب، درې په هرات، درې په سمنګان، دوې په بامیان، دوې په پروان، دوې په ارزګان، دوې په لوګر او دوې په غور ولایت کې ثبت شوې دي. وایي په نیول شوو خبریالانو کې درې خبریالان او د رسنیو کارکوونکي لا هم په کابل، هرات او خوست کې بندیان دي. دغه مرکز وایي په 2022م کال کې یې د کوم افغان یا بهرني خبریال یا د  رسنیو د کوم کارکوونکي د وژل کېدو کومه پېښه نه ده درج کړې، خو وایي په 2021م کال کې اته خبریالان او د رسنیو کارکوونکي په امنیتي پېښو کې وژل شوي وو. بل لور ته د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ اداره «نی» چې د طالبانو تر واک لاندې فعالیت کوي وایي د خبریالانو او رسنیو خلاف د تاوتریخوالي کچه د طالبانو د واک د لومړي کال په نسبت ټیټه وه. «نی» هم د جمعې په ورځ ناوخته خپل کالنی رپوټ خپور کړی چې پکې یې ویلي، د 2021م په نسبت په 2022م کال کې په خبریالانو باندې د تشدد پېښې 17 فیصده کمې شوې دي. «نی» پخپل رپوټ کې وایي: "په 2021 کال کې د خبریالانو او رسنیو د کارکوونکو خلاف د تاوتریخوالي 159 پېښې مو درج کړې وې خو په 2022م کال کې مو 132 پېښې ثبت کړې دي". که څه هم د خبریالانو مرکز په رپوټ کې تېر کال د رسنیو د کوم کارکوونکي د وژل کېدو نه دي ویلي، خو «نی» وایي په 2022م کال کې یې هم د دوو خبریالانو د وژنې پېښې درج کړې دي. «نی» وایي پر خبریالانو د تشدد په 132 پېښو کې دوې د ټپي کېدو، درې د حکومت له خوا د خبریالانو د ور بللو، پینځه د ورکېدو پېښې، 22 د وهلو ټکولو، 46 د ګواښونو او سپکاوي پېښې او 49 د نیول کېدو پېښې شاملې دي. د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت تر اوسه د دغو دواړو ادارو د رپوټونو په اړه په رسمي توګه څه نه دي ویلي، خو د دې وزارت د نشریاتو د څانګې مرستیال حیات الله ماهر فراهي وایي حکومت یې د اسلامي اصولو او افغان کلتور په رڼا کې د رسنیو د فعالیت ملاتړ کوي.  ماهر فراهي طلوع نیوز ته په خپله تازه مرکه کې ویلي، په افغانستان کې چې اوس کومې رسنۍ فعالیت کوي، د دوی د حکومت اصول عملي کوي او دوی ترې خوشاله دي: "اسلامي امارت او اطلاعاتو او فرهنګ وزارت هغه څه چې دلته په هېواد کې زموږ د اسلامي‌ ارزښتونو، ملي ګټو، افغاني دود او دستور سره په ټکر کې نه وي غواړي په ټولو هغو برخو کې کار وکړي او د مطبوعاتو حامي پاته شي". فراهي وویل چې تېر شاوخوا یوه کال کې 700 بهرنیو خبریالانو افغانستان ته سفر کړی دی او د بېلابېلو موضوعاتو په اړه یې رپوټونه جوړ کړي دي، خو دا یې نه دي ویلي چې دا خبریالان د کومو هېوادونو او کومو رسنیو کارکوونکي وو. د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ اداره «نی» وايي، په تېر کال کې سلګونه خبریالاني او د رسنیو کارکوونکي له خپلو کارونو محروم شوي دي. وایي 50 فیصده ټیلیویژني، 48 فیصده ږغیزې، ټولې چاپي رسنۍ او 80 فیصده خبري ایجنسۍ او انلاین رسنۍ بندې شوې دي.

31.12.2022 ډیوه

امریکا کې د وسلو په مرسته تاوتریخوالي،۲۰۲۲ کال کې  څه باندې ۴۴ زره کسان وژل شوي

په متحدو ایالتونو کې د ۲۰۲۲ کال په جریان کې د وسلو له امله تاوتریخوالو زیات شوي او له دې امله مړینې تقریبا په دریو لسیزو کې بې ساري دي.  

31.12.2022 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱

31.12.2022 امریکا غږ

نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.

31.12.2022 امریکا غږ

مشهوره امریکایي خبریاله باربارا والټز د ۹۳ کالو په عمر مړه شوه

د امریکا او نړۍ یوه وتلې او مشهوره خبریاله باربارا والټز چې د لومړی میرمنې په توګه یې په یو‌ ټلویزیون کې د شپې په یو خبري پروګرام کې کار کاوه، د جمعې په ورځ دسمبر ۳۰ (مرغومي نهمه) د ۹۳ کالو په عمر مړه شوه.

31.12.2022 امریکا غږ

سپینې خبرې

د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.

31.12.2022 امریکا غږ

مثلث؛ د ښځو په کار او تحصيل بنديزونه څه پايلې درلودای شي؟

د طالبانو له لورې په غیردولتي موسسو کې د ښځو د کار مخنیوی او پوهنتونونو ته د میرمنو د تګ ممانعت د افغانستان پر وضعیت څه اغیز کوي. د ازادي راډیو په دې مثلث خپرونه کې دا مساله له میلمنو سره څیړو. طالبانو له موسسو څخه د میرمنو د کارونو مخه پنځه ورځې وروسته تر دې ونیوله چې د پوهنتونونو دروازې یې تر ثاني امر پرې د نجونو پرمخ بندې کړې.

31.12.2022 ازادي راډیو

جاپان غواړي تر۳۰۰۰ کیلومتره واټن پورې هدف ویشتونکي توغندي جوړ کړي - رسنۍ

رسنیو د شنبې په ورځ ډسمبر ۳۱ (مرغومي ۱۰) خبر ورکړ چې د جاپان دفاع وزارت غواړي داسې اوږده واټن ویشتونکي توغندي جوړ کړي چې تر ۳۰۰۰ کیلومتره پورې د هدف ویشتلو وړتیا ولري.

31.12.2022 امریکا غږ

د اشنا د شنبې خبري خپرونه

د اشنا په خبري خپرونو کې د شنبې څخه تر پنجشنبې پورې د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه، او د ټولې نړۍ څخه په زړه پورې او معلوماتي رپوټونه، د مسولینو او کارپوهانو مرکې، ستاسې غږ او نور مطالب لیدلی شی.

31.12.2022 امریکا غږ

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

31.12.2022 امریکا غږ

یوه موضوع، څو زاویې

په افغانستان او نړۍ کې د تودو پيښو تحلیل او څیړنه د امریکا غږ په "یوه موضوع، څو زاویې" ځانګړې خپرونه کې هره شنبه د امریکاغږ د سپوږمکۍ او د ډیجیټلي شبکو له لارې وګورئ.

31.12.2022 امریکا غږ

ټي ټي پي خپل نوی تنظیمي جوړښت اعلان کړ، څېړونکي یې اوږدې جګړې ته تیاری ګڼي

پېښور: کالعدم تنظيم تحريک طالبان پاکستان د کال ۲۰۲۳ د پاره د نوي تنظيمي ډهانچې اعلان کړې دې. څېړونکي وايي، د طالبانو نوي تنظيمي ډهانچه د يو حکومت په څېر ده او له دې نه معلوميږې چې په سيمه کې به په راتلونکې کې د بدامنۍ پېښې زياتيږي. ټي ټې پي خبريالانو ته په ليږلي يو بيان کې د نوې تنظمي ډهانچې تفصيل شريک کړې دې. د ټي ټي پي لخوا په خپل دغه نوي‌ تنظیمي جوړښت کې د اوو وزارتونو، د ځانمرګو کونکو بریدونو کونکو څانګه، عدليه او د اووو ولايتونو د پاره وزارتونه اعلان کړي دي. د کال دوه زره دويشتم د فرورئ په مياشت کې هم د ټي ټي پي لخوا د تنظيمي ډهانچه اعلان شوی و. څيړونکی او خبريال افتخار فردوس وايي، نوې ډهانچه ډيره منظمه ښکاري. نوموړي وويل ټي ټي پي د يو کالعدم تنظيم نه د يو سياسي قوت په توګه ځان مخې ته راولي او ښکاري چې د دوي مقصد د سیمو د قبضه کولو ترڅنګ د حکومت نظريه هم له ځان سره لري. "مونږ دا طرز د افغان طالبانو لخوا ليدلي وو چې د اشرف غني او حامد کرزي په وخت افغان طالبانو د متوازي د خپل طرز حکومتونه جوړ کړې وو، څنګه چې هلته په کلونو جګړه روانه وه ممکنه ده چې دلته هم روان جنګ اوږد شي" د پاکستان حکومت او ټي ټي پي ترمنځ په کال دوه زره يويشتم اکتوبر مياشت کې شروع شوي مذاکرات ختم شوي دي. ټي ټې پي په اته ويشتم نومبر د ډز بندۍ ختمولو اعلان کړي دی او له هغې وروسته يې بريدونو کې زياتوالي راغلې دې. څيړنيزي ادارې وايي چې یواځې په دسمبر مياشت کې ټې ټې پي د شپيتو نه د زياتو بريدونو زمه وارئ منلي ده. څيړونکی او خبريال حق نواز وايي، د ټي ټي پي وړاندې ډهانچې دومره منظمې نه وې، اوس ورسره وړې وړې ډلې هم يو ځايې شوې دې او د مزاکراتو په وخت ټي ټي پي نور هم مظبوط او فعال شوی دی او نوې تنظيمي ډهانچه د يو اوږده جنګ لپاره تياره ښکاري. "په دې کې يو څيز زما په نظر راځي چې د پنجاب او سند د پاره کمېشن نه دې جوړ شوې يواځې د خېبر پښتونخوا او بلوچستان د پاره تنظيمي ډهانچه اعلان شوې ده. له دې نه دا پته لږي چې ټي ټي پي په دې دوو صوبو کې خپل اثر زياتول غواړي" د پاکستان نېشنل سېکیورټي کمېټي یا د قومي سلامتیا کمېټۍ د وزیراعظم شهبازشریف په مشرۍ کې د جمعې په ورځ غونډه کې په خېبرپښتونخوا کې د تشدد د ورستیو پېښو او د وسله والې ډلې تحریک طالبان پاکستان، ټي ټي پي، په فعالیتونو غور کړې دې. د اېن اېس سي د غونډې په اړه حکومتي اعلامیه کې ویل شوي وو چې استخباراتي ادارو غونډې ته په ملک کې د امنیت د عمومي صورتحال او د امن او امان دپاره د اخیستلو شویو ګامونو حال تېر کړې. په ورستيو کې پوځي او حکومتي چارواکو ويلي د ترهګرۍ ضد جګړه کې ځايې خلکو او د امنيتي ادارو اهکارو قربانۍ ورکړي دي او هېچا ته به هم اجازت ورنه کړي چې د ترهګرۍ ضد لاس ته راوړنې ګډې وډې کړي.

31.12.2022 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more