د ترکیې په زلزلې کې 'لسګونه افغانان هم مړه' شوي دي
د ترکیې په جنوبي سیمه کې چې د دوشنبې د ورځې په زلزله کې سخته ځپل شوې، لسګونو افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
څېړونکي: د پېښور تر پېښې ډېر وړاندې حکومت ته د ترهګرۍ ضد ښکاره او کوټلې تګلاره وړاندې کول پکار وه
څيړونکي وايي، پېښور کې د ترهګرۍ د پېښې وروسته سمدست بلکې د دغه پېښې نه وړاندې پکار وه چې حکومت د ترهګرۍ ضد ښکاره او کوټلې تګلاره وړاندې کړی وی. خو د حکومت لخوا د پېښور د پېښې وروسته راغوښتل شوی ټول ګونديز کانفرنس په دوېم ځل ځنډول شوی دی.
صدر بایډن د امریکې کانګرس ته سټېټ اف دي یونین وېنا کوي
ایډن به د خپل صدارت دا دویم سټېټ اف دي یونین تقریر په داسې حال کې کوي چې د واشنګټن پوسټ اخبار او د ای پي سي نیوز د یوې سروی ترمخه ۶۲ فیصد امریکايان دا ګڼي چې بایډن د صدارت په دو کلونو کې ډیره څه کامیابي یا قریباً هېڅ نه دي ترسره کړي
د ترکي او شام په زلزله کې د مړو شمېره 4800 ته رسېدلې
په ترکي او شام کې شوې زوروره زلزله کې د مړو شمېره د 4800 نه سېوا شوې او د زلزلې له امله د غورځېدو ودانیو د ملبې څخه اوس هم خلک راویستل کيږي.
د ترکي او شام په زلزله کې د مړو شمېره د 6000 ته زیاته شوې
په ترکي او شام کې شوې زوروره زلزله کې د مړو شمېره د 4800 نه سېوا شوې او د زلزلې له امله د غورځېدو ودانیو د ملبې څخه اوس هم خلک راویستل کيږي.
د پېښور برید؛ د پلټنو ډله وایي د ځانمرګي تن په اړه مهم معلومات په لاس ورغلي
دپېښور دځانمرګي برید په پلټنو بوختې ډلې دعوه کړې ده چې دپېښې په پلټنو کې یې زیات پرمختګ کړی اؤ دځانمرګي تن په اړه مهم معلومات په لاس ورغلي دي. په عین حال کې دپښتونخوا پولیسو اعلان کړی چې که دپېښور برید کې دلاس لرونکو په اړه څوک پولیسو ته کره معلومات ورکړي نو لس میلیونه یا یو کروړ روپۍ انعام به ورکول کیږي. د نهې- سه شنبې په ورځ دپولیسو مهمو سرچینو وي او ای ډیوه ته ویلي چې په 30مه جنورۍ دپېښور په پولیس لاین جومات کې دشوي ځانمرګي برید په پلټنو بوختې ډلې ته مهمې کامیابۍ په لاس ورغلي اؤ ډیر زر به ددې برید ترشا ککړ کردارونه دقانون منګولو ته راکش کړل شي. سرچینې دتحقیقاتي ډلې له خولې وایي چې دوي ته دپلټنو په مهال دې برید کې د وژل شوي ځانمرګي تن زوړ ریکارډ په لاس ورغلی دی چې دهغې له مخې دغه ځانمرګي تن ایاز مومند نومیدو اؤ دمومند قبایلي ضلعې دحلیم زو تحصیل سره یې تعلق لرلو . په پلټنو کې روښانه شوې ده چې یاد تن له دې وړاندې هم دمومند ضلعې دسرښار غلنۍ په کرکټ لوبغالي کې دوه کسان وژلي وؤ. دپلټنیزې ډلې په وینا ددغو دوؤ کسانو له وژنې وروسته سیمه ییزې قبایلي جرګې دایاز مومند دکور ړنګولو پرېکړه کړې وه اؤ ځایي انتظامیې اؤ دایف سي ځواکونو دهغه کور ړنګ کړی ؤ. خو پلټنو کې راغلي چې ځایي جرګې ایاز مومند قانون ته نه ؤ سپارلی اؤ هغه له دغې پېښې وروسته افغانستان ته تښتېدلی ؤ. دپلټنو له مخې افغانستان ته له تښتېدو وروسته ایاز مومند دتندروه وسله والو دډلې جماعت الاحرار په لیکه کې شامل شوی ؤ اؤ بیا په کال 2012م کې دپاکستان امنیتي ځواکونو نیولی هم ؤ. خو پلټنې وایي چې له نیول کیدو وروسته هغه په کال 2018م کې عدالت په ضمانت خوشې کړی ؤ. دا ټول معلومات که هرڅو دپېښور دځانمرګي برید په پلټنو بوختې ډلې په رسمي ډول مخې ته نه دي راوړي خو پېښور کې دجنایي جرمونو په اړه یو وتلی خبریال خالدالرحمان وایي چې دپلټنو ډلې سره تر دې ور اخوا نور هم زیات معلومات شته خو هغه لا فعلاً مخې ته نه راوړي. ډیوه سره خبرو کې ښاغلي خالد الرحمان وویل دپلټنو ډله خپل معلومات په برخو،برخو کې رسنیو ته د سرچینو له قوله ورکوي اؤ هغه وایي چې ددې پېښې نه سمدستي وروسته دپلټنو ډله بریالۍ شوې وه چې دپېښې ترشا مهمو کردارونو ته دځان رسولو لپاره لاره هواره کړي. دا په داسې حال کې ده چې پرون د دوشنبې په ورځ دخیبر پښتونخوا پولیسو دپېښور ځانمرګي برید کې دککړ ځان وژونکي عکس هم خپور کړی اؤ دهغه په اړوند معلوماتو ورکوونکو لپاره یې د لسو میلیونو روپو دانعام اعلان کړی دی. په 30مه جنورۍ دپېښور پولیس لاین په جومات کې په ترسره شوي دې ځانمرګي برید کې وړومبی حکومت د102 کسانو د وژل کیدو پخلی کړی ؤ خو وروسته بیا دخیبر پښتونخوا دپولیسو مشر معظم جاه انصاري وویل پېښه کې84 کسان وژل شوي دي. پولیسو دې پېښه کې د وژل شوي ځانمرګي تن سي سي ټي وي فوټیجز یا ویډیوګانې هم رسنیو ته جاري کړې دي چې پکې لیدل کیږي دغه ځانمرګي تن دپولیسو دریشي اغوستې اؤ په یو موټر سایکل پولیس لاین ته ځان رسوي. په پلټنو کې دا هم ویل شوي چې هغه په کوم موټر سایکل پولیس لاین ته تللی ؤ دغه موټر سایکل تیرکال ددسمبر اؤ سږکال دجنورۍ په میاشتو کې دوه ځله د پېښور په سرکۍ بازار کې خرڅ شوی دی. پولیس سرچینې وایي چې په پلټنو بوختې ډلې د موټر سایکل خرڅونکي هم نیولي دي اؤ وایي دې کې یو هغه تن هم شامل دی چې ددې موټر سایکل له خرڅولو پینځه ورځې وروسته یې دپاسپورټ جوړولو هڅه کړې ده. دپولیسو په وینا دغه نیول شوی تن مزدور دی اؤ دپولیس لاین په کوم جومات کې چې دا چاودنه شوې په هغې کې یې دیاړي هم کړې ده.
عبدالودود: غزني کې د پوستین ګنډلو صنعت په ورکېدو دی
عبدالودود وايي، که د صنعت او سوداګرۍ وزارت ورسره مرسته وکړي، بېرته به دغه صنعت ته وده ورکړي او ډېری بېکاره کسان به ورسره په کار بوخت کړي.
کابلوف: روسیه په افغانستان کې د خپل سفارت د بندولو پلان نلري
په افغانستان کې د امنیتي ستونزو له امله د ځينو هیوادونو د سیاسي استازوالیو د تړل کېدو په اړه د راپورونو تر خپرېدو وروسته، روسیه وايي، په افغانستان کې د خپل سفارت بندېدو په اړه هیڅ پروګرام نلري.
فقر او په ښځو باندې محدودیتونو افغانان له روغتیايي خدماتو محروم کړي ـ راپور
د بې پولې ډاکترانو ټولنه (MSF) وايي، ناوړه روغتیايي سیستم، فقر، بېوزلۍ او د ښځو په وړاندې محدودیتونو افغانان له اساسي روغتیايي خدماتو څخه محروم کړي دي.
کاملا هریس د مونیخ غونډې ته ځي او اوکراین سره به د امریکا دوامدار ملاتړ څرګندوي
د متحده ایالاتو د جمهور رئیس مرستیاله کاملا هریس د همدې روانې فبروري د میاشتې په نیمایي کې د مونیخ په کلنۍ امنیتي غونډې کې د ګډون لپاره جرمني ته ځي.
د پرویز مشرف جنازه پاکستان ته ورسیده
په پاکستان کې چارواکي وایي د پخواني پوځي واکمن پرویز مشرف جنازه دوشنبه فبروري ۶ ( سلواغې ۱۷) د عربي متحده اماراتو د دوبۍ ښار څخه پداسې حال کې د کراچۍ هوایي ډګر ته ورسیده چې شاوخوا ټینګ امنیتي تدابیر نیول شوي و.
دپاکستان اؤ افغانستان ترمنځ دټي20 کرکټ دسیالیو لړۍ ترسره کیږي
دپاکستان کرکټ بورډ مشر نجم سیټي ویلي دپاکستان اؤ افغانستان دکرکټ لوبډلو ترمنځ به دټي 20 درې سیالۍ دمارچ دمیاشتې په پای کې ترسره شي. په ټویټر خپل یو بیان کې ښاغلي سیټي ویلي هغه ددې اعلان په کولو خوښ دی چې دپاکستان دکرکټ ملي لوبډله به دافغانستان پرضد دمارچ په وروستیو کې په شارجه کې دټي 20 درې نړیوالې سیالۍ ولوبوي. نجم سیټی ویلي دپاکستان اؤ افغانستان دلوبډلو ترمنځ دسیالیو ددې لړۍ مقصد داسټریلیا له لوري دافغانستان پرضد د دوه اړخیزه سیریز یا لړۍ نه دلاس اخستو له امله د رامنځته شوي زیان ازاله کول دي. نوموړي ویلي هغه په اسیا دکرکټ شورا یا ای سي سي کې د بي سي سي ایي،پي سي بي،بي سي بي اؤ ایس ایل سي بورډونو په امدنۍ کې برابر برخې ورکولو دپرېکړې ملاتړ هم کوي. دا په داسې حال کې ده چې تیره میاشت اسټریلیا په افغانستان د واکمنو طالبانو له لوري په میرمنو دلګول شوؤ بندیزونو پرضد متحده عرب اماراتو کې دافغانستان سره مارچ کې دکیدونکو یو ورځینو سیالیو دلړۍ نه دلاس پسر کیدو اعلان کړی ؤ. د ډان ورځپاڼې د رپورټ له مخې د دواړو لوبډلو ترمنځ دسیالیو ټاکل شوې دا لړۍ د ایي سي سي سپر لیګ برخه وه چې اسټریلیا دلوبډلې هند ته له سفر وروسته به په مارچ کې کیدله. ددې سفر دځنډول کیدو پرمهال خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي وؤ چې داسټریلیا کرکټ بورډ له لوري دا پرېکړه دطالبانو له لوري دښځو په کارونو اؤ دنجونو په زده کړو دبندیز اؤ پارکونو اؤ جمونو ته دمیرمنو په تګ دلګول شوؤ بندیزونو له اوسني اعلان نه وروسته شوې ده. (ددې رپورټ ځینې معلومات د ډان ورځپاڼې نه اخستل شوي دي)
ټانک اؤ ډیره اسماعیل خان کې ترهګرو دپولیسو په څوکیو بریدونه کړي دي
دخیبر پښتونخوا په جنوبي ضلعو ټانک اؤ ډیره اسماعیل خان کې بیګاه شپه ترهګرو په پولیس څوکیو بریدونه کړي خو پولیس وایي دغه بریدونه یې په شا تمبولي اؤ هیڅ مرګ ژوبله پکې نه ده شوې. دخیبر پښتونخوا دپولیسو د ویاند له مخې د ګل اؤ نهې په منځ شپه کې دټانک ضلعې دجنډوله تاڼې په پیرتنګي پولیس پوسته ترهګرو یو دروند برید کړی خو وایي پولیسو دترهګرو سره په مړانه مقابله کړې اؤ دهغوئ برید یې پشا تمبولی دی. د پولیس ویاند له مخې دبرید پرمهال دترهګرو اؤ پولیسو ترمنځ تر لسو دقیقو ډزې شوې دي اؤ په دغه مهال دسیمې خلک هم دپولیسو مرستې ته ور وتلي وؤ چې له امله یې ترهګر پشا شول اؤ پولیسو ته هیڅ مرګ ژوبله وانه وړیدله. په عین حال کې بیګاه دشپې دولس نیمې بجې په ډیره اسماعیل خان کې هم ترهګرو د درابن تاڼې په پولیس چوکۍ برید کړی دی اؤ دسیمې نه ترلاسه شوي اطلاعات وایي چې په دغه برید کې یو پولیس عسکر ژوبل شوی خو دترهګرو برید پشا تمبول شوی دی. ددې برید په موقعه دسیمې نه دپوځ عسکر هم دپولیسو مرستې ته ورغلي اؤ ترهګر یې پشا تمبولي دي. دخیبر پښتونخوا دپولیسو ویاند وایي له دواړو بریدونو نه وروسته دصوبې دپولیسو مشر معظم جاه انصاري د یادو ضلعو دپولیس مشرانو سره دټیلي فون له لارې تماس نیولی اؤ ددې بریدونو په ناکامولو یې دپولیس ځوانانو دمړانې ستاینه کړې ده. دا په داسې حال کې ده چې په 30مه جنورۍ دپېښور پولیس لاین په جومات کې په یوځانمرګي برید کې 84کسان وژل شوي اؤ تر200ؤ زیات نور ژوبل شوي دي. دپېښور دبرید پړه دپاکستاني طالبانو یوې ډلې پغاړه اخستې ده اؤ دخیبر پښتونخوا دپولیسو مشر معظم جاه انصاري اعلان کړی دی چې پولیس به دخپلو عسکرو دیوې شوؤ وینو دیو،یو څاڅکي بدل اخلي. پولیسو پرون دغه ځانمرګي برید کې دلاس لرونکو دمعلوماتو ورکولو پسر د یو کروړو روپو انعام هم اعلان کړی دی
د ډالر بیعه کې دزیاتې اضافې له امله دپاکستان درمل جوړونکو کمپنیو دخپل پیداوار تړلو خبرداری ورکړی
پاکستاني مطبوعات وایي په دغه هیواد کې د ډالر له بیعې لوړیدو وروسته درمل جوړونکو کمپنیو دخپل پیداوار ودرولو اعلان کړی دی. د "فارماسوټیکل مینو فیکچرز" په نوم ددرمل جوړونکې اتحادیې مشر قاضي منصور دلاور ویلي د ډالر دبیعې لوړیدو سره دخام مال،بجلي اؤ ګیس بیعې هم لوړې شوې دي اؤ په داسې حالاتو کې دوي په موجوده نرخ درمل نه شي جوړولی. اقتصادي پوهان وایي په حکومتي کچه د زیاتو ټیکسونو، پیداواري لګښتونو او د ډالر په مقابله کې د روپۍ د بیعې د کمي له وجې دصنعتي پیداوار په نرخونو هم اغیزې کیږي . دپاکستان جیو نیوز رسنۍ دقاضي منصور دلاور له خولې ویلي چې درمل جوړونکې کمپنۍ به یوه اوونۍ وروسته خپل پیداوار وتړي اؤ وایي بیلابیلو کمپنیو حکومت اؤ د درملو دڅار ادارې ډریپ ته دخپل پیداوار دتړلو په اړوند خبرداری هم ورکړی دی. نوموړي ویلي دکراچۍ،لاهور اؤ پینډۍ 10 درمل جوړونکو کمپنیو دخپل پیدوار ودرولو په اړوند حکومت ته نوټسونه ورکړي اؤ په راتلونکو څو ورځو کې به ټولې کمپنۍ دغسې نوټسونه یا خبرداری ورکړي. خو بل لوري ته رسنیو پاکستان کې د درملو دڅار د ادارې دچارواکو له خولې ویلي چې دوئ ته نه خو درمل جوړونکو کمپنیو دخپل پیداوار تړلو نوټسونه ورکړي دي اؤ نه یې ورته په زباني توګه څه ویلي دي. تر دې وړاندې دتیر کال د دسمبر په میاشت کې پاکستان کې د ګاډو کمپنۍ انډس موټرز (ټویوټا) هم د ډالرو د کمي او ایل سیز نه پرانستل کیدو له وجې خپل پیداوار د یوی اوونۍ دپاره تړلی و. تېره میاشت پاکستان کې درملو دڅار ادارې (ډریپ) د110 نه د زیاتو دوایانو نرخونو کې داضافې سپارښتنه کړې په داسې حال کې کړې وه چې عام ولس وایي د زیاتې ګرانۍ له امله اوس د دوي لپاره ژوند ژغورونکي درمل اخستل ګران شوي دي. پاکستاني رسنیو تیره میاشت د روغتیا وزارت له قوله ویلي وؤ هیواد کې دکینسر،نفسیاتي ناروغیو،دبدني غړو دپیوست کولو په ګډون دځان ژغورونکو درملو کمی دی اؤ په نرخونو کې داضافې نه کیدو له امله کمپنیو درمل جوړول پرېښودي دي. د اقتصاد ماهر پروفیسر منظور علي وي او ای ډیوه ته ویلي د ډالر د بیعې د زیاتوالي او حکومتي ټيکسونو له وجې په پاکستان کې د صنعتی پیداوار په بیعو کې اضافه کیږي. دهغه په وینا پیداواري خرڅونه، حکومتي ټيکسونه او نړیواله ګراني ددې غټې وجې دي . نوموړي ویلي پاکستان په صنعتونو په مختلفو ټيکسونو کې هم اضافې کړې دي چې په ټولو پیداواري شیانو دغه ټیکسونه لګي او دهغې له وجې ددې قیمتونه هم په بره روان دي. پرون د ګل یا دوشنبې په ورځ دپاکستان دبینکونو دننه یو امریکایي ډالر په 275 روپۍ اؤ 30 اؤ په خلاص مارکیټ کې په 283 روپۍ تبادله شوی دی
هیومن رایټس واچ: د بې وزله خلکو د حقونو تحفظ د پاکستان اؤ ایي ایف ایم ذمه واري ده
دبشري حقونو دڅار نړیواله اداره هیومن رایټس واچ وایي نړیوالې مالیاتي ادارې ایي ایم ایف ته دپاکستان حکومت سره په ګډه دټولنیز تحفظ نظام ته په پراختیا ورکولو په معاشي توګه دبې وزله خلکو دتحفظ لپاره کار کول پکاردي. دې نړیوالې ادارې په ایي ایم ایف غږ کړی چې باید داسې اصلاحاتي ګامونه کم نه کم واخلي چې له امله یې بې کچه کمزرورو خلکو ته لا نور زیان رسیدلی شي. هیومن رایټس واچ وایي بې وزلۍ،ګرانۍ اؤ بې روزګارۍ کې داضافې ترڅنګ نن پاکستان دخپل تاریخ دیو بدترین اقتصادي ناورین سره مخ دی چې له امله یې دلکونو خلکو روغتیا،خوراک اؤ دیو مناسب ژوند دمعیار حقونو دګواښ سره مخ کیږي. دپور ترسره کولو په موخه دپاکستان حکومت د روانې میاشتې په وړومبۍ نیټه ایي ایم سره دهیواد داقتصاد ژغورنې په یوه پروژه خبرې پیل کړې وې . پاکستان کال 2019 کې ایي ایم ایف سره د6.5 اربو ډالرو دپور تړون کړی ؤ اؤ ددغه پور دپاتې 1.1 اربو ډالرو دبیا ترلاسه کولو هڅې کوي خو ایي ایم ایف دپور دپاتې پیسو ورکولو لپاره پاکستان ته بیلابیل شرطونه ایښي دي چې دڅېړونکو په وینا ددغو شرطونو منلو سره به په پاکستان کې ګراني نوره هم زیاته شي. دهیومن رایټس واچ دایشیا ایسوسي ایټ ډایریکټرې پیټریشیا ګوسمین ویلي دي چې په لکونو پاکستانیان دبې وزلۍ په ګرداب کې نښتي دي اؤ هغوي دخپلو اساسي ټولنیزو اؤ معاشي حقونو نه محروم دي. د وي او ای اردو د رپورټ له مخې هغې ویلي چې ایي ایم ایف اؤ دپاکستان حکومت ذمه واري لري چې هغوئ باید دې ناورین نه په داسې توګه را اوځي چې دکمې ګټې وټې لرونکو خلکو خیال پکې وساتل شي اؤ دهغوي تحفط باوري وي. دا به داسې حال کې ده چې دپاکستان مرکزي بینک سره دبهرنیو اسعارو ذخیرې په 27مه جنورۍ دختمې شوې اوونۍ پورې 16فیصدي راټیټې شوې اؤ یوازې درې اربه ډالر پاتې شوې وې. دبهرنیو اسعارو دکموت واضحه مطلب دادی چې پاکستان کې به د درملو په ګډون د زیاتو درامداتو مخه ونیول شي. د رپورټونو له مخې دکال 1975 نه راپدیخوا پاکستان کې ګراني تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې اؤ اقتصادي پوهان په دې کې دنورې اضافې اندېښنې هم ښایي. دایي ایم ایف دشرطونو په اساس په 29مه جنورۍ دپاکستان حکومت دتیلو بیعې نورې هم لوړې کړې دي دبهرنیو اسعارو دکچې حد یې ختم کړی دی چې له دې امله دپاکستاني روپۍ ارزښت زیات غورځېدلی دی. دپاکستان وزیراعظم شهباز شریف څرګنده کړې ده چې دایي ایم ایم شرطونه بې کچه سخت دي خو پاکستان له دې شرطونو منلو پرته بله هیڅ لار نه لري. دمیډیا رپورټونو له مخې ایي ایم ایف پاکستان ته دتېلو دبیعو اؤ سیلز ټیکس دکچې لوړولو اؤ دټیکسونو دلمنې پراخولو په ګډون د کرپشن یا غبن دمخنیوي لپاره دسختو ګامونو اخستو شرطونه ایښي دي.