ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


تحریک انصاف ګوند ویلي، د پوځ او آي ایس آي مشرانو سره مذاکرات کوي

پېښور — پاکستان کې د حکومت مخالفه ګوند پاکستان تحریک انصاف یو مرکزي مشر اؤ پخواني وفاقي وزیر شهریار اپریدي ویلي ګوند یې د حکومت سره خبرې نه کوي بلکې یوازې د پوځ سرلښکر اؤ د  استخباراتي ادارې آي ایس آي د مشر سره به خبرې کوي. حکومتي ایتلاف د شهریار اپریدي دې څرګندونو ته سخت غبرګون ښودلی اؤ وایي چې تحریک انصاف ګوند بیا پوځ په سیاست کې رالړل غواړي.  پوځ لا پخپله د تحریک انصاف د مشر څرګندونو ته څه غبرګون نه دی ښودلی خو تر دې وړاندې پوځي ویاند د تحریک انصاف د پخواني  حکومت په وروستیو ورځو کې واضحه کړې وه چې له سیاسته یې ځان رانغاړلی دی. د تحریک انصاف ګوند دغه مرکزي مشر پوځ اؤ آي ایس آي سره د مذاکراتو دا خبره وروسته له هغې کړې چې حکومت ایتلاف وړمه ورځ  تحریک انصاف ګوند ته د مذاکراتو وړاندیز وکړو اؤ ويې ویل د ملک د ښېګړې لپاره باید پي ټي آي حکومت سره خبرو ته کښېني. د پاکستان یو شخصي ټي وي چینل جیو نیوز په پروګرام کې د خبرو په مهال ښاغلي شهریار اپریدي ویلي "دوي [موجوده واکمنان] د مذاکراتو خبره کوي خو دوي پخپله ددې وړتیا نه لري، مونږ به خبرې کوؤ یوازې د ارمي چیف سره اؤ آي ایس آي د ډایریکټر جنرل سره ، د پاکستان د پوځ سره". شهریار اپریدي وویل، د تحریک انصاف باني [عمران خان] د وړومبۍ ورځې نه د مذاکراتو خواهش درلودو خو له بل اړخه هیڅ ځواب نه راتلو، دا تاثر سم نه دی چې ګنې پي ټي "آي این ار او" یا "ډيل" غوړي بلکې د پاکستان د غوره راتلونکي په خاطر د پوځ سره خبرې کوي. خو د خېبر پښتونخوا صوبې وزیراعلا علي امین ګنډا پور بیا د پوځ سره د مذاکراتو په اړه د شهریار اپریدي د بیان نه بې خبري ښودلې ده . د خالي په ورځ چې کله په جوډیشل کمپلیکس کې خبریالانو د علي امین ګنډا پور نه په دې اړوند پوښتنه وکړه نو هغه وویل چې ارف چې سره د مداکراتو په اړه د پوښتنې ځواب پخپله شهریار اپریدی ورکولی شي. تر دې یوه ورځ وړاندې په مرکز کې د واکمن  مسلم لیګ(ن) ګوند سینیټر عرفان صدیقي ویلي وؤ چې هر کله تحریک انصاف ګوند د صدر د عهدې لپاره محمود خان اڅکزی خپل کاندید نومولی شي، دخپل احتجاج لپاره د خپل تر ټولو ستر مخالف مولانا فضل الرحمان سره خبرو ته کښېناستی شي نو بیا دې د ملک لپاره هم حکومت سره خبرو ته کښېني. د مرکزي حکومت د ایتلافي ګوند پاکستان پیپلز پارټۍ ویاند فیصل کریم کنډي د شهریار اپریدي لخوا پوځ سره د مذاکراتو په خبره سختې نیوکي کړي اؤ ویلي یې دي چې پي ټي آي غواړي پوځ یو ځل بیا سیاست کې راولړي. اسلام اباد کې یو مطبوعاتي کانفرنس ته په وینا کې فیصل کریم کنډی وویل مونږ سیاستمداران په مذاکراتو باور لرو اؤ پي ټي آي ته پکار ده چې باید د سیاسي خلکو سره خبرې وکړي. د تحریک انصاف ګوند مشرانو په وار وار ویلي دي چې موجوده حکومت د ولس په رایو نه بلکې د ټګۍ له لارې واک ته رسیدلی نو ځکه ورسره دوي مذاکرات نه کوي خو د واکمن سیاسي ایتلاف مشران بیا تحریک انصاف ګوند د ملک په دښمنۍ اؤ اړي ګړي تورنوي اؤ وایي له انشار جوړولو پرته ورسره بله هیڅ ایجنډه نه شته.

27.04.2024 ډیوه

شهباز شریف: پاکستان د موسمي بدلون له بدو اغېزو د متاثره کېدونکو هيوادونو په سر کې دی

کراچۍ — د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف د کاربن کرېډټس پاليسۍ دپاره د صوبو سره د مشورې دپاره د کمېټۍ جوړولو لاروښوونه کړې او ويلي يې دي، ‏پاکستان د موسمي بدلون د بدو اغېزو څخه متاثره کېدونکو هيوادونو په سر کې دی.‏ د وزيراعظم دفتر ويلي، د جمعې په ورځ د وزیراعظم په مشرۍ د موسمي بدلون په اړه درېمه غونډه شوې، مرکزي وزيرانو او نورو لوړ پوړو چارواکو پکې ‏ګډون کړی او د صوبو اعلا وزيرانو پکې د ويډيو لنک د لارې برخه اخستې ده.‏ وزيراعظم ويلي، د ‏‎2022‎م په بارانونو او سېلابونو کې ملک سخت اغېزمن شوی، او زياته کړې یې ده، صوبايي حکومتونو او مرکز له به په ګډه د موسمي ‏بدلون په اړه پاليسي جوړول وي، ځکه د موسمي بدلون په اړه د پاکستان چېلنجونه ورځ تر بلې زياتيږي.‏ نوموړي زياته کړې، په ټول ملک کې د کاربن کرېډټس په حواله اقداماتو کې ښه والی راغلی او نور ګړندي کولو ته اړتيا لری، شهباز شریف په دغې اړه د ‏ختمي پاليسي جوړولو دپاره د صوبو سره د مشورې دپاره د کمېټۍ جوړولو لارښوونه کړې ده.‏ د خېبرپښتونخوا صوبې د اطلاعاتو څانګې ويلي، وزيراعلا علي امين ګنډاپور د مرکز لخوا خېبرپښتونخوا سره د کېدونکو زياتو سره په احتجاج کړی ‏دی.‏ ګنډاپور ويلي، مرکزي حکومت د صوبې د کاربن کرېډټ قبضه کول غواړي، هغه زياته کړې، کاربن کرېډټ د صوبې حق او اثاثه ده او په دې به د چا قبضه ‏ونه مني.‏ د ګنډاپور په خبره، د ملک د ځنګلاتو ‏‎45‎‏ فيصده برخه په خېبرپښتونخوا صوبه کې ده او صوبې ‏‎80‎‏ فيصده ځنګلات نجي ملکيت دی، د ملک مجموعي ‏کاربن کرېډټ ‏‎50‎‏ فيصده خېبرپښتونخوا پيدا کوي، او دا د صوبې د خلکو حق دی.‏ ویل شوي، نوموړي د مرکز په ذمه د صوبې د بقاياجاتو زر تر زره ورکولو غوښتنه کړې او ویلي یې دي په صوبه کې د بجلۍ په معامله چهاپې وهل کيږي په ‏دغې اړه دې د صوبې سره خبره وکړل شي.‏ نوموړي ويلي، د صوبې د تمباکو په پيداوار مرکزي حکومت د کال په سر ‏‎300‎‏ اربه روپۍ ټېکس اخلي دا ټېکس د صوبې حق دی او صوبې ته یې ترلاسه ‏کېدل پکار دي.‏

27.04.2024 ډیوه

مجاهد: کوم هیوادونه چې مونږ سره د اړیکو له ټینګولو ډډه کوي پالیسۍ یې ستونزې لري

د طالبانو حکومت افغانستان ته د سیمې د څوهیوادونو د پلاود تیرې اونۍ سفر ددغه حکومت د موثرې دپلوماسۍ پایله ګڼلې او ویلي دي چې کوم هیوادونه چې او سمهال افغانستان سره د اړیکو د ټینګولو څخه ډډه کوي، د هغوی پالیسۍ ستونزې لري.

27.04.2024 امریکا غږ

مصر او اسرایل په غزه کې د جنګ بندۍ مذاکرات بیا د شروع کولو په اړه خبرې وکړې

مصري چارواکي وویل منځګړي د مفاهمت په یو داسې تګلاره کار کوي چې د دواړو فریقېنو د زیاترو لویو غوښتنو ته جواب وايي خو اسرایل څه نوي تجویزونه نه دي وړاندې کړي. چارواکي زیاته کړه چې که چېرې معاهده کېږي نو د شپږو هفتو نه به د زیات وخت دپاره نه وي

27.04.2024 ډیوه

پاکستان کې یوې محکمې پولیسو ته د محمود خان اڅکزي د نیولو امر کړی

د بلوچستان مرکز کوټې کې یو قاضي پولیسو ته امر کړی چې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر، محمود خان اڅکزی ونیسي او د شنبې په ورځ اپریل اوومه دې محکمې ته وړاندې کړي.

27.04.2024 امریکا غږ

عاصم منير: د اقتصادي ثبات بغېر مکمله ازادي ممکنه نه ده

د آی اېس پي ار ترمخه، جنرل عاصم منیر ویلي، پوځ به د پاکستان د اقتصادي پرمختيا دپاره هر ډول ممکمه مرستې ورکوي، او پوځ به د کوټلي ملي امنيت او ګډې خېر ښېګړې د هڅو په لړ کې خپل کردار ادا کوي

27.04.2024 ډیوه

پاکستان د افغان کډوالو د پي او آر کارډ موده تر 30م جون پورې غځولې

اېمنېسټي انټرنېشنل ويلي، "د پاکستان څخه د افغان کډوالو بيرته لېږل به ښځې او جينکۍ د ځانګړې خطرې سره مخامخ ‏کړي، ځکه په زوره د دوی بيرته ستنول به دوی د تعليم، کار روزګار، ګرځېدو د حقونو څخه محرومه او تشدد د خطرو سره مخامخ کړي".‏

27.04.2024 ډیوه

عراق کې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې څلور یمنیان وژل شوي

په عراق کې چارواکي وایي د بې پیلوټه یا ډرون الوتکې په برید کې چې د دې هیواد په شمال کې د ګازو په یوې مجتمع شوی،د یمن څلور اوسیدونکي وژل شویدي.

27.04.2024 امریکا غږ

د افغان طالبانو په ولکه کې د امریکايي شهري وکیلانو د ملګرو ملتونو نه د مرستې غوښتنه کړې

د کوربرټ مېرمن اېنا، ای پي خبري ادارې ته په یوه مرکه کې وویل د کوربرټ د جسماني او ذهني صحت په اړه تشویش لري نو ځکه یې وکیلانو د ملګرو ملتونو نه غوښتنه وکړه چې د خاوند د ازادۍ په لړ کې يې ګامونه واخیستل شي

27.04.2024 ډیوه

لومړنۍ سهارنۍ خبري خپرونه

په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.

27.04.2024 امریکا غږ

بلېنکن د امریکايي یونیورسټیانو د احتجاجي زدکوونکو په حماس "خاموشي" د تنقید وړ بللې

په ځینو موقعو د فلسطینیانو په حق کې په مظاهرو کې په ځینو نعرو اعتراض کېږي او اېنټي سېمېټېک یا د یهودیانو نه د کرکې ژبه بلل کېږي. دا نعره چې فرام دي رېور ټو د سي پېلسټاین وېل بي فري ډیر یهودیان ګڼي چې د اسرایلي ریاست د خاتمې غوښتنه کوي

27.04.2024 ډیوه

تر نایجر ورسته، امریکا له چاد هم خپل سرتیري باسي

د متحده ایالاتو دفاع وزارت یا پنټاګان ویلي پلان لري چې د شمالي – مرکزي افریقا په لویې وچې کې د پروت هیواد چاد څخه خپل سرتیري وباسي.

27.04.2024 امریکا غږ

زیر آسمان کبود (تکرار)

زیر آسمان کبود (تکرار)

26.04.2024 ازادي راډیو

په غزه کې د جنګ بندۍ د تازه کوښښونو په لړ کې مصر اسرایل ته پلاوی لېږلی

د مصر نه مخکې قطر په غزه کې د اور بند او د اسرایل او د حماس ترمنځ د مذاکراتو په کوښښونو کې وړاندې و خو مصري چارواکي وویل قطر د اسرایل دا غوښتنې نه دي منلي چې د حماس چارواکي دې ملک بدر کړي او د ډلې په مالي وسیلو دې قدغنونه ولګوي نو ځکه د امن په تازه کوښښونو کې د دوحه برخه اوس کمه ده

26.04.2024 ډیوه

تر شنه اسمان لاندې (تکرار)

تر شنه اسمان لاندې (تکرار)

26.04.2024 ازادي راډیو

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more