شاته

تر نایجر ورسته، امریکا له چاد هم خپل سرتیري باسي

د متحده ایالاتو دفاع وزارت یا پنټاګان ویلي پلان لري چې د شمالي – مرکزي افریقا په لویې وچې کې د پروت هیواد چاد څخه خپل سرتیري وباسي.

متحده ایالات په چاد کې تقریباً ۱۰۰ سرتیري لري چې د افریقا په لویدیځ کې د سخت دریځو ډلو په خلاف مقابله کوي.

د پنټاګان ویاند، تورنجنرال پیټریک رایډر په خبري کنفرانس کې وویل چې د افریقا لپاره د متحده ایالاتو د پوځ قومانداني پلان لري د چاد څخه د امریکایي ځواکونو ځای بدل کړي او دا چې د ځینو سرتیرو د وتلو لپاره مهال ویش لا له وړاندې ټاکل شوی.

جنرال رایډر همدارنګه وویل چې د چاد څخه د متحده ایالاتو د سرتیرو ایستلو پریکړه "موقتي" ده او زیاته یې کړه چې د دې هیواد سره د امریکا د امنیتي همکارۍ د ارزونې له مخې شوې چې ټاکل شوې د جمهوري ریاست انتخاباتو پر مهال پیل شي.

په چاد کې د جمهوري ریاست انتخابات د همدې راتلونکې مې میاشتې په ۶ مې کیږي.
جنرال رایډر دا ونه ویل چې آیا امریکایي سرتیري به د چاد جمهوري ریاست انتخاباتو پای ته رسیدو څخه وروسته دې هیواد ته بیرته ستانه شي که نه او د سرتیرو د وتلو مهال ویش په باره کې یې هم څه ونه ویل.

خو د نیو یارک ټایمز ورځپاڼې په یو راپور کې د امریکایي چاراکو له قوله ویلي چې ټاکل شوې د متحده ایالاتو د پوځ د ځانګړو ځواکونو ۷۵ غړي به د همدې روانې اوونۍ په پای کې له چاد ووځي او که په وروستۍ شیبې کې کوم دیپلوماتیک بدلون رانشي، د ټولو سرتیرو وتلو بهر به په څو ورځو کې بشپړ شي.

په عین حال کې د چاد د هوایي ځواکونو مشر په یو لیک کې چې د چاد موقت حکومت ته یې استولی او د فرانس پریس خبري اژانس لیدلی، پکې د امریکایي ځواکونو څخه غوښتل شوي چې په همدې روانې میاشت کې ددې هیواد پایتخت سره نږدې په نظامي اډې کې خپل فعالیت بند کاندي.

د هوایي ځواکونو دې مشر ویلي چې د متحده ایالاتو د پوځ څخه یې په چاد کې د خپل شتون "توجیه کولو" لپاره اسناد وسپاري خو هیڅ یې هم ندي تر لاسه کړي.
امریکایي ځواکونه چې د اډجي کاسي په نظامي اډې کې دیره دي، د چاد پوځ د ترهګرۍ ضد ځانګړو ځواکونو او یوې بلې ممتازې قطعې ته روزنه ورکوي تر څو د بوکو حرام وسله والې ډلې پر ضد جګړه وکړي.

په عین حال کې د چاد حکومت ویاند، عبدالرحمان کلام الله ویلي چې پدې هیواد کې په لومړي سر کې امریکایي ځواکونه پدې خاطر ځای پر ځای شوي چې د ترهګرۍ سره په ګډه مبارزه وکړي خو دا چې د دې هیواد د پوځ لوی درستیز د امریکایي ځواکونو شتون په هکله اندیښنه څرګنده کړې، امریکا هم پریکړه کړې چې په موقتي توګه خپل سرتیري وباسي.

د حکومت دې ویاند همدرانګه ټینګار وکړ چې د سرتیرو ایستل، د چاد او امریکا تر منځ د ترهګرۍ پر ضد مبارزې کې د همکارۍ د پای په معنی ندی.

تر چاد وړاندې، متحده ایالاتو همدارنګه د ګاونډي هیواد نایجر څخه هم د خپلو سرتیرو د ایستلو پریکړه کړې.

یوې سرچینې چې د موضوع په هکله معلومات لري تیره اوونۍ، اپیل ۱۹ مه یې امریکا غږ ته وویل چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال کورټ کمیپبیل او د نایجر مشرانو تر منځ پدې هکله موافقه شویده.

متحده ایالاتو د نایجر په مرکزي برخه کې د ۲۰۱ هوایي اډې کې سرتیري درلودل چې امریکایي ځواکونو له همدې اډې څخه د ۲۰۱۸ کال راهیسې د اسلامي دولت یا داعش ډلې په وسله والو او د جماعت الاسلام والمسلمین په نامه د القاعده شبکې پورې تړلې ډلې باندې د ساحل په سیمه کې د بې پیلوټه یا ډرون الوتکو بمباري کوله.

دې نظامي اډې د متحده ایالاتو لپاره څه باندې ۱۰۰ ملیونه ډالر لګښت درلود

سره لدې چې د نایجر پخواني حکومت د متحده ایالاتو او فرانسې سره مهمه امنیتي همکاري درلوده خو تیر کال پوځ پدې هیواد کې تر کودتا وروسته واک تر لاسه کړ او د دې هیواد نویو چارواکو په بارکینا فاسو او مالي کې د نظامي واکمنانو سره لاس یو کړ چې هغوي هم په کودتا کې حکومتي چارې اخیستي دي، او د غربي هیوادونو سره یې نظامي تړونونه پای ته رسولي.

نایجر د لویدیځې افریقا هیوادونو اقتصادي او سیاسي بلاک هم پریښی او پداسې حال کې یې د روسیې سره اړیکې تودې کړي او د نظامي سلاکاران یې د پوځي روزنې لپاره ورغوښتي چې مسکو په ګاونډي هیواد اوکراین د یرغل له کبله د غربي هیوادونو د سختو بندیزونو لاندې دی.

سره لدې چې متحده ایالات به خپل سرتیري باسي، خو دې سرچینې ویلي چې د نایجر سره د امریکا اقتصادي او دیپلوماتیکې اړیکې پخپل حال پاتې وي.

دې سرچینې د امریکایي سرتیرو وتلو د نیټې په هکله څه ندي ویلي خو د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په راپور کې ویل شوي چې ښایي څه د پاسه ۱۰۰۰ امریکایي سرتیري به په راتلونکو څو میاشتو کې د نایجر څخه ووځي.

د نایجر نظامي واکمنانو تیره میاشت وویل چې یو تړون یې په سمدستي توګه باطل کړ چې له مخې یې د متحده ایالاتو د دفاع وزارت نظامي او ملکي پرسونل ته پدې هیواد کې د پاتې کیدو اجازه ورکول کیده.

سلګونو کسانو تیره اوونۍ د نایجر په پایتخت مظاهرې هم وکړلې او د نظامي واکمنانو د پریکړې څخه وروسته یې د امریکایي سرتیرو د وتلو غوښتنه کوله.

فورم \ دبحث خونه