ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


په هند کې د خبريال مرګ په خبريالانو کې اندېښنې خؤرې کړې دي

واشنګټن - د هند په مهاراشټرا ايالت کې د خبريال مرګ شکونه راپورته کړي چې هغه په يوه کليواله سيمه کې د تېلو پاکولو د يوې غټې کمپنۍ لګولو ته د ځايي خلکو د مخالفت په اړه ليکل کړي وو او امکان دی د خبريال په ګاډي وهل حادثه نه بلکې انتقام وي او خبريالانو ته خبرداری وي. ششي کانت واريشي تېره ورځ مړ شوی، خبريالانو د پېښې د پلټونو کولو غوښتنه کړې ده. واریشي د مرګ نه يوه ورځ وړاندې د جايداد يو کاروباري تن په ګاډي وهلی وو چې د هغه په اړه مړ شوي حبريال د مرهټۍ ژبې په ورځپاڼه مهان ناګري ټايمز کې ليکل کړي وو. پېښه په رتناګېري ضلع کې شوې ده. ياد خبريال د جايداد کاروباري پندهارينات امبرکر په حقله ليکلي وو چې په رتناګېري سيمه کې په غير قانوني توګه د مزکو نيول کوي او چرته چې د ريفاینرۍ د لګولو تابيا کيږي هلته يې د کارخانې مخالفت کوونکو خلکو ته دړکې هم ورکړي دي. واريشي په خپل خبر کې پوښتنه کړې وه څه وجه ده چې د تېلو د کارخانې د جوړولو ملاتړ کوونکی امبرکر خپل تصويرونه د وزير اعظم نرېندرا مودي او مهاراشټرا د لوړ پوړو سياسي مشرانو سره په پوسټرونو کې چاپ کوي؟ د پوليس چارواکي وايي امبرکر نيول شوی او د قتل مقدمه پرې جوړه شوې ده او د ضلعې د پوليس مشر دهنانجی کولکرني خبريالانو ته ويلي: “د راټول کړل شوو شواهدو نه داسې ښکاري چې امبرکر د قتل په اراده دا کار کړی”. د ممبۍ د مراهټي جرنالېسټس ايسوسي ايشن صدر نرېندرا وابل وي او ای ته وويل “په رڼا ورځ دې وژنې او بيا په هغه ورځ چې ارټيکل يې د هغه چا خلاف ليکلی وو چې دغه ګاډی يې چلولو. خبريال يې پرې وچقولو دا ډېره بوږنوونکې پېښه ده”. په تېرو څو مياشتو کې اته څلوېښت کلن واريشي پرله پسې ليکنې کړې وې او د تېلو کمپنۍ لګولو ته يې د کليوالو مخالفت راڅرګند کړی وو. دا منصوبه د څو کالو راهسې ځنډېدلې ده خو اوس د ايالت حکومت ويلي دې ته بيا کتنه کوي. ځينې کليوال انديښمن دي چې د کارخانې خيچنوالی به ځايي ماهيانو ته خطر جوړ شي او بل به د امونو په شنو باغونو بدې اغېزې وکړي. ياده سيمه د خوږو امونو د پاره مشهوره ده. ځايي خلک په دې هم وېرېږي چې مزکې به ترې ونيول شي او هسې هم په هند کې خلک غټو منصوبو ته د خپلو مزکو ورکولو نه ډډه کوي. د مهاناګري ټايمز ايډيټر سادشيو کېرکار وي او ای ته وويل، چې واريشي تل د خلکو اواز وو او د هغوی مسلې يې راپورته کولې: “هغه د خپل کار په وجه ډېر احترام موندلی وو او دا يې کله په خيال کې نه راتلل چې هغه به د دې په سر په نخښه کيږي. د دې مطلب دا دی چې هغه ټولو ته خبرداری ورکړل شي څوک چې د دې منصوبې مخالفت کوي”. د ممبۍ پريس کلب په يو بيان کې دې ته په ډاګه په ظلم وژنه وويل او د اظهار د ازادۍ د ختمولو هڅه يې وبلله. په بيان کې د بیړني عدالتي انصاف ورکولو غوښتنه شوې ده. کميټي ټو پروټېکټ جرنلېسټس او يو شمېر هندي تنظيونو د پېښې د کره پلټنو غوښتنه کړې.

10.02.2023 ډیوه

د حایل اونیزه خپرونه

په دغه تلویزیوني خپرونه کې د بېلابېلو اړخونو سره په مخامخ، ژورو او تودو بحثونو کې د افغانستان، سیمې، او نړۍ مهم سیاسي، امنیتي، اقتصادي، او ټولنیز موضوعات څېړل کېږي. دا نیم ساعته، اونیزه خپرونه، هره جمعه د ماښام پر اووه نیمې بجې، د امریکاغږ د سټلایټ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپریږي.

10.02.2023 امریکا غږ

د بشري حقونو د څار اداره وایي نور هېوادونه دې هم د سویډن او ډنمارک غوندې افغانو ښځو ته پناه ورکړي

واشنګټن ـــــ سویډن او ډنمارک وایي ټولو هغو افغانو ښځو او د هغوی لوڼو ته به پناه ورکوي چې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په بد حالت کې ژوند کوي. د بشري حقونو د څار سازمان یې هرکلی کړی او وایي نور هېوادونه هم باید داسې ګام واخلي. د بشري حقونو د څار ادارې د فرورۍ پر نهمه په یوه اعلامیه کې ویلي دي، چې  سویډن او ډنمارک دا اقدام چې په افغانو ښځو او نجونو ته د کډوالو په توګه پناه ورکوي، باید د نورو هغو هېوادونو لپاره هم مثال وي چې کډوالو ته ځای ورکوي. دغې ادارې د ډنمارک د مهاجرت بورډ حواله ورکړې چې وایي څه موده مخکې یې پرېکړه کړې ده چې ټولو افغانو ښځو او نجونو ته به د "جنسیت په بنیاد" پناه ورکوي. وايي دغه بورډ ویلي دي: "په افغانستان کې د ښځو او نجونو لپاره د خراب حالت په بنیاد یې دا پرېکړه کړې ده". ایچ آر ډبلیو وایي د ډنمارک غوندې سویډن هم په تېره دسمبر میاشت کې اعلان کړی وو چې د افغانستان ټولو ښځو او نجونو ته به د کډوالۍ حیثیت او د درې کلنې استوګنې اجازه ورکړل شي. د ډنمارک د نوې منل شوې پالیسۍ به هغو ښځو او د هغوی لوڼو ته هم د پناه غوښتو موقع برابره شي چې له دې پرته له زیان سره مخ حالت کې پاته کېدای شي. په اعلامیه کې راغلي: "د ډنمارک د کډوالو د اپیل بورډ به د افغانستان د ښځو او نجونو هغه ټول 10 درخواستونه بیا له سره پرانیزي چې د 2021م کال د اګست له 16مې راهیسې رد شوي دي". د بشري حقونو څار وايي‌ په افغانستان کې د طالبانو په واکمنۍ کې ښځې او نجونې له بد حالت سره مخ دي او د زیاتو بندیزونو له کبله یې ولسي ژوند په ټپه درېدلی دی. دې ادارې له نورو هېوادونو هم غوښتي دي چې له بد حالت سره مخامخ افغانو ښځو او نجونو ته پناه ورکړي، خو دا لا معلومه نه ده چې د افغانستان پناه غوښتونکې ښځې او نجونې به څنګه او له کومې لارې ځانونه ډنمارک او سویډن ته رسوي. سویډن او ډنمارک د طالبانو په واکمنۍ کې په افغانستان کې سفارتونه او سیاسي څانګې هم نه لري. دا مهال په افغانستان کې د بشري حقونو، مدني ټولنو،‌ رسنیو او نورو برخو یو شمېر ښځینه کارکوونکې ایسارې دي او غواړي له افغانستانه ووځي، خو د طالبانو حکومت د پاسپورټونو وېشل بند کړي دي. د رپوټونو له مخې له افغانستانه چې کوم خلک د بېلابېلو ستونځو له کبله وتل غواړي لومړی باید پاکستان، ایران او یا کوم بل درېیم هېواد ته لاړ شي‌ او بیا په بل هېواد کې د پناه غوښتنه وکړي. طالبانو چې د 2021م کال په اګست کې بیا پر افغانستان واکمن شوي د ښځو پر کار، تعلیم، سیاسي، اقتصادي او ټولنیز فعالیت یې کلک بندیزونه لګولي دي، چې د افغانانو په ګډون له شدید نړیوال مخالفت سره مخ شوي دي. د طالبانو له واکمنېدو وروسته له افغانستانه څه باندې یو لک افغانان له هېواده ایستل شوي دي چې اکثره پکې د مخکیني حکومت د امنیتي او دفاعي ځواکونو غړي، چارواکي، خبریالان، مدني او سیاسي فعالان او د بهرنیو ځواکونو همکاران او ژباړونکي شامل وو.

10.02.2023 ډیوه

ملګرو ملتونو په ترکیې او سوریې کې ۸۷۴زره زلزله ځپلو ته د مالي مرستو غوښتنه وکړه

د خوړو نړیوال سازمان (WFP) د جمعې په ورځ فبرورۍ ۱۰ (سلواغې ۲۱) په ترکیه او سوریه کې د مرګونې زلزلې د څه دپاسه ۸۷۴ زرو کسانو ته د خوراکي توکیو او ګرمو خوړو د برابرولو لپاره د ۷۷ میلیونه ډالرو غوښتنه وکړه.

10.02.2023 امریکا غږ

د ۳۰ دقیقې اونیزه خپرونه

د ۳۰ دقیقې په اونیزه خپرونه کې چې په دري او پښتو ژبو د هرې جمعې په شپه خپریږي، د اونۍ مهمو پیښو، رپوټونو او مرکو ته کتنه کیږي او د ورځنیو پیښو په اړه تازه او هر اړخیرې ارزونې وړاندې کوي.

10.02.2023 امریکا غږ

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

10.02.2023 امریکا غږ

ژوند په امریکا کې

"ژوند په امریکا کې" خپرونه کې تاسې په متحده ایالاتو کې، چې د مختلفو فرهنګونو او ارزښتونو کور بلل کېږي، د مهاجرینو د فرصتونو، ننګونو، نژادي او فرهنګي تنوع، د ژوند د بڼو او د هغوی د ارمانونو د پوره کیدو سره اشنا کیږی. دغه خپرونه د جمعې په ورځو د ماښام په ۶:۰۰ بجو د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې خپریږي.

10.02.2023 امریکا غږ

بو علی سینا

د روغتیا او طبابت د ډګر نوې پرمختیاوې، د تر ټولو عصري طبی وسایلو او د درملنې پرمختللې لارې چارې، د نامتو ډاکترانو او د روغتیا د څانګې د کارپوهانو سره مهمې مرکې، په افغانستان کې روغتیایي ستونزو ته ژوره کتنه، پر مخدره موادو د اعتیاد نه نیولې د ماشومانو تر ګوزڼ پوری روغتیايې ستونزې او د حل د لارو چارو لټون، دا ټول کولای شئ د امریکا غږ په نوې روغتیایي ځانګړې خپرونې بو علی سینا کی تعقیب کرئ.

10.02.2023 امریکا غږ

پېښور هايکورټ ته خواست: د عمران خان بيان د وزیرستان د خلکو ژوند د ستونزو سره مخ کړی، سپيناوی دې وکړي

د پېښور هایکورټ يو وکیل وايي عدالت ته یې خواست کړی چې د مخکني وزيراعظم عمران خان نه دې سپيناوی وغوښتی شي ځکه چې د وزيرستان د خلکو په اړه د هغه د بيان ورکولو وروسته د يادې سيمې خلک د سختو ستونزو سره مخ شوي دي.

10.02.2023 ډیوه

د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډه: د افغانستان په ګډون ګڼو هېوادونو کې د داعش فعالیتونه بیا زیاتېږي

واشنګټن ـــــ د ملګرو ملتونو امنیت شورا وایي داعش ډلې ته د ماتې ورکولو پر نړیوالو هڅو برسېره هم دا ډله بیا په نوې بڼه فعاله کېږي او نړۍ ته خطر پېښوي. د امنیت شورا په غونډه کې د غړو هېوادونو استازو په افغانستان کې د داعش د فعالیتونو پر زیاتېدو اندېښنه ښکاره کړې ده. د امنیت شورا په دغه غونډه کې- چې د فرورۍ پر نهمه جوړه شوې وه- اکثرو غړو وویل، چې داعش ډله یو ځل بیا په نړۍ خصوصاً په شام، عراق، افغانستان منځنۍ اېشیا او د افریقې په ځینو برخو کې فعاله شوې ده او دا ځل له نوې ټیکنالوجۍ څخه په کار اخیستو یې تګلاره بدله شوې ده. د ترهګرۍ خلاف د مبارزې په برخه کې د ملګرو ملتونو د دفتر د عمومي مشر مرستیال ولادیمیر وورونکوف غونډې ته وویل چې د داعش د مشرانو پر وژل کېدو او د نغدو پیسو د سرچینو له کمېدو سره سره هم دا ډله نړیوال امن ته زیات خطر ده. وورونکوف له داعش سره تړلي نوي چېلنجونه یاد کړل چې وایي په هغوی کې د دې ډلې له خوا د نوې ټیکنالوجۍ کارول، د بهرنیو ترهګرو او د هغوی د کورنیو بیرته ستنېدل دي په ځانګړې توګه هغه کسان چې د شام په شمال ختیځ کې په کېمپونو کې پراته دي. د امنیت شورا غونډې ته د چین استازي ژانګ جون وویل، داعش په افغانستان او سیمه کې د بیرته راستنېدو په حال کې ده او اندېښنه یې ښکاره کړه چې د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ او داعش ډله تر خپل منځ همکاري سره لري. ژانګ جون وویل داعش او اسلامک ترکستان ډله د تبلیغاتي پوسټرونو په ګډه خپروي او له دې سره سره له یو بل سره د وسلوالو تبادله او ګډ پوځي عملیات کوي: "پر نړیوالې ټولنې ږغ کوم چې د هر ډول ترهګرۍ خلاف په صفر زغم سره مبارزه وکړي او له طالبانو غواړم چې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د یو ځای کېدو د مخنیوي لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي". د امنیت شورا د ترهګرۍ ضد کمېټۍ یوه مشر ویشانګ چن هم د داعش ډلې له خوا د ټولنیزو رسنیو، د بې پایلټه الوتکو د سیسټمونو او معلوماتي ټیکنالوجۍ د کارولو د زیاتوالي په اړه اندېښنه ښکاره کړه. په امنیت شورا کې د فرانس استازي نیکولاس دي ریوېر وویل،‌ له افغانستان سره دا ویره په وروستیو کې تایید شوې ده چې کېدای شي ترهګرې ډلې پکې یو ځل بیا ریښې وغزوي. ښاغلي ریوېر وویل: "ځکه نو زموږ هڅې باید دوام وکړي او له خطرونو سره سمون ولري". د فرانس استازي‌ وویل، د متبادلو او نویو لارو په ګډون د ترهګرۍ ټولې مالي سرچینې باید په نخښه او مخنیوی یې وشي. د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د جاپان استازې شینو میڅکو په افغانستان کې د داعش خراسان ډلې د فعالیتونو پر دوام اندېښنه څرګنده کړه، هغې د ترهګرۍ او له تاوتریخوالي ډکې توندروۍ د اصلي سببونو د په نخښه کولو لپاره د اضافي هڅو غوښتنه وکړه. په ملګرو ملتونو کې د روسي فیډرېشن استازي جینیډي وي کوزمین په غونډه کې تور پورې کړ چې "د امریکې پوځي لاسوهنې" افغانستان او سیمه ناارامه کړې ده او وایي په سیمه کې ترهګرو ډلې له ډېرې مودې په دې هېواد کې پاته شوې وسلې کاروي.

10.02.2023 ډیوه

د ژمي سړې هوا د بامیان ولایت په سمڅو کې ژوند تریخ کړی دی

په وروستیو ورځو کې بامیانو کې سړه هوا تر منفي ۴۰ درجو رسېدلې وه. د سړې هوا له امله لږ تر لږه د ۸ کسانو مړینه د طالبانو ځايي مسؤولینو لخوا تایید شوې ده. د ژمي سړې هوا او بیوزلي د سمڅو د اوسېدونکو لپاره ژوند تر پخوا سخت کړی دی.

10.02.2023 ازادي راډیو

بلوچستان: کوهلو کې دوې چاودنې شوي، د اېف سي ځواک دوه افسران پکې وژل شوي دي

د پاکستان د بلوچستان صوبې په کوهلو سیمه کې په بمي چاودونو کې د ايف سي دوه افيسران او يو ځای تن وژل شوی او درې عسکر ژوبل شوي دي.

10.02.2023 ډیوه

د ترکیې زلزله کې د لسګونو افغانانو مړینه؛ متقي: که ترکیه وغواړي زموږ ټیمونه مرستې ته چمتو دي

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر مولود چاووش اوغلو سره په هغه هیواد کې د وروستۍ زلزلې د ځاني او مالي زیانونو په اړه ټلیفوني خبرې کړي دي.

10.02.2023 امریکا غږ

پاکستان مسکو کې د افغانستان په هکله مشورتي غونډې کې برخه وانخیسته

پاکستان پنجشنبه فبروري ۹ (سلواغې۲۰) تائید کړه چې روسیې کې د افغانستان په هکله په څو ملیتي مشورتي غونډې کې ګډون نه ونکړ او ویلي یې دي چې نورې داسې غونډې شته چې په هغې کې د افغانستان د سولې د بهیر سره مرسته کولی شي.

10.02.2023 امریکا غږ

د آی ایم اف او پاکستان تر منځ خبرې بې نتیجې پای ته ورسیدې

د پیسو د نړیوال وجهي صندوق او پاکستان د حکومت تر منځ خبرې پنجشنبه فبروري ۹ (سلواغې۲۰) پرته له کومې نتیجې پای ته ورسیدې.

10.02.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more